تنکۍ ځوانۍ کې څنګه خپل پوستکی روغ وساتو؟

    • Author, كاميلا هوروكس
    • دنده, د بي بي سي روغتیايي څېړنو څانګه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

خواله رسنیو کې یو شمېر خلک تنکي ځوانان د "روغ پوستکي" د لټون او د "روڼ پوستکي" درلودو لپاره پېچلو لارو کارولو ته هڅوي.

هلته چې ډېر خلک د متخصصینو د مشورو پر ځای د "موږ وګورئ" په هڅوونکو ویډیوګانو کې د اغېزناکو کسانو سلا مشورو ته لومړیتوب ورکوي. خو ایا تنکي ځوانان ریښتیا هم د پوستکي څو پړاويزې پاملرنې لارو چارو ته اړتیا لري؟ د پوستکي د ناروغیو د مشوره ورکوونکي ډاکټر جنتن کینټلي په اند، د خواله رسنیو د اغېز په اړه تر ټولو د اندېښنې وړ خبره "له واقعيت لرې ښکلا، د معیارونو پرلپسې انځورونه" دي. هغه وویل: "ما زرګونو ناروغان لیدلي دي او تر اوسه مې هیڅکله داسې څوک نه دی موندلی چې روڼ پوستکی' ولري. زه نه انګېرم چې داسې څه دې وموندل شي، دا یوازې ډېر فلټر شوي انځورونه دي چې ماشومان دې باور ته رسوي چې دا د لاسته راوړلو وړ یو شی دی. ریښتیا دا دي چې داسې نه ده."

ډاکټر کینټلي وایي چې ښکاره سوریو (مسامونو)، تور سرې، دانې، رنګ بدلون، سوروالی او ټپونه د تنکیو ځوانانو په پوستکي کې ډېره عادي خبره ده. خو هغه زیاتوي، څه چې عادي ګڼل کېږي یوه انسان تر بله توپیر لري: "زه نه انګېرم چې کوم بل داسې شی وي چې په ریښتیا سره نا عادي وي." د هغو کسانو له شمېرې چې عمرونه یې د ۱۳ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي، له ۸۰ سلنې ډېر یې د ځوانۍ په کلونو کې د مخ دانو سره مخامخېږي.

د پوستکي د ناروغیو سلا ورکوونکې ډاکټره زینب الفتاح وايي، ډیرې هغه ستونزې چې یو څوک د بلوغ په پړاو کې ورسره مخ کېږي، د ټسټوستیرون هورمون سره تړاو لري، څه چې د غوړیو د زیات تولید او د مخ د دانو د راتګ لامل کېږي.

هلکان ښايي په پراخه کچه له دې ستونزو سره مخ شي، خو نجلۍ هم د ټسټوستیرون هورمون لري، او له همدې امله د هغو پر پوستکي هم ډېرې ورته نښې څرګندېږي.

د ډاکټرې الفتاح په وینا: "دا، د ویښتو د رګونو د بندېدو او التهاب تر څنګ، د تور سرې، سپین سرې او التهابي دانو (ګونګیو) د راڅرګندېدو لامل کېږي. دانې یا ځوانۍ ډېرې زیاتې عامې دي، او دا یو عادي او د درملنې وړ خبره ده."

ډاکټره الفتاح زیاتوي چې سالیسیلیک اسید، چې یو مشهور او اغېز لرونکی توکی دی او له تېلو ډکو سوریو ته ننوځي د دې لپاره چې د غوړ او د پوستکي مړو حجرو په لرې کولو کې مرسته وکړي، "کولای شي په ځانګړې توګه د هغو ځوانانو لپاره ګټور وي چې غوړ پوستکی لري یا د ځوانۍ د دانو سره مخ دي"، او په ورته وخت کې خبرداری ورکوي چې له اړتیا پرته یا ډېره کارېدنه یې د وچوالي او خارښت لامل کېږي.

او که تاسو د سختو ځوانکو یا د پوستکي د جدي ستونزې سره مخ یاست، نو ډاکټر کنټلي سپارښتنه کوي، د دې پر ځای چې پر ټولنیزو یا خواله رسنیو کې غږېدونکو خلکو تکیه وکړئ چې پوه شئ چې څنګه ورسره چلند وکړئ، د خپل کورني یا نږدې ډاکټر یا د پوستکي له کوم متخصصه مرسته وغواړئ.

نو، د ځوانانو د پوستکي د پاملرنې لپاره ترټولو ښه لاره کومه ده؟ دوه کارپوهان، ډاکټره زینب الفتاح او ډاکټر جنتن کنټلي، خپلې پنځه غوره لارښوونې شریکوي:

۱.د پوستکي د پاملرنې لارې چارې ساده وساتئ تاسو یوازې دریو اساسي توکو ته اړتیا لرئ: یو نرم پاکوونکی (لوشن)، یو بوی نه لرونکی رطوبت کوونکی، او له لمره د ساتنې پراخ سپیکټرم کریم چې د SPF 30 یا لوړ خوندیتوب ولري. دا ټول هغه څه دي چې تاسو ورته اړتیا لرئ.

۲. د پوستکي د پاملرنې نور محصولات په لازمي ډول د ښو پایلو په مانا نه دي یوه پېچلې ورځنۍ پالنه او روټین چې پرلپسې پوستکی پاکول یا غښتلي اسیدونه په کې وي، کولی شي ځوان پوستکی وپاروي او خارښ ته مخه کړي.

ډاکټر کنټلي وایی، هغه په ځوانانو کې د (پیریورل ډرماټیت) په نوم په یو حالت کې لویه زیاتوالی لیدلی، څه چې د هغه توکو له حده زیات کارونې سره تړاو لري چې پوستکي کمزوری کوي، لکه د هایدروکسي exfoliant اسیدونه او retinoids.

ډاکټره الفتاح زیاتوي: "ځوانان په زیاتیدونکي توګه د لویانو په څیر د پوستکې ورځنۍ پالنې ته مخه کوي، چې ډېر سیرومونه، ټونرونه، ماسکونه او فعال توکي لري. دا فعال توکي د دې شونتیا لري چې پوستکي ضعیفه کړي او د پوستکي نورې ستونزې رامینځته کړي."

۳.کافي خوب کول او متوازن رژیم ساتل مهم دي د هغو خوړو له امله چې په سپینو کاربوهایډریټ او شکر بډایه وي د کورټیسول لوړ کچه، او همدارنګه د خوب کموالی، د دانو (بخارونه) د زیاتیدو سره تړاو لري.

ډاکټره الفتاح د شپې ښه خوب پر اهمیت ټینګار کوي او وایي: "موږ پوهیږو چې د خوب کموالی د کورټیسول کچه لوړوي، څه چې د فشار هورمون دی او کولی شي بخارونه او دانې نور هم وپاروي."

ډاکټر کنټلي دا په ګوته کوي چې څېړنو د بخارونه زیاتوالی د کاربوهایډریټ لرونکو خوړو لکه سپینو وریجو او پاستا، له شکرو بډایه خوړو، او د پروټین په کڅوړو کې د ویس پروټین سره تړلی دی. هغه ټینګار کوي چې د هرچا پوستکی له بل چا توپیر لري، او "ځینې خلک ښايي وګوري چې نور فکټورونه د دوی پوستکي خارښ ته بیايي."

۴.د بخارونو یا جوشونو سره لوبې مه کوئ، ډېر لاس پرې مه وهئ یا یې د خلاصولو هڅه مه کوئ خطر په دې کې دی چې تاسو ښايي د بخار مینځپانګې د پوستکي ژورو ته په تللو سره التهاب نور هم زیات کړئ، څه چې کولی شي د داغونو او د پوستکي د رنګ بدلون لامل شي.

ډاکټره الفتاح وایي چې هغه د ستوري په بڼه د هایدروکولایډ بخار پېچونو کارولو پلوی ده، هغه چې په ټولنیزو رسنیو کې یو عامه خبره ده. هغه روښانوي: "دا پېچونه له سطحې بخارونو د مایعاتو په جذبولو سره کار کوي، په داسې حال کې چې یو محافظتي خنډ رامینځته کوي چې ور سره د لاس وهلو مخه نیسي."

۵.یو عمومي ډاکټر یا د پوستکي متخصص ته مراجعه وکړئ که تاسو د دردناک، پرلپسې سیسټیک بخارونو یا له داسې بخارونو سره مخ یاست چې د داغونو لامل کېږي، نو طبي مشوره وغواړئ، ځکه چې دا حالت تر ډېره د نسخې له مخې درملنې ته اړتیا لري.

د هلکانو په اړه څنګه؟

ډېرې هغه ستونزې چې د ځوانۍ په کلونو کې څرګندېږي د انډروجن هورمونونو سره تړاو لري، هغه چې د هورمونونو یوه ټولګه ده چې په نجونو کې شته، خو په هلکانو کې ډېرې عامې دي.

ډاکټر کنټلي دا روښانوي او وایي: "له همدې امله د نارینه‌وو پوستکی ځینې وختونه یو څه غوړ وي او دوی ښايي ډېر بخارونه ولري، او دوی تر ډېره د مخ د ویښتو خریلو (تراشلو) له سخت خارښ سره مخ کېږي."

هغه زیاتوي: "که تاسو په سمه توګه ږیره ونه خریئ، تاسو ښايي د ویښتو د رګونو لوړ التهاب (folliculitis) ومومئ، هغه چې یو څه د بخارونو سره تړاو لري. په پایله کې، دا کولی شي د پوستکي ساتندویه برخې ته لوی زیان او لوړ التهاب ورسوي."

دلته د پوستکي پالنې لپاره د ډاکټر کنټلي ترټولو مهمې لارښوونې دي:

که تاسو ږیره تراشئ، له حمام کولو وروسته یې وخریئ، د دې لپاره پوستکی ګرم وي، بخار ته مخامخ شوی وي او د خریلو لپاره چمتو وي.

د پوستکي له سطحې د ویښتو پورته کولو لپاره د خریلو برش وکاروئ.

د غوړو موادو لکه د خریلو فوم یا د شاور جیل په کارولو سره ږیره وخریئ.

تل د ویښتو د ودې په لوري خرئیلو ته پاملرنه وکړئ