د طالبانو حکومت وايي، د دوی لخوا پر پاکستان برید نه دی شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د حکومت په دفاع وزارت کې سرچینې بي بي سي ته ویلي، دوی تر دې دمه پر پاکستان کوم برید نه دی کړی.
دغې سرچینې د پاکستان د حکومت هغه ادعا رد کړې چې ویلي، د طالبانو د حکومت "اته درون الوتکې یې نسکورې کړې دي".
له دې مخکې د پاکستان دولتي رسنیو د خپل هېواد د امنیتي سرچینو له نکله راپور ورکړی و چې د چهارشنبې په سهار پاکستان په خپل هوایي حریم کې له افغانستانه ورغلي "اته ډرون الوتکې نسکورې" کړې دي.
امنیتي سرچینو ادعا کړې چې دا بېپیلوټه الوتکې د "طالبانو حکومت" پورې اړوندې وې، چې څلور یې تورخم ته نږدې سیمو کې او څلور نورې د کوهاټ پورې اړوندو غرنیو سیمو کې په نښه شوې دي.
تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې ادعا په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.
له دې وړاندې د دوشنبې پر ورځ پاکستان ادعا کړې وه چې د "کره استخباراتي معلوماتو" پر بنسټ یې له افغانستان سره په سرحدي سیمه کې د 'تحریک طالبان پاکستان' او له هغوی سره تړاو لرونکو ډلو پټنځایونه په نښه کړي دي، چې په ترڅ کې یې د څو "ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۲۸ وسله وال" وژل شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا ویلي وو چې د پاکستان لخوا د افغانستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د شویو بریدونو له امله د ښځو په ګډون لږ تر لږه درې ولسي کسان وژل شوي دي.
کونړ کې د وژل شویو کورنیو په اړه ځايي خلکو بي بي سي ته ویلي وو چې " د سیمې تر ټولو بې وزلي" خلک وو.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي ویلي وو چې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې به "په مناسب وخت کې مناسب ځواب ورکړل شي."
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان چارسمبالی سفیر هم ور غوښتی و، او د دغو بریدونو له امله یې ورته احتجاج اورولې و.
دا بریدونه له هغه وروسته وشول چې د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن په یوه ناڅاپي سفر دا تېره اوونۍ کابل او اسلام اباد ته لاړ او هلته یې د دواړو هېوادونو له پوځي او استخباراتي چارواکو سره لیده کاته درلوده. کابل کې د طالبانو حکومت امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې، ترکي چارواکي د اسلام اباد او کابل ترمنځ د سړو اړیکو د بیا جوړونې او حالت عادي کېدو په اړه خبرې کړې دي. داسې برېښي چې د دې کړکېچ حل په ډېرې اسانۍ نه لیدل کېږي. پاکستان افغان خاوره د خپلو غلیمانو پر پټناځایونو تورنوي خو د طالبانو حکومت وايي داسې هیڅ ثبوت نشته چې له افغانستانه دې ګاونډیانو یا د نړۍ نورو هېوادونو ته کوم ګواښ پېښ وي.
د دې کړکېچ تر ټولو لوی زیان ډيورنډ کرښې ته څېرمه دواړو غاړو کې مېشت خلک ګالي چې سوداګرۍ او عادي ژوند یې د دې شخړې له امله سخت زیان لیدلی.




















