تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زینک څه شی دی او ولې ورته اړتیا لرو؟
زینک یو مهم منرال دی، چې زموږ بدن د ښې روغتیا لپاره په لږه کچه ورته اړتیا لري.
زموږ بدن د نورو منرالونو په څېر زنک نه شي تولیدولای، نو ځکه باید دا د خوړو له لارې ترلاسه کړو.
ځکه چې بدن نشي کولای زنک په ډېره اندازه ذخیره کړي، نو اړینه ده، چې په منظم ډول یې استعمال کړو، چې په بدن کې یې کچه د اړتیا وړ او سالمه پاتې شي.
زموږ بدن دا مهم منرال یوازې له خوړو څخه ترلاسه کولای شي، خو تل یې په اسانۍ سره نه شي جذبولای.
نو څنګه ډاډ ترلاسه کړو، چې کافي اندازه زنک اخلو؟ او د زینک کمښت کومې ستونزې رامنځته کوي؟
ولې زینک ته اړتیا لرو؟
زینک له بېلابېلو اړخونو زموږ روغتیا لپاره ډېر مهم دی.
په بدن کې له ۳۰۰ څخه زیات انزایمونه، چې هغه پروټینونه دي او کیمیاوي تعاملات چټکوي، د زینک په مرسته خپل فعالیت ترسره کوي.
زینک د بدن په ډېرو مهمو بهیرونو کې ونډه لري، لکه د پروټینونو او کاربوهایډریټونو هضم او د ډي ان اې (DNA ) طبیعي جوړښت.
همدارنګه زینک د هډوکو په سالمه وده کې مهم رول لري.
له کلسیم او نورو منرالونو سره مرسته کوي چې سره یو ځای شي او د هډوکو جوړښت رامنځته کړي.
زینک د انټياکسیدنټ په توګه هم عمل کوي، د حجرو له زیانمنېدو څخه مخنیوی کوي.
همدارنګه د بدن د معافیت سیستم په نورمال فعالیت کې هم مرسته کوي.
زینک د نسل زیاتونې او طبیعي میندوارۍ لپاره هم مهم دی.
په ښځو کې د هګۍ (تخمک) په تولید کې مهم رول لري، او په نارینه وو کې د سپرم په تولید او خوځښت کې مرسته کوي.
د شیدو رودېونکو/ شیدې خوړونکو ماشومانو او کوچنیانو کې د دماغ او عصبي سیستم د سالمې ودې او پراختیا لپاره هم اړین دی.
ایا زینک د زکام په درملنه کې ګټه لري؟
زینک د بدن د معافیتي سیستم په فعالیت کې مهم رول لري.
له ۱۹۸۰مې لسیزې راهیسې څېړنو ښودلې چې لږ تر لږه په ژویو کې د زکام د ویروس د زیاتېدو مخه نیسي، زینک د زکام د بېلابېلو درملو یوه عامه برخه ګرځېدلې ده.
خو وروستیو څېړنو ښودلې چې زینک زکام نه شي ښه کولای، بلکې یوازې د ناروغۍ موده لنډولای شي.
په څه باندې ۳۰ څېړنو کې هېڅ داسې ثبوت نه دی موندل شوی، چې وښيي زینک د زکام مخه نیسي، خو ځینې څېړنې څرګندوي چې زنک د ناروغۍ موده له یوې تر دوو ورځو پورې لنډولای شي.
البته، د زینک د بېلابېلو ډولونو، د استعمال د اندازې او مودې د توپیر له امله، متخصصین لا هم د دې شواهدو په اړه بشپړ ډاډ نه لري.
همدارنګه د زینک د استعمال احتمالي جانبي عوارض هم باید په پام کې ونیول شي.
د زینک لوړه کچه کارول کولی شي د معدې ناارامي، زړه بدوالی او په خوله کې د فلزي خوند د احساس سبب شي.
موږ څومره زینک ته اړتیا لرو؟
په برېتانیا کې د لویانو لپاره د زنک وړاندې شوې ورځنۍ اندازه د نارینه وو لپاره ۹.۵ میلیګرامه او د ښځو لپاره ۷ میلیګرامه ده.ی
هغه ښځې چې ماشوم ته شیدې ورکوي، د شیدو ورکولو په لومړیو څلورو میاشتو کې هره ورځ ۶ میلیګرامه اضافي زینک ته اړتیا لري، او له هغې وروسته هره ورځ ۲.۵ میلیګرامه اضافي زینک ته اړتیا لري.
کوم خواړه زینک لري؟
- کبان او صدف
- سره غوښه
- لوبیا، نخود او ځینې نور حبوبات
- مغزیات د مېوې زړي
- نصواري رنګه وریجې
- هګۍ
- لبنیات
په مېوو او ترکاریو کې ویټامینونه او نور معدني مواد شته خو زینک پکې کم دی.
ځینې څېړنې ښيي چې ترکاريو کې ځینې داسې مواد شته چې هغه بیا په بدن کې د زینک د جذبېدو مخه نیسي نو هغه کسان چې خوراکي رژیم لري یا تر ډېره سبزي خوري شاید په بدن کې یې زینک کم وي.
ځینې څېړنې ښيي هغه وچه ډوډۍ چې خمیره مایه لري، خوړل یې په بدن کې د زینک له جذب سره مرسته کوي.
په نړۍ کې د زینک کمښت
د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي، چې د نړۍ نږدې ۳۰ سلنه خلک د زینک د کمښت له خطر سره مخامخ دي.
په برېتانیا او نورو پرمختللو هېوادونو کې د زینک کمښت لږ لیدل کېږي.
د تغذیې او غذایي رژیم یوې ملي سروې وښودله، چې ۶ سلنه نارینه او ۷ سلنه ښځې له اړتیا څخه لږ زینک مصرفوي.
هغه عوامل چې د زینک د کمښت خطر زیاتوي، عبارت دي له:
د زینک لرونکو خوړو نه خوړل، یا د داسې نباتي رژیم درلودل، چې د فایټیک اسید اندازه پکې لوړه وي.
د هاضمې د سیستم ناروغۍ، التهاب یا د وړو کولمو اتوایميون ناروغي، چې د خوړو پر جذب اغېزه کوي.
د ادرار زیاتونکو درملو او هغو درملو اوږدمهاله استعمال، چې د زړه د ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.
د پښتورګو ناروغي، ځکه د ډایالیز پر مهال له بدن څخه زنک هم له منځه ځي.
ایا د غوښې نه خوړل د بدن د زینک د کمښت لامل کېږي؟
نه، تل داسې نه وي.
که څه هم سره غوښه د ښځو او نارینه وو د بدن د ټولې اړتیا ترلاسه کېدونکی زینک شاوخوا یو پر درېیمه برخه برابروي، خو پرله پسې چاپېریال ساتونکي د خوړو رژیم غوره کول دا معنا نه لري چې باید غوښه په بشپړه توګه پرېښودل شي.
ان که هره ورځ لږه اندازه سره غوښه (شاوخوا ۷۰ ګرامه) وخورئ او ورسره نور هغه خواړه هم استعمال کړئ، چې په زینک بډایه وي، کولای شئ د خپل بدن د زینک اړتیا پوره کړئ.
د هغو کسانو لپاره چې لږه غوښه خوري، د زینک د زیات جذب لپاره څو ساده سپارښتنې:
د سهار ناشته کې هغه غلې دانې (حبوبات) وکاروئ، چې زینک ور زیات شوی وي، یا پکې تخمونه او مغز لرونکې مېوې ګډې کړئ.
د څو ډوله غلو ډوډۍ له بادامو او د پاکستاني ممپلیو له کوچو سره د مازدیګرنۍ خوړو (سنک) په توګه وخورئ.
هره ورځ لږه اندازه تخمونه او مغز لرونکې مېوې، لکه د کدو تخم، شاهدانې او کاجو، وخورئ.
عدس او نخود خپلو سوپونو او سلاد ته ورزیات کړئ.
د خوړو بشپړونکې زینګ ګولۍ
که غواړئ د خوړو بشپړونکې زینګ ګولۍ استعمال کړئ، باید پام وکړئ، چې له ټاکلې اندازې څخه زیات یې ونه خورئ، ځکه د زینک ډېر استعمال د بدن له خوا د مسو (Copper) او اوسپنې (Iron) د جذب مخه نیسي، چې دواړه د بدن لپاره مهم منرالونه دي.
د برېتانیا د ملي روغتیا اداره (NHS) سپارښتنه کوي، چې په ورځ کې باید له ۲۵ میلیګرامو څخه زیات زینک ونه کارول شي.
یادونه: دا مطلب یوازې د عمومي معلوماتو لپاره دی او باید د طبي مشورې یا د ډاکټر د سپارښتنې بدیل ونه ګڼل شي. د خپلې روغتیا په اړه تل له خپل ډاکټر یا بل روغتیايي متخصص سره مشوره وکړئ.