کونړ او پکتیکا کې هوايي بریدونه؛ د طالبانو حکومت وايي کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د پاکستاني پوځ له خوا یې "د افغانستان د هوايي حریم د نقض" او په کونړ او پکتیکا ولایتو کې پر "ملکي سیمو او تأسیساتو د هوايي بریدونو په اړه" احتجاج لیک ورسپارلی دی.

له دغه وزارته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي،‌ چې "اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بولي او په کلکو ټکو یې غندي."

په دې اعلامیه کې همدا راز یو ځل بیا د اسلام اباد دا ادعا په "کلکه" رد شوې چې ګواکې په پاکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې له افغانستان سرچینه اخلي.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت "د دا ډول بې‌بنسټه ادعاوو مطرح کول او د هغو پر بنسټ د پوځي اقداماتو توجیه کول، د واقعیتونو د تحریف او د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه" بللې ده.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې "پاکستان باید د خپلو امنیتي او سیاسي ستونزو حل لپاره د نورو هېوادونو پر ملامتولو او د خپلو داخلي ستونزو د بهرني اړخ سره د تړلو پر ځای، د خپلو مسؤلیتونو او واقعي لاملونو پر موندلو او حل تمرکز وکړي."

دا په داسې حال کې ده، چې ورمخکې د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت ویلي وو، چې د دغه هېواد هوايي ځواکونو "د کره استخباراتي معلوماتو" پر بنسټ له ''افغانستان سره سرحدي سیمه کې'' د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) او دوی پورې د اړوندو وسله‌والو پر درېیو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

دغه وزارت پر خپله اېکس پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې، چې په دغو "دقیقو" بریدونو کې ''د ځانمرګو بریدګرو د روزنې یوه مرکز هم په نښه شوی او د یو شمېر ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۲۸ ترهګر پکې وژل شوي دي. ''

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ پر شپه دغو شویو بریدونو ملکي خلکو ته مرګژوبله اړولې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم تایید کړې چې د افغانستان په کونړ ولایت کې ظاهرآ د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د یوناما په وینا، په وژل شویو کسانو کې یو سړی، یوه ښځه او یوه نجلۍ شامل دي، او دا چې د پېښې د جزییاتو ارزونه روانه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت پر خپله اېکس پاڼه خپاره کړي پیغام کې ویلي، په ۲۰۲۶ کال کې یې تر دې دمه د پولې له بلې غاړې په افغانستان کې د وسله وال تاوتریخوالي پایله کې د څه باندې ۱۱۰۰ ملکي وګړو د مرګژوبلې پېښې ثبت کړې دي.

د یوناما په پیغام کې ویل شوي: "موږ یو ځل بیا پر دې ټینګار کوو چې د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی باید وشي، چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې مخه ونیول شي."

هممهاله د بشري حقونو نړیوال بنسټ (ای‌اېچ‌ار‌اېف) هم په افغانستان کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي مرګژوبلې د رپوټونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه بنسټ پر اېکس یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، "د ترهګرۍ ضد مبارزې مسوولیتونه د ملکي وګړو د ساتنې بنسټیزه اړتیا نه راکموي. په دې اړه ادعا چې څوک په نښه شوي او د ملکيانو د مړینې او ټپي کېدو راپورونه، باید په باوري، شفاف او خپلواکه توګه وڅېړل شي."

د بشري حقونو نړیوال بنسټ همدا راز ټینګار کړی، چې "له افغان ملکي وګړو سره باید هېڅکله د جګړې د جانبي زیان د وسیلې په توګه چلند ونه شي."

ای ایچ ار ایف د نړیوالو قوانینو درناوي، د ملکي وګړو د ژوند ساتنې، د هر ډول سرغړونو لپاره د حساب ورکولو، او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ د ژر راکمېدو غوښتنه کوي.

امنیت د ملکي وګړو پر درد او کړاو نه شي جوړېدای.''

پاکستان: ترهګر مو وژلي؛ کابل وايي ملکي خلک هدف ګرځېدلي

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت خپله دا ادعا هم تکرار کړې، چې ګوندې پاکستان ته متوجه ګواښ له افغانستانه سرچینه اخلي.

په اعلامیه کې ویل شوي: ''پاکستان تل په سیمه کې د سولې او ثبات د ساتنې لپاره هڅې کړې دي. خو د خپلو وګړو خوندیتوب او امنیت زموږ لومړیتوب دی.''

دغه وزارت لیکلي: "په دې لړ کې زموږ عملیاتو په دقیق ډول د ترهګرو مرکزونه په نښه کړل. خورا ډېر احتیاطي تدابیر ونیول شول او ډاډ ترلاسه شو چې هېڅ ډول جانبي زیان [ملکي مرګژوبله] وانه وړي."

دا په داسې حال کې ده، چې ورمخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو وویل، د پاکستان هوايي ځواکونو د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو بمبارۍ کړې، چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي.

د طالبانو حکومت چارواکو مخکې ویلي و، دغه بمبارۍ نن دوشنبه (سپتمبر ۲۱مه) له ځايي وخت سره سم ګهیځ وختي، درې نیمې بجې د کونړ نورګل ولسوالۍ او د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر مېشت ځایونو شوې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس پاڼه یوه پیغام کې د دې برید غندنې ترڅنګ لیکلي، چې د دې بمبارۍ له کبله په کونړ کې د یوې مېرمن په ګډون درې کسان وژل شوي، چې د نوموړي په وینا ټول ملکي خلک دي.

مجاهد دغه راز وايي، د برید له کبله دوه مېرمنې او دوه نارینه ټپیان شوي دي، چې په خبره یې ټول ''عام ځايي اوسېدونکي'' دي.

مجاهد زیاتوي، په پکتیکا کې پر یوه کور او دوکان بمباري شوې، چې د ده په وینا ځاني تلفات نه لري. د طالبانو حکومت د ویاند په اېکس پیغام کې ویل شوي:

''موږ دا تجاوز او ظلم غندو او د جنایتونو تکرار یې بولو. پاکستانۍ نظامي کړۍ په خپل هېواد کې د امنیتي ناکامیو څخه د پام اړولو په منظور یوځل بیا په داسې جنایت لاس پورې کړ، چې افغانان به یې مناسب ځواب ورکړي ان شاءالله تعالی.''

په کونړ کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي، دغه بمبارۍ له ځايي وخت سره سم ګهیځ وختي په پټن کلي کې د ملکي وګړي نور احمد پر کور شوې ده، چې له کبله یې مرګژوبله اوښتې ده.

په هغو ویډیويي کلیپونو کې چې د سیمې ځینو اوسېدونکو بي بي سي ته استولي، ځايي خلک لیدل کېږي، چې په ظاهره د بمبار شوي کور په کنډوالو کې ګرځي.

پاکستان له لوري تر اوسه په رسمي توګه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

غبرګونونه

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي پر کونړ او پکتیکا د پاکستان دغه بریدونه غندلي دي. نوموړي په اېکس یوه پیغام کې ویلي، دغه بریدونه په کلکه غندي او ''دا تېری د افغانستان د حاکمیت نقض ګڼي. ددې برید د شهیدانو کورنیو سره غمشریکي څرګندوي او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړي.''

دغه پېښې د دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچ له پیل وروسته له نژدې درې میاشتو نسبي ارامي وروسته رامنځته شوې دي.

پاکستان تر دې مخکې هم د کابل، پکتیکا، کندهار او ننګرهار په ګډون د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې خونړي هوايي بریدونه کړي او د طالبانو حکومت هم وخت ناوخت د کوچنیو چاودېدونکو ډرونونو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او مرکزونو په بریدونو سره ځواب ورکړی.

پاکستان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت هغو وسله‌والو ته خپله خاوره کې ځای ورکړی چې پاکستان کې بریدونو کوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

په دې موده کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سعودي، قطر، ترکیې او چین په منځګړيتوب له سوله ییزو لارو د اختلافاتو د حل هڅه هم شوې خو لا یې کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.