پر خوست او کندهار د پاکستان بریدونه؛ د طالبانو حکومت او پاکستان څه وايي؟

د عکس سرچینه، MustaghfirGurbaz
په افغانستان کې د طالبانو حکومت منلې چې پر خوست او کندهار تېره شپه پاکستان تازه بریدونه کړي دي خو په وینا یې، په دواړو کې چا ته ځاني زیان نه دی رسېدلی.
په خوست کې د طالبانو حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز پرخپله اېکسپاڼه لیکلي، "د پاکستان پوځي رژیم لخوا د شپې ناوخته شاوخوا درېنیمې بجې د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلانو پر کمپ او همدا شان مرکز ته څېرمه او د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هوایي بریدونه شوي چې هېڅ ډول ځاني تلفات نه لري".
ښاغلي ګربز بيبيسي ته وویل چې،"په دغو بریدونو کې د ګربزو ولسوالۍ اړوند سيمه کې د یوه ځايي کس کور نیمه برخه ویجاړه شوې" خو په وینا یې، چا ته مرګژوبله نه ده پکې اوښتې.
ځايي رسنیو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله د کندهار په اړه هم ویلي چې د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې "پر یوې شاړې ځمکې شوی او مرګژوبله نه لري".
پر خواله رسنیو د کندهار برید ته منسوب ځينې عکسونه هم لاسپهلاس کېږي چې په شپه کې له یوې سیمې لمبه پورته شوې ده خو بيبيسي لا د دغو کسونو د کرهوالي په اړه څه نه شي ویلی.
دا په تېرو شاوخوا پنځو ورځو کې دویم ځل دی چې پاکستان د افغانستان پر ځينو ولایتونو او سیمو بریدونه کوي.
د پاکستان حکومت څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان بیا دعوه کړې چې د تېرې شپې په بریدونو کې یې په افغانستان کې د "ډرون مرکزونه" په نښه کړي دي.
دا ادعا د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ پرخپله اېکسپاڼه په یوه اعلامیه کې کړې ده. هغه لیکلي چې، "د هوايي ځواک او ډرونونو په مرسته په افغانستان کې پر داسې لسو ځایونو ډېر کره بریدونه ترسره شول چې ډرون بریدونه ترې کېدل او زېرمتون یې و".
که څه هم پاکستانیو چارواکو په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی خو تېره ورځ د پاکستان دولتي رسنیو د خپل هېواد د امنیتي سرچینو له قوله خبر ورکړی و چې د چهارشنبې په سهار پاکستان په خپل هوایي حریم کې له "افغانستانه ورغلي اته ډرون الوتکې نسکورې" کړې دي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا خبر رد کړ.
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند صدیق الله نصرت بي بي سي ته وویل چې دوی تر دې دمه پر پاکستان کوم برید نه دی کړی.
هغه وویل "د افغانستان هوايې ځواک تر اوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او ډول به پخپله ټاکي".
تر دې وړاندې تېره دوشنبه (وږی ۳۰/سپتمبر ۲۱) پاکستان ادعا کړې وه چې د "کره استخباراتي معلوماتو" پر بنسټ یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه "د تحریک طالبان پاکستان او له هغوی سره تړاو لرونکو ډلو پټنځایونه" په نښه کړي دي چې په ترڅ کې یې د څو "ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۲۸ وسله وال" وژل شوي دي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا ویلي وو چې د پاکستان لخوا د افغانستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د شویو بریدونو له امله د ښځو په ګډون لږترلږه درې ولسي کسان وژل شوي دي.
کونړ کې د وژل شویو کورنیو په اړه ځايي خلکو بيبيسي ته ویلي وو چې "د سیمې تر ټولو بې وزلي" خلک وو او ملګرو ملتونو هم په دغو بریدونو کې لږترلږه د درو ملکي وګړو د وژل کېدو خبره کړې وه.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي ویلي وو چې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې به "په مناسب وخت کې مناسب ځواب ورکړل شي."
پاکستان تر دې مخکې هم د کابل، پکتیکا، کندهار او ننګرهار په ګډون د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې خونړي هوايي بریدونه کړي او د طالبانو حکومت هم وخت ناوخت د چاودېدونکو ډرونونو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او مرکزونو په بریدونو سره ځواب ورکړی دی.
پاکستان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت هغو وسلهوالو ته خپله خاوره کې ځای ورکړی چې پاکستان کې بریدونو کوي خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.
په دې موده کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سعودي، قطر، ترکیې او چین په منځګړيتوب له سولهییزو لارو د اختلافاتو د حل هڅه هم شوې خو لا یې کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.




















