تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویان د پاکستان پلازمېنې پر لور لاریون کوي
- Author, کیلې اینګ او بي بي سي اردو
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د پاکستان د پخواني زنداني شوي لومړي وزیر عمران خان زرګونه پلويان د هغه د خوشي کېدو غوښتنې لپاره د پلازمېنې اسلام اباد پر لور 'اوږد لاريون' کوي.
د ۷۳ کلن عمران خان د روغتیا په اړه اندېښنې په وروستیو میاشتو کې زیاتې شوې دي. د هغه کورنۍ ادعا کوي چې د زندان چارواکو د لازم اقدام نه کولو له امله هغه د خپلې ښۍ سترګې ډېره برخه ليد له لاسه ورکړی دی.
دغه پخواني کرېکټ لوبغاړی او سیاستوال ته، چې له سلو په زیاتو قضیو کې تورن دی، تېر کال د اداري فساد په یوه قضیه کې د ۱۷ کلونو بند سزا واورول شوه. عمران خان تل ویلي چې د ده پر ضد "ټولې قضیې سیاسي انګېزه" لري.
هغه که څه هم په زندان کې دی، خو لا هم د پاکستان په سیاست کې اغېزناک شخصیت ګڼل کېږي.
د هغه په ملاتړ مظاهرې پخوا هم شوې چې ځینې یې پر تاوتریخوالي او حکومتي ځپنو پای ته رسېدلې دي.
دغه لاريون چې د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا له لکي مروت سیمې، چې له اسلام اباده شاوخوا ۲۷۵ کیلومتره لرې ده، پیل شو، د شپې لپاره تم شو او تمه ده چې پر دوشنبه د غرمې شاوخوا بېرته دوام ومومي.
دا لاريون اصلاً تېره اوونۍ په پام کې و، چې پیل شي، خو د حکومت او د عمران خان د ګوند، پاکستان تحريک انصاف (PTI)، ترمنځ د خبرو په موخه وځنډول شو. خو دغه خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.
عمران خان، چې د دولتي رازونو له افشا کولو د دولتي ډالیو تر پلورلو پورې په بېلابېلو تورونو تورن دی، لومړی ځل د ۲۰۲۳ کال په اګست کې زنداني شو.
د هغه مېرمن بشرا (بشری) بي بي هم تېر کال زندان ته ولېږدول شوه.
د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی، چې په دغه ایالت کې د پي ټي ای حکومت مشري کوي، هیله ښودلې چې لاريون به د پنجشنبې تر ورځې اسلام اباد لوېدیځ ته شاوخوا ۸۰ کیلومتره لرې یوه ښارګوټي ته ورسېږي.
هغه د یکشنبې په ورځ وویل: ''تر هغه وخته به دا خوځښت د هېواد هر ګوټ ته رسېدلی وي او هره څلورلاره به د فعالیت په مرکز بدله شوې وي.'' نوموړي له خلکو وغوښتل چې ''په سیاسي بهیر کې فعاله ونډه واخلي.''
په همدې حال کې د اسلام آباد چارواکو د ښار مهمو ورننوتونکو لارو د تړلو لپاره باروړونکي کانټینرونه درولي دي.
پاکستان تحريک انصاف وایي چې له حکومت سره خبرې ځکه ناکامې شوې چې چارواکو د ګوند هغه غوښتنه رد کړه چې د دوی مشرانو ته دې د عمران خان سره د لیدنې اجازه ورکړل شي، چې د ملي او سیاسي موضوعاتو په اړه ورسره مشوره وکړي.
ګوند دغه راز غوښتنه کړې وه چې عمران خان ته دې سملاسي طبي معاینه او درملنه برابره شي.
بلخوا د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پر سهیل افریدی تور پورې کړی چې د خبرو بهیر یې ''شنډ کړی'' او په وینا یې د خېبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ ضد اقداماتو په اړه له خپلو پخوانیو ژمنو په شا شوی دی.
د روان کال په اګست کې عمران خان د روغتیايي ستونزو له شکایتونو وروسته د طبي معاینې او درملنې لپاره په موقت ډول له زندانه دولتي روغتون ته ولېږدول شو. وروسته ډاکټرانو هغه ''طبي پلوه روغ'' وباله.
دا د هغه تر زنداني کېدو وروسته تر ټولو مهمه قانوني اسانتیا وه چې هغه ترلاسه کړې ده.
خو د عمران خان کورنۍ او پي ټي ای ګوند چارواکو پر حکومت نیوکه کړې چې د محکمې هغه حکم یې نه دی عملي کړی چې له مخې یې باید نوموړی په یوه ځانګړي خصوصي روغتون کې د ډاکټرانو له خوا معاینه شوی وای.
د سپتمبر په ۲۰مه د عمران خان خور علیمه خانم په لاهور ښار کې ونیول شوه.
د نیولو په حکم کې ویل شوي وو چې هغې خلک ''د قانون او نظم د وضعیت د خرابولو'' لپاره هڅول او د حکومت پر ضد یې د خلکو ترمنځ ''اعتراضیه شعارونه'' یې پورته کول.
عمران خان، چې پخوا د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی، له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان لومړی وزیر و.
د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې د هغه نیول کېدو پراخ او تاوتریخجن اعتراضونه راوپارول. مظاهره کوونکو په لاهور کې د قول اردو د قوماندان پر کور برید وکړ، ګران بیه توکي یې مات کړل او فرنيچر، انځورونه او حتی طاووسان یې له ځان سره یوړل.
د هغو اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه اته کسان ووژل شول او پوځ د وضعیت د کنټرول لپاره راوبلل شو.
په وروستیو میاشتو کې د نړیوال کرکټ څو پخوانیو لوبډلمشرانو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف غوښتي چې عمران خان ته مناسبې طبي پاملرنې او درملنې ته لاسرسی ورکړي.