تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له عراقه د امریکايي ځواکونو وتل: راتلونکې کې به څه کېږي؟
- Author, لوئیس باروچو
- دنده, بي بي سي نړیوال سروېس
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۹ دقیقې
ټاکل شوې چې متحده ایالات د سپټمبر تر ۳۰مې پورې له عراقه خپل پاتې پوځي ځواکونه وباسي. په دې سره به هغه پوځي حضور پای ته ورسېږي چې له دوو لسیزو یې د عراق پر وضعیت اغېز کړی دی.
دا اقدام د هغه پوځي حضور د پای نښه ده چې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا له یرغل سره پیل شو؛ هغه یرغل چې صدام حسین یې له واکه راوپرځاوه.
وروسته دغه حضور د کلونو لپاره د یاغیتوب او فرقهيي تاوتریخوالي پر مهال هم دوام وکړ.
امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۱ کال کې له عراقه ووتل، خو په ۲۰۱۴ کال کې بېرته ستانه شول چې د "اسلامي دولت" نومې (داعش) پر وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي.
دا وروستی وتل په داسې وخت کې کېږي چې له ایران سره روانو ترینګلتیاوو یو ځل بیا په عراق کې امریکايي پرسونل د بریدونو په لومړۍ کرښه کې راوستی دی.
خو کارپوهان وايي، چې د امریکايي سرتېرو له وتلو سره به د متحده ایالاتو نفوذ په بشپړه توګه له منځه ولاړ نه شي.
اوس څه روان دي او ولې؟
په رسمي ډول، د امریکايي ځواکونو وتل د ۲۰۲۴ کال له هغه تړون سره سم ترسره کېږي چې د واشنګټن او بغداد ترمنځ لاسلیک شوی و.
د دغه تړون له مخې، د "عزم" عملیات چې د امریکا په مشرۍ د داعش (په امریکا کې ورته ISIS هم ویل کېږي) پر ضد د ټلوالې ماموریت و، پای ته رسېږي.
د عراق د جګړې په اوج، یعنې په ۲۰۰۷ کال کې، په عراق کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۱۷۰،۰۰۰ ډېر و.
د ۲۰۲۳ کال تر ډسمبر پورې، یعنې مخکې له دې چې د وتلو تړون وشي، دغه شمېر شاوخوا ۲۴۰۰ ته راکم شوی و، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، له هغه وخت راهیسې، امریکايي ځواکونو په عراق کې خپل حضور نور هم کم کړی او د رسنیو د راپورونو له مخې، اوس یوازې یوه کوچنۍ ډله د کردستان په سیمه کې پاتې ده.
د واشنګټن د اتلانتیک شورا د عراق د نوښت د پروګرام غیرمقیم لوړپوړي څېړونکي صفوان الامین وايي:
"دا وتل د عراق تېر حکومت منلی وو، ځکه په عراق کې د داعش د ماتولو ماموریت خپل هدف ترلاسه کړی دی."
دا اقدام په عراق کې له اوږدې مودې راهیسې موجود سیاسي فشار هم څرګندوي.
ډګلاس سیلیمن، چې له ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۹ کال پورې په عراق کې د امریکا سفیر و، وايي، پرلهپسې عراقي حکومتونه د امریکايي پوځي حضور د پای ته رسولو له غوښتنو سره مخامخ شوي؛ ځکه ډېری خلک دا حضور د عراق په ملي حاکمیت کې لاسوهنه بولي.
سیلیمن، چې اوس په واشنګټن کې د عرب خلیجي دولتونو د انسټیټیوټ مشر دی، بيبيسي ته وویل:
"یو شمېر عراقي حکومتونو، د ایران پلوه ډلو او د شیعه ټولنې د ځینو برخو تر فشار لاندې، پر دې ټینګار کړی چې دغه ځواکونه باید له هېواده ووځي."
امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۱ کال کې، د ولسمشر بارک اوباما پر مهال، له عراق څخه ووتل؛ خو درې کاله وروسته، کله چې داعش د عراق پراخې سیمې ونیولې، د بغداد په غوښتنه بېرته عراق ته ستانه شول.
له هغه وخت راهیسې، د امریکايي ځواکونو رول له مستقیمو جنګي عملیاتو د روزنې، مشورې ورکولو او د استخباراتي معلوماتو شریکولو پر لور بدل شوی دی.
په عراق کې د امریکا میراث څه دی؟
خو شنونکي استدلال کوي چې د روانې میاشتې د امریکايي ځواکونو د وتلو وخت تر ډېره د امنیتي اندېښنو له امله ټاکل شوی، نه دا چې یوازې د داعش پر ضد د ماموریت رسمي پای ته رسېدو له امله وي.
د بریتانیا د RUSI په نوم د څېړنیز مرکز لوړپوړی همکار، ایچ. اې. هېلیر وايي:
"دا موضوع د خطر په اړه ده، نه د داعش په اړه؛ هغه دلیل کلونه مخکې خپل اعتبار له لاسه ورکړی و."
هېلیر په شمالي عراق کې پر امریکايي تاسیساتو وروستیو بریدونو ته اشاره کوي چې د ایران اړوند سیمهییزو ترینګلتیاوو په ترڅ کې ترسره شوي دي.
د هغه په وینا، واشنګټن په زیاتېدونکي ډول دې پایلې ته رسېدلی و چې پاتې امریکايي پرسونل د احتمالي بریدونو زیانمن هدفونه دي.
الامین هم له دې نظر سره موافق دی او وايي، امریکايي او عراقي چارواکو مخکې تر دې هم بحث کړی و چې د ټلوالې ماموریت له پای ته رسېدو وروسته دې یوه کوچنۍ امریکايي ډله په عراق کې پاتې شي.
هغه وايي: "د سرتېرو د کم شمېر او د ځواک د کارولو د محدود ظرفیت له امله، د ایران جګړې وښودله چې د هغوی حضور تر ګټې ډېر د زیانګالۍ سرچینه ګرځېدلې."
له یرغل تر دوو لسیزو ډېر وخت وروسته، په عراق کې د امریکا د پوځي میراث په اړه ارزونې لا هم په څرګند ډول سره وېشل شوې دي.
الامین دغه میراث "ګډه پایله" بولي.
هغه وايي: "د امریکا یرغل خپل هدفونه ترلاسه نه کړل او د نظام بدلون هم د یوه باثباته او سوکاله هېواد په اړه د عراقیانو هیلې پوره نه کړې."
د هغه په وینا، دغه یرغل سیمه بېثباته کړه او ایران ته یې د خپل نفوذ د پراخولو زمینه برابره کړه.
سیلیمن هم مني چې د نظام د بدلون بهیر له ستونزو ډک و، خو وايي چې د کلونو په اوږدو کې ډېرو عراقیانو ورته ویلي چې د صدام حسین له لرې کېدو وروسته رامنځته شوی سیاسي بدلون ورته ارزښت لري.
د هغه په اند، دا نظر چې "عراق باید د استازیتوب پر بنسټ دیموکراسۍ له لارې اداره شي" په هېواد کې ریښې غځولې دي؛ که څه هم هغه وايي، په داسې ټولنه کې چې پخوا یې دیموکراسي په رښتینې توګه نه وه تجربه کړې، د دیموکراتیکو دودونو ټینګول وخت غواړي.
یروان سعید، چې په واشنګټن کې د امریکن پوهنتون د "نړیوال کرد نوښت د سولې" مشر دی، هم مثبت نظر لري. هغه وايي: "د پخواني نظام لرې کول واقعاً یوه ستره موضوع وه."
د هغه په وینا، منتقدین ډېری وخت هغه ظلمونه له پامه غورځوي چې د دغه نظام په پای ته رسېدو سره ختم شول.
سره له دې چې فساد لا هم دوام لري، هغه باور لري چې عراق اوس د ۲۰۰۳ کال پرتله ډېره سیاسي ازادي لري، په ځانګړې توګه د عراق کردستان ته اشاره کوي.
خو هېلیر د عراق د میراث د ارزونې لپاره د دیموکراسۍ موضوع اصلي معیار نه ګڼي.
هغه وايي: "خلک باید دا پوښتنه بس کړي چې 'ایا امریکا دیموکراسي جوړه کړه؟' نه، او دا موضوع نوره روښانه شوې ده."
د هغه په نظر، تر ټولو مهم میراث یې سیمهییز اړخ لري: ''د صدام نسکورول بالاخره د دې لامل شول چې د ایران شبکې د عراق په دولت کې دننه ژورې ریښې وغځوي او هغه توازن له منځه یوسي چې واشنګټن له منځه وړی و."
خو ټول څلور کارپوهان په دې موافق دي چې عراق لا هم له هغې باثباته دیموکراسۍ څخه ډېر لرې دی چې په ۲۰۰۳ کال کې امریکايي سیاستوالو یې تصور کړی و.
د دوی په وینا، فساد پراخ دی او وسلهوالې ډلې لا هم د رسمي دولت ترڅنګ د پام وړ ځواک لري. په ځانګړې توګه د عراق د خلکو د بسیج ځواک (PMF) دننه سختدریځه ډلې مهم رول لري. PMF د ډېرو شیعه وسلهوالو ډلو یوه شبکه ده چې د عراق
نور به څه کېږي؟
الامین باور نه لري چې د امریکايي ځواکونو وتل به په عراق کې د امریکا د نفوذ د پای په معنی وي.
هغه وايي: 'امریکا لا هم د پام وړ نفوذ لري، ځکه عراق د نفتو د خرڅلاو لپاره پر امریکايي ډالرونو تکیه کوي. عراق لا هم د وسلو د پېرلو لپاره پر امریکا متکي دی او د خپلو سیمهییزو ګاونډیانو له ننګونو سره د مقابلې لپاره د امریکا ډیپلوماتیک ملاتړ ته اړتیا لري.'
سعید وايي، د دغه نفوذ یوه برخه په عراق کې د واشنګټن له ډیپلوماتیک حضور سره تړاو لري. هغه وايي: ''تاسو په بغداد کې د نړۍ تر ټولو لوی امریکايي سفارت لرئ. په اربیل کې هم د نړۍ تر ټولو لوی امریکايي کونسلګري لرئ.''
سیلیمان تمه لري چې هغه څه چې دی یې ''ډېر ژور پوځي اړیکه'' بولي، دوام ومومي.
په دې کې د عراق د پوځ، د ترهګرۍ ضد خدمتونو او د پیشمرګه ځواکونو لپاره د روزنې او پلان جوړونې دوامدار ملاتړ شامل دی.
پیشمرګه د عراق د نیمهخپلواکې کردستان سیمې وسلهوال ځواکونه دي.
خو تر ټولو لویه نامعلومه موضوع د عراق هغه وسلهوالې ډلې دي چې د ایران ملاتړ ورسره دی.
د عراق لومړي وزیر علي الزیدي په پیل کې غوښتل چې دغه ډله د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې په بشپړ ډول د دولت تر واک لاندې راشي، خو د راپورونو له مخې، وسلهوالې ډلې غواړي دغه مهلت د ۲۰۲۷ کال تر پایه وغځول شي.
کارپوهان په دې اړه هم اختلاف لري چې حتی د دغه مهالوېش عملي کېدل څومره واقعي دي.
سعید وايي: ''دا به ونه شي.'' هغه د دې دلیل لپاره د وسلهوالو ډلو په سیاسي او مالي نظام کې ژورې ریښې، په پارلمان کې د هغوی حضور او له تهران سره اړیکو ته اشاره کوي.
خو سیلیمان په دې کې یو احتمالي مثبت اړخ ویني.
د هغه په اند، که امریکايي سرتېري نور د وسلهوالو ډلو لپاره د سیاسي بسیج او مخالفت یوه وسیله نه وي، ښايي دغه ډله یو مهم سیاسي دلیل له لاسه ورکړي او بغداد ته د هغو ډلو پر وړاندې چې مقاومت کوي، د فشار لپاره لا زیاته زمینه برابره شي.
خو هغه د یوه جدي خطر خبرداری هم ورکوي:
"ما له خپل سفیر کېدو مخکې او وروسته له یو شمېر عراقي لومړي وزیرانو سره خبرې کړې دي، او هغوی اندېښنه لري چې دا وضعیت ښايي په عراق کې د کورني تاوتریخوالي، یا حتی د کورنۍ جګړې، لامل شي."
سعید هم د داعش د بیا راټوکېدو له احتمال څخه اندېښمن دی او د ۲۰۱۱ کال له وتلو وروسته وضعیت ته اشاره کوي.
هغه یادونه کوي چې کله امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۱ کال کې ووتل، په بغداد کې د شیعهمحوره حکومت د سني مشرانو د نیولو او له سیاسي بهیره د هغوی د ایستلو هڅې پیل کړې. د سعید په وینا، دغه سخت دریځ چلن ډېر سني وګړي افراطیت ته وهڅول او د داعش د راټوکېدو لپاره یې زمینه برابره کړه.
اوس چې سني ټولنې یو ځل بیا د دې په اړه اندېښمنې دي چې له دوی سره به څنګه چلند کېږي، سعید خبرداری ورکوي چې د افراطیت خطر د پام وړ دی.
خو سیلیمان نسبتاً خوشبین دی. هغه استدلال کوي چې د عراق امنیتي ځواکونه د لسو کلونو مخکې په پرتله ډېر پیاوړي شوي او اوس د داسې احتمالي ګواښ د مهارولو لپاره ښه چمتووالی لري.
د ۲۰۰۳ کال د عراق تر یرغل وروسته، په بغداد کې امریکايي سرتېري د صدام حسین یوه لویه مجسمه راپرځوي. د امریکا بیرغ د مجسمې پر سر اچول شوی او د هغې مخ یې پوښلی دی.
په سیمهییزه کچه، کارپوهان وايي چې د امریکايي ځواکونو وتل په عراق کې د امریکا او ایران ترمنځ د ځواک د توازن په اړه نوې پوښتنې هم راپورته کوي.
الامین تمه لري چې ایران به، که یې توان درلود، "خپل نفوذ لا پیاوړی کړي" او خبرداری ورکوي چې د امریکايي ځواکونو اوسنی وتل باید حتمي او دایمي پای ونه ګڼل شي.
هغه وايي: "امریکايي ځواکونه یو ځل مخکې هم په ۲۰۱۱ کال کې له عراق څخه ووتل، خو څو کاله وروسته بېرته دغه هېواد ته راوګرځېدل."
د هغه په وینا: "دا د کیسې د یوه فصل پای دی، نه د وروستي فصل تړل."
د رئیس حسین انځورګري.