ولې سودانيان په لوړ خطر منلو سره د سرو زرو کیندنو ته دوام ورکوي؟

د سرو زرو خښته

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, محمد محمد عثمان
    • دنده, د سودان په چارو کې د بي بي سي خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

په دې وروستیو کې په سودان کې د سرو زرو د کانونو د نړېدو پېښې ډېرې شوې دي، چې له امله یې لسګونه کارګران مړه او ټپیان شوي دي.

په څو لنډو ورځو کې، د لوېدیځ کردفان ولایت په النهود سیمه کې په یوه کان کې پنځه څاه ګانې ونړېدې، چې لږ تر لږه ۸۳ کسان په کې مړه او لسګونه نور ټپیان شول. درې ورځې وروسته، د هېواد په لیرې ختیځ کې د جبيت سیمې په یوه کان کې یوه بله څاه ونړېده چې ۱۲ کسان په کې مړه او نور ټپیان شول.

لومړی ځل نه دی

دا پېښې د خپل ډول لومړنۍ نه وې، په دې وروستیو کې د ډېرو نړېدلو کانونو د لړۍ نوې پېښې دي. د روان کال په پیل کې، د جنوبي کردفان ولایت په ابو جبیهة سیمه کې د یوه کان د څاه د پرېوتلو له امله شاوخوا ۱۳ کسان مړه شول، او تېر اپرېل کې د سور سمندرګي په القنب سیمه کې د کان د نړېدو له امله شپږ کسان مړه شول. د همدا د تېر جون په پای کې د سودان په ختیځ کې د هیا سیمې په یوه کان کې د ځمکې ښوېدو له امله شاوخوا ۵۰ کسان مړه شوي دي.

د سرو خښتې

د عکس سرچینه، Getty Images

په سرو زرو پسې د لټون او کیندنو کاروبار له سختو خطرونو سره سره، لا هم هره ورځ ډېر خلک ځان ته ورماتوي. په ۲۰۱۱ کال کې د جنوبي سودان له جلا کېدو او د نفتي سرچینو له لاسه ورکولو وروسته، سودان د سرو زرو تکیه کیندونو ته مخه کړه او ډېر سودانیانو د دغې برخې کاروباریان شول، خو د کارګرانو ټولیز شمېر د ۲۰۲۳ کال د جګړې پر مهال ډېر زیات شو. د سوداني کانیزو سرچینو د دولتي شرکت مشر محمد طاهر د معلوماتو له مخې، د دوی شمېر اوس تر شپږ میلیونه زیات دی چې په څه باندې ۸۰۰ ځایونو کې کار کوي.

د دغو کان کیندونکو له شمېرې یو هم ادم الفکي دی، چې د شمالي کردفان ولایت په خپله سیمه کې یې په کرنیزو چارو بوخت و. هغه بي بي سي ته وویل چې اړ شو خپله دنده او کورنۍ پرېږدي او د سودان تر ټولو شمالي برخې ته لاړ شي، هلته چې د کانونو کیندنه ډېره ده، او د خپلو اقتصادي شرایطو د ښه کولو لپاره یې زرګونه کیلومتره سفر کړی دی.

الفکي اوس مهال له سلګونو نورو خلکو سره په سختو او غرنیو سیمو کې د سرو زرو د ترلاسه کولو لپاره خوارۍ کوي، چې د خوندیتوب لومړني امکانات هم نه لري. هغه زیاتوي چې دوی په خورا سختو شرایطو کې کار کوي او د ژغورنې او کیندلو لپاره له بېخي لومړنیو او ساده وسایلو کار اخلي، په دې هیله چې دا قيمتي فلز په لاس ورشي.

هغه زیاته کړه: "ما د جګړې له امله کرنه پرېښوده او دلته د سرو زرو سیمو ته راغلم. موږ په یوه څاه کې له ۵۰ زیات کسان په بېلابېلو وختونو کې کار کوو او تر اوسه مو هیڅ نه دي موندلي، بيا هم هیله لرم چې سره‌زر پیدا کړو او ویې پلورو چې زما اقتصادي وضعیت بدل شي."

د خوندیتوب د معیارونو نشتوالی او کمزوری څار

زر کیندنه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عامه خوندیتوب کارپوه ډاکټر عبدالرحیم حسن د سرو زرو د کانونو د اوبو د څاه ګانو د پرله پسې نړېدو لاملونه د خوندیتوب او اړوندو معیارونو نشتوالی او کمزوری څار بولي. هغه بي بي سي ته وویل چې د جګړې له پیل وروسته د کان کیندونکو په شمېر کې ناڅاپي زیاتوالي هم د کان نړېدنې پېښو په زیاتوالي کې ونډه درلوده، ځکه چې څاه ګانې له کارګرانو ډکې شوې دي. هغه زیاته کړه: "په ټولیز ډول دلیلونه ډېر دي، تر ټولو مهم یې دا دی چې ډېرې څاه ګانې په خپل سرې توګه کیندل کېږي او سوري لري چې له انډولیز ملاتړ بې برخې دي، د دې ترڅنګ اقلیمي فکټورونه لکه سېلابونه او درانه بارانونه هم رول لري، په ځانګړي توګه له دې امله چې ډېر کانونه په غرنیو سیمو کې موقعیت لري."

حسن، چې په دغو سیمو کې یې د یوه شرکت د مشاور په توګه کار کړی، له دولتي چارواکو وغوښتل چې پر کانونو څارنه سخته کړي او د جوازونو ورکولو پر مهال غوښتونکو ته د خوندیتوب معیارونه لازمي او خامخا کړي. هغه وویل چې مسؤل چارواکي په دې پېښو کې رول لري او د مسؤلیت یوه برخه پر غاړه لري "ځکه چې دوی جوازونه ورکوي او ماليه اخلي، خو په بدل کې یې لکه چې په کار ده څارنه نه کوي."

له بلې خوا، دولتي چارواکي ټینګار کوي چې دوی د سرو زرو د استخراج او کیندنو د ځایونو خوندیتوب لپاره پوره هڅې کوي، خو له سترو ننګونو سره مخ دي. په دې اړه، د سوداني کانیزو سرچینو د شرکت مشر وویل چې د ناقانونه کانونو د تنظیم او د کارګرانو د زیاتېدونکي شمېر جذبولو لپاره پلانونه جوړ شوي دي. هغه روښانه کړه چې چارواکي پر کارګرانو د څار په برخه کې له لویو ننګونو سره مخ دي چې تر ټولو مهم یې د کانونو جغرافیایي جنجال دی او هغو ته د لاسرسي هڅې دي، ځکه چې دا په لیرې او غرنیو سیمو کې موقعیت لري، او ځینې یې له ګاونډیو هېوادونو سره پر پوله کرنیزو سیمو کې دي. هغه زیاته کړه چې د جګړې شرایطو د دولتي ادارو د کار د درېدو او د مامورانو د نشتوالي له امله د ننګونو کچه دوه برابره کړې، چې له امله یې څارنه خورا کمه رنګه شوې ده.

د سرو زرو قاچاق

په سودان کې د سرو زرو کیندنه یوازې په دودیز سکټور پورې محدوده نه ده، ورسره لسګونه دولتي، خصوصي او بهرني شرکتونه د موندنو او کیندونو په برخو کې کار کوي، او د سرو زرو د تولید لویه برخه د دوی په واک کې ده. رسمي راپورونه ښیې چې د دغو شرکتونو شمېر ۶۰ ته رسېدلی، چې نیمایي یې لا دمخه د تولید پړاو ته رسېدلي دي. دا شرکتونه هغو سیمو کې وېشل شوي چې د پوځ تر واک لاندې دي (په شمال، ختیځ، مرکز او لوېدیځ کې) او نور هغه شرکتونه چې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) تر کنټرول لاندې سیمو لکه دارفور او کردفان کې کار کوي.

سره زر

د عکس سرچینه، Getty Images

سودان د افریقا په قاره کې د سرو زرو له مهمو تولیدونکو دی او د تولید د کچې له مخې درېیم ځای لري. د جګړې له دوام سره سره، تېر کال د رسمي معلوماتو له مخې د تولید لوړه کچه چې ۷۰ ټنه وه، ثبته شوې ده.

دولتي چارواکي او د نړیوالو سازمانونو راپورونه ښیي چې د دې سرو زرو ډېره برخه له سودانه د مصر، چاد او جنوبي سودان له لارې بهر ته قاچاقېږي، مخکې تر دې چې متحده عربي اماراتو ته ورسیږي چې د سوداني سرو زرو وروستی بازار دی. د بریتانيا د څېړنو یو مرکز "چټم هوس" د تېر مارچ میاشتې راپور پر بنسټ، له ۶۰ سلنې زیات سره زر چې د پوځ تر کنټرول لاندې سیمو قاچاقېږي، مصر ته رسېږي.

د جګړې پراخولو سرچینې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د تېر جولای پر ۱۵مه په خپاره شوي راپور کې ویلي چې سره زر په سودان کې د جګړه مارو ډلو لپاره د عایداتو ملاتړې سرچینه ګرځېدلې، او اشاره یې وکړه چې د دې سرچینې عایدات د وسلوالې شخړې د ملاتړ او د هېواد د شتمنیو پر "جګړه‌ییز اقتصاد" د بدلولو لپاره کارول کېږي.

کان کیندونکی

د عکس سرچینه، Getty Images

دې وضعیت ته په پام سره، اروپایي ټولنې او بریتانیا په سودان کې د سرو زرو سوداګرۍ پورې اړوند ځينو چارو بندیزونه ولګول چې د سوداني سرو زرو پر اخیستلو او واردولو بندیز، او د سیمابو او سیانایډ صادرات بندول هم په کې دي چې د کیندنو په بهیر کې کارول کېږي.

بي بي سي د ملګرو ملتونو د دغو تورونو په اړه د سودان له پوځ یا د چټک ملاتړ ځواکونو کوم نظر نه دی ترلاسه کړی. ملګري ملتونه په سودان کې د روانې جګړې له امله رامنځته شوی ناورین په نړۍ کې ترټولو بد بشري بحران بولي، ځکه چې له امله یې سلګونه زره کسان مړه، میلیونونه بې ځایه شوي او بنسټونو ته درانه زیانونه اوښتې دي.

د داسې شرایطو لاندې، داسې برېښي چې الفکي او نور دودیز کان کیندونکي به د لوړو خطرونو سره سره په کانونو کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي څه ډول چې هغه وایی: "زه پوهېږم چې په خطرناکو سیمو کې کار کوم او هر شېبه له مرګ سره مخ یم، خو ما ته دا سخته لاره د کورنۍ سره په هغه سیمه کې د پاتې کېدو په پرتله غوره ښکاره شوه چې پوځي عملیات په کې روان دي او د کار یا وتلو هیڅ لاره نشته. نو ما پرېکړه وکړه چې د سرو زرو په لټون کې بخت و ازمایم، ښايي یوه ورځ زما حالت ښه شي."