تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نجیب الله له وژل کېدو دېرش کاله وروسته؛ فتانه نجیب د خپل ژوند کیسه کوي
- Author, نجیبه لېمه
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۱۳ دقیقې
د ډاکټر نجیب الله له وژل کېدو دېرش کاله وروسته، د هغه مېرمن اغلې فتانه نجیب د خپل ژوند، مینې، وروستۍ مخه ښې، د مېړه د مرګ د خبر، په جلا وطنۍ کې د درېیو لوڼو د لویولو او د خپل علمي ژوند د بیا جوړولو کیسه کوي.
د ۱۳۷۵ کال د تلې په ۵مه، د ۱۹۹۶ کال د سپتمبر پر ۲۷مه، طالبان کابل ته ننوتل. په همدې ورځ وسلهوال د ملګرو ملتونو هغې ودانۍ ته ورغلل چې د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله له ۱۳۷۱ کال راهیسې پکې پناه اخیستې وه.
د ملګرو ملتونو د هغه وخت د راپور له مخې، هغوی لومړی نجیب الله په زور له ودانۍ وایست او لږ وروسته یې د هغه ورور شاهپور احمدزی هم له هغه ځایه بوت.
د دواړو جسدونه وروسته د کابل په اریانا څلورلاره کې ځوړند وموندل شول.
د ډاکټر نجیب الله په اړه د افغانانو نظرونه سره بېل دي.
ځینې افغانان پر هغه تور لګوي چې د ببرک کارمل د ولسمشرۍ پر مهال، د هغه وخت د استخباراتي ادارې خاد د مشر په توګه، د ګڼو افغانانو په نیولو، شکنجه کولو او وژلو کې یې مسوولیت درلود.
خو یو شمېر نور افغانان بیا هغه ملي اتل ګڼي او د ملي روغې جوړې او په هېواد کې د سولې لپاره یې د هڅو ستاینه کوي.
موږ له اغلې فتانې نجیب سره د ډاکټر نجیب الله د سیاسي او تاریخي میراث د سپیناوي لپاره خبرې نه دي کړې.
له هغې سره مو د جګړې د یوې کونډې په توګه د هغې د خپل ژوند، له مېړه سره د وروستیو شېبو او له هغه وروسته د خپلو درېیو لوڼو د لویولو په اړه خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د نژدې نیمې پېړۍ جګړو او تاوتریخوالي په ترڅ کې، ډېرې ښځې د خپلو مېړونو له لاسه ورکولو وروسته له ګډوډ شوي ژوند او د اولادونو د لویولو له درانه مسوولیت سره مخامخې شوې دي.
د فتانې نجیب کیسه، له خپلو ټولو شخصي ځانګړنو سره، د همدې پراخې تجربې یوه برخه هم ده؛ د هغو ښځو تجربه چې له یوې سترې ضایعې وروسته یې خپل ژوند او د خپلې کورنۍ راتلونکی له سره جوړ کړی دی.
''اړین کالي دې راټول کړه او اولادونو ته دې لاړه شه.''
اغلې فتانه نجیب وایي، دا هغه خبره وه چې مېړه یې، د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله، یوه ورځ کور ته په راتلو ورته وکړه.
شاوخوا درې نیمې بجې وې.
لوڼې یې د ژمي د رخصتیو پر مهال هند ته د فتانې نجیب د خور کور ته تللې وې او مور یې هم، چې د زړه ناروغي یې لرله، د درملنې لپاره هند ته تللې وه.
هغې په لومړي سر کې فکر نه کاوه چې مېړه یې په رښتیا غواړي هغه هم کابل پرېږدي.
خو ډاکټر نجیب الله ورته وویل: ''لومړی له تا غواړم چې هغه څه چې درته وایم یې له پوښتنې پرته ومنې. دویم، غواړم چې ونه ژاړې، ځکه پوهېږې چې زه ډېر نارامه کېږم.''
دا د دوی وروستۍ مخامخ لیدنه وه.
درې لسیزې وروسته، اغلې فتانه نجیب د بي بي سي د 'د زړه خواله' په پروګرام کې د خپل ژوند همدې او نورو شېبو ته ور وګرځېده.
خو د فتانې نجیب کیسه یوازې د هغې ورځې کیسه نه ده.
دا د یوې نجلۍ کیسه هم ده چې په نهرین کې زېږېدلې، په کابل کې لویه شوې، په ساینس کې یې ځان کمزوری باله خو له ادبیاتو سره یې مینه لرله، د یوې ځوانې ښځې کیسه ده چې هغه هلک یې لومړی د خپلې خور د ښوونکي په توګه وپېژاند چې وروسته یې د ژوند ملګری شو، او د یوې مور کیسه ده چې د مېړه تر مرګ وروسته یې له درېیو لوڼو سره خپل ژوند له سره جوړ کړ.
له نهرینه تر کابله
اغلې فتانه نجیب د بغلان ولایت په نهرین کې د میر غلام جیلاني او حمیرا په کورنۍ کې زېږېدلې ده.
هغه د درېیو خویندو تر ټولو کشره وه.
دواړه مشرانې خویندې یې اوس له نړۍ تللې دي.
هغه خپل د ماشومتوب کور ''صمیمي او له مینې ډک'' یادوي.
پلار یې په شمال کې دولتي دنده لرله.
مور یې، حمیرا، یوازې د کور مېرمن نه وه؛ کار یې کاوه، د نسوانو په مؤسسه او اریانا کې یې دندې درلودې او د اولادونو د روزنې ترڅنګ یې د کور د باندې هم مسوولیتونه پر غاړه اخیستي وو.
کله چې د فتانې نجیب مشرې خویندې د زدکړو عمر ته ورسېدې، مور یې پرېکړه وکړه چې کورنۍ کابل ته لاړه شي.
فتانه لا د ښوونځي عمر ته نه وه رسېدلې، خو مور به یې له ځان سره ملالۍ لېسې ته بیوله.
د ملالۍ لېسې هغه مهال مدیرې صالحه اعتمادي، چې د فتانې له مور سره یې پېژندګلوي لرله، اجازه ورکړه چې کوچنۍ فتانه په لومړي ټولګي کې د اورېدونکې په توګه کښېني.
هغه په خندا خپل ماشومتوب داسې یادوي: ''هم ډېره وړه وم او هم ډېره شوخه؛ هر وخت مې د ښوونکې خبرې نه اورېدې.''
تر شپږم ټولګي پورې یې په ملالۍ لېسه کې زدکړې وکړې.
د مشرې خور له مړینې وروسته، چې د راډیو افغانستان ویانده وه او د موټر په یوه پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړ، کورنۍ پرېکړه کوي چې له هغه کوره چې د مړې شوې لور یادونه ورسره تړلي وو، کډه وکړي.
فتانې له اووم تر دولسم ټولګي پورې د کابل د زرغونې په لېسې کې زدکړې وکړې.
هغه د خپل ښوونځي د دورې په اړه یوه خبره په ټوکو کوي:
''ستاسې په مرکو کې تل داسې لوستي او بااستعداده کسان راځي چې د خپل ټولګي لومړی یا دویم نمره وو. زه باید اعتراف وکړم چې نه لومړۍ نمره وم، نه دویمه او نه درېیمه! پنځمه، شپږمه یا اوومه به کامیابه کېدم.''
په ساینس کې یې د هغې په وینا، یوازې دومره نمرې اخیستې چې کامیابه شي، خو ادبیات، تاریخ، جغرافیه او دري ادبیات یې خوښېدل.
هغه ښوونکی چې وروسته یې د ژوند ملګری شو
د فتانې نجیب او ډاکټر نجیب الله د پېژندګلوۍ پیل هم د کورنۍ له سختې دورې سره تړلی و.
کله چې یې مشره خور مړه شوه، دویمه خور یې، چې له هغې سره ډېره نژدې وه، په ژور خپګان اخته شوه. هغه په دولسم ټولګي کې وه او د ازموینو وخت یې رارسېدلی و.
فتانه وایي، ارواښاد سلیمان لایق او ډاکټر اکرم عثمان یې کور ته راتلل، ځکه خور یې د هغوی تر لاس لاندې دنده درلوده.
مور یې د سلیمان لایق له مېرمنې وغوښتل چې که یو باوري کس پېژني، د لور په درسونو کې دې مرسته ورسره وکړي.
همداسې ډاکټر نجیب الله د فتانې د خور د ښوونکي په توګه د دوی کور ته راغی.
هغه به له لیلا سره په ساینس، کیمیا، الجبر او مثلثاتو کې مرسته کوله.
اغلې فتانه نجیب وایي: ''خپله هم ډېر ځوان و، خو رښتیا هم ډېر ارام، دروند، مؤدب او بااحترام و.''
کله ناکله به فتانې هم ترې د ساینس پوښتنې کولې او د هغې په خبره، نجیب الله به په ورین تندي ځوابونه ورکول.
کلونه تېر شول.
هغه وایي، بیا یې د یوه وخت لپاره ونه لید او وروسته یې کورنۍ له قلعه فتح الله څخه مکروریانو ته کډه شوه.
د نجیب الله د ګوند دفتر د دوی اپارتمان ته نږدې و.
د فتانې مور او پلار ورسره مینه لرله او کله ناکله به یې کور ته د مېلمه په توګه باله.
فتانه وایي، په مظاهرو کې به یې هم د هغه خبرې اورېدې.
''د هغه خبرې مې خوښېدې. ورو ورو د احترام احساس په مینې واوښت، او برخلیک مو دا و چې واده مو وکړ.''
فتانه نجیب لا ډېره ځوانه وه.
هغه وایي: ''۱۷ کلنه او درې میاشتې وم چې له ډاکټر صاحب سره کوژده شوم. یو کال وروسته مو واده وکړ.''
په کور کې یو بل نجیب
اغلې فتانه نجیب وایي، چا چې ډاکټر نجیب الله یوازې له سیاسي او رسمي ژونده پېژانده، ښایي هغه یې یو سخت او جدي انسان ګڼلی وای.
''خو په کور کې صمیمي، او مهربان انسان و.''
هغه وایي، نجیب الله له خپلو درېیو لوڼو سره ځانګړې مینه درلوده.
''په ما هم زما درې واړه لوڼې ډېرې ګرانې دي، خو باید اعتراف وکړم چې ډاکټر نجیب په خپل ژوند کې ان په لوړ غږ هم ورسره خبرې نه وې کړې. ډېر مهربان پلار و.''
''ته د ماشومانو مسووله یې!''
له کابله د وتلو ورځ د فتانې نجیب د ژوند له هغو خاطرو ده چې درې لسیزې وروسته یې هم په جزییاتو یادوي.
هغې له مېړه وپوښتل چې ولې باید لاړه شي.
ډاکټر نجیب الله ورته وویل چې دی، د هېواد او خپلو ملګرو پر وړاندې مسوولیت لري او تر هغه چې د افغانستان برخلیک روښانه شوی نه وي، دی نه شي کولای هېواد پرېږدي.
خو مېرمنې ته یې وویل:
''ته د دې هېواد یا ګوندي ملګرو په وړاندې زما غوندې مسوولیت نه لرې. ته د خپلو ماشومانو مسوولیت لرې. زه او ته حق نه لرو چې له دې معصومو بچو د مور او پلار نعمت واخلو.''
فتانه وایي، ژړل یې، چیغې یې وهلې او ویل یې: ''نه ځم.''
خو مېړه یې ټینګار وکړ.
''نه نه ته باید دا ومنې او لاړه شې. خو باور وکړه چې زه به دې بیا ووینم.''
هغه ورته د ملګرو ملتونو د شتون، د خپلو ملګرو او پوځ یادونه وکړه او هڅه یې کوله ډاډ ورکړي چې وضعیت به بدل شي.
سهار فتانې څو جوړې جامې او اړین شیان ټول کړل.
د وروستۍ مخه ښې پر مهال نجیب الله د هغې لاسونه او تندی ښکل کړل او ورته ویې ویل: ''بیا به سره ووینو.''
د کور د دروازې مخې ته د یاسمین او نورو ګلانو ترڅنګ یو ستر بوټی وو او یو کوچنی بوټی و.
فتانه وایي، مېړه یې هغه کوچني بوټي ته اشاره وکړه:
''دې بوټي ته وګوره. ورو ورو به لویېږي. کېدای شي تر هغو چې دا لویېږي، موږ هم بیا سره ووینو. مه خپه کېږه. له تا سره به په اړیکه کې یم. که امکان وي هره ورځ به دې احوال اخلم.''
بیا یې د موټر دروازه ورته پرانیسته.
فتانه کښېناسته، دروازه یې وتړله او موټر د کابل د هوايي ډګر پر لور وخوځېد.
''کله چې د کور له دروازې ووتم، رښتیا مې نور خپلې اوښکې تم نه شوای کړای.''
هغوی بیا هېڅکله مخامخ سره ونه لیدل.
د ټیلیفون هغه څو دقیقې
اغلې فتانه نجیب وایي، په لومړیو شاوخوا لسو ورځو کې یې له مېړه سره اړیکه لرله، خو وروسته تماسونه قطع شول.
نه ټیلیفون و، نه لیک ورته رسېده او نه چا د هغه خبر ور وړ.
یوازې دومره پوهېدل چې نجیب الله د ملګرو ملتونو په دفتر کې دی.
شاوخوا اته یا اته نیمې میاشتې وروسته یوه شپه ټیلیفون زنګ وواهه.
''کله چې مې غږ واورېد، باور مې نه کېده.''
هغې مور، لوڼې او د نجیب الله د ورور احمدزي مېرمن راوغوښتل: ''راشئ، ابا دی.''
نجیب الله ورته وویل چې ملګرو ملتونو سپوږمکۍ ټیلیفون راوړی او له اوږدې مودې وروسته هغوی ته هم د کورنیو سره د خبرو اجازه ورکړل شوې ده.
له هغې وروسته به، د فتانې په وینا، نژې هر پنځلس ورځې وروسته، کله چې د ملګرو ملتونو سپوږمکۍ ټیلیفون ورته برابر و، څو لنډې خبرې ورسره کولې.
''ماشومانو ویل، ابا مو خوشې کېږي''
فتانه وایي، د ډاکټر نجیب الله تر وژل کېدو شاوخوا شل ورځې مخکې یې یو ډول بېقراري احساسوله.
هغه ورځ چې پېښه وشوه، لوڼو یې ازموینې درلودې او درسونه یې لوستل.
فتانې د بي بي سي خبرونه په تلویزیون کې څارل.
هغې واورېدل چې ډاکټر نجیب الله د ملګرو ملتونو له ودانۍ بهر ایستل شوی، خو لا روښانه نه وه چې په ښه نېت که بد نیت.
''ما داسې احساس وکړ لکه له غوږونو مې چې لوګی پورته شي.''
خو لوڼو چی یې خبر واورېد خوشاله شوې.
دوی فکر کاوه پلار یې بالاخره خوشې کېږي.
د احمدزي (د ډاکټر نجیب الله ورور) مېرمن زهره هم خوشاله وه؛ د هغې کوچنی زوی تر هغه وخته خپل پلار نه و لیدلی.
خو فتانه وایي، د هغې احساس بل و.
زهرې ته یې وویل: ''کاشکې دا خوشالي زموږ په نصیب شي، خو زه فکر نه کوم چې خپل نجیب به بیا ووینم.''
وروسته وایي:
''او همداسې وشول. بیا مې نجیب ونه لید.''
هغه خبر چې لوڼو یې مور ته ورکړ
بل سهار د فتانې نجیب درې واړه لوڼې ښوونځي ته لاړې، د ازموینو ورځ وه.
فتانه وایي، حالت یې ډېر خراب و.
یو وخت یې فکر وکړ چې تورې جامې واغوندي، خو ځان ته یې وویل: ''نه، دا کار نه کوم.''
سرمهيي جامې یې واغوستې.
''زړه کې مې نه راګرځېده چې د ماتم تورې جامې واغوندم. ویل مې انشاءالله داسې به نه وي.''
شاوخوا لس نیمې بجې وې چې لوڼې یې کور ته راستنې شوې.
فتانه وایي، د هغوی د مخونو رنګ الوتی و او سختې اندېښمنې ښکارېدې.
مشره لور، هیله ور وړاندې شوه.
''ادې، وبخښه چې دا درته وایم. ابا او کاکا مې نور ژوندي نه دي. یو پوړنی پر سر کړه او روح ته یې دعا وکړه.''
فتانه وایي: ''دا په رښتیا زما د ژوند تر ټولو سختې شېبې وې او هېڅکله به یې هېرې نه کړم.''
خو په هماغه وخت کې، وایي، لوڼې یې د هغې د ملاتړ لپاره ستنې شوې.
''د دې پر ځای چې زه له هغوی سره مرسته وکړم او زه هغوی ارامې کړم، هغوی له ما سره مرسته وکړه. ډېره مرسته یې وکړه. او زه د درې واړو منندویه یم.''
له غم وروسته بېرته زدکړو ته
د مېړه له مرګ وروسته، اغلې فتانې نجیب د خپلو دریو لوڼو د لویولو ترڅنګ خپلو زدکړو ته هم دوام ورکړ.
نن هغه د دري ادبیاتو دوکتورا لري او په هند کې د جواهر لعل نهرو پوهنتون استاده ده.
هغې وویل، تل یې د زدکړو تر شا د مېړه هڅونه وه.
''مېړه مې تل زما محرک و. ویل به یې، هیله لرم چې تا د زدکړو په تر ټولو لوړه درجه کې ووینم.''
اغلی فتانه نجیب وایی: ''تر یوې مودې وروسته مور او لوڼو هم وهڅولم.''
راته ویل به یې چې شعرونه ښه لیکې او باید خپلو زدکړو ته تر دوکتورا پورې دوام ورکړي؛ هم به بوخته شې او هم به یو لوړ علمي سند ترلاسه کړې.
''او ما دا کار وکړ. له نېکه مرغه مې دوکتورا واخیسته.''
د دوکتورا د سند د اخیستو ورځ یې مور ته د ډېرې خوښۍ ورځ وه.
خو فتانه وایي، په زړه کې یې یوې تشې ځای درلود:
''ویل مې، کاشکې مې مېړه ژوندی وای او لیدلي یې وای چې ما دوکتورا واخیسته. هغه به څومره خوشاله شوی وای.''
د هغې د دوکتورا موضوع د افغانستان معاصر شاعران وو او د خپلې څېړنې لپاره یې سلیمان لایق غوره کړی و.
هغه ټینګار کوي چې څېړنه یې د هغه د سیاسي ژوند په اړه نه وه، بلکې د ادبي کار په اړه یې وه.
اغلې فتانه نجیب وایي: ''زما په اند، د معاصرو شاعرانو په منځ کې ښاغلی سلیمان لایق د پښتو او فارسي ډېر ښه شاعر دی.''
'تبسم'؛ هغه شعر چې نجیب الله یې خپه کړ
اغلې فتانه نجیب خپله هم شعر لیکي.
هغې وویل، یو ځل یې مېړه ته له غمه ډک شعر استولی و او نجیب الله په لیک کې ورته ویلي وو چې هیله ترې کوي بیا داسې د ناهیلۍ شعر ونه لیکي.
د 'تبسم' دا شعر یې د ۱۹۹۶ کال د جولای پر اوومه، په نوي ډیلي کې لیکلی وو.
ډاکټر نجیب الله د هماغه کال د سپتمبر پر ۲۷ ووژل شو.
فتانې د 'د زړه خواله' په مرکه کې د شعر څو کرښې ولوستې:
دیگر بر روی لبانم تبسمی ننشیند
دیگر درون قلبم سرود شادی نپاید
دیگر خیال خوشی تو بر روی چهره نیفتد
دیگر گرمی اشکی بر روی چهره نریزد
دیگر بهار تمام شد
دیگر امید و نویدی، دیگر نشاط و سرودی
دیگر وصال رسیدن تمام شد، تمام شد.
فتانې له شعر وروسته وویل:
''او په رښتیا هم هر څه ختم شول.''
د نجیب الله په اړه بېلابېل نظرونه
د ډاکټر نجیب الله د سیاسي کارنامې په اړه د افغانانو نظرونه یو شان نه دي.
ځینې هغه اتل بولي او ان په کابل کې یې انځورونه په موټرو کې لګوي؛ د نورو لپاره بیا د هغه د واکمنۍ یاد د خپلو عزیزانو له لاسه ورکولو، جګړې او کړاوونو سره تړلی دی.
د همدې بېلابېلو قضاوتونو په اړه فتانه نجیب خپله یوه شخصي تجربه یادوي.
هغې وویل، داسې کسان هم وو چې د نجیب الله د ژوند پر مهال یې له هغه سره هېڅ مینه او سیاسي همغږي نه لرله، خو د هغه تر شهادت وروسته یې له کورنۍ سره داسې چلند وکړ چې هغې ته حیرانوونکی و.
''کله به مې له ځانه پوښتنه کوله: که زما د مېړه د شخصیت په اړه په دومره اخلاص خبرې کوئ، نو ولې مو ورسره مخالفت کاوه؟''
دا د فتانه نجیب شخصي تجربه ده؛ د نجیب الله د واکمنۍ او سیاسي میراث په اړه په افغانستان کې نظرونه لا هم متفاوت دي.
هغه کتاب چې لا بشپړ شوی نه دی
اغلې فتانه نجیب اوس غواړي د خپل ژوند کیسه په کتاب کې ولیکي.
''مصروفه یم چې د خپل ژوند برخلیک چې له لوړو ژورو ډک دی، په یوه کتاب بدل کړم.''
د هغې په خبره، دا به 'د ژوند حقیقي خاطرات' وي؛ د خوښۍ او غم، لوړو ژورو، جلاوطنۍ او په افغانستان کې د ژوند کیسه.
خو لیکل ورته اسان نه دي.
''هر ځل چې پیل وکړم او لس، شل مخونه ولیکم، ناڅاپه ژور خپګان راباندې راشي او پرې یې ږدم. یوه موده وروسته یې بیا پیل کړم.''
هغه وایي، تل له خدایه غواړي چې د کتاب د بشپړولو توان ورکړي.
نه پوهېږي څومره وخت ورته پاتې دی، خو لوڼو یې هم ترې غوښتي چې دا خاطرات ولیکي.
''دا زما د اولادونو لپاره یو میراث دی، چې د خپل ژوند او د دوی د پلار د ژوند په اړه ورته یو کتاب ولیکم.''
د پروګرام په پای کې فتانې نجیب وویل، خوښه ده چې د خپل ژوند د کیسې د ویلو فرصت ورته برابر شوی:
''خوشاله شوم چې فرصت مو راکړ، چې خپل درد او د ژوند برخلیک تر دې دمه درته ووایم او زړه تش کړم.''
کېدای شی، هماغه کتاب به د هغې د ژوند د هغو برخو دوام وي چې د 'زړه خواله' په یوه پروګرام کې نه ځاییږي.