څنګه له هغو پټو عادتونو ځان وژغورو چې وېره او خپګان مو زیاتوي؟

    • Author, نيك تريګل
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د ځوانۍ په کلونو کې، ماري په ټولنیزو حالاتو کې د وېرې او اندېښنې احساس پیل کړ. دا مسله تر دې کچې پورته شوه چې هغه له ژور خپګان (ډېپریشن) سره مخ شوه او اړه شوه چې د څه وخت لپاره له ښوونځي پاتې شي. کله چې هغې پوهنتون پیل کړ، له غونډو او ټولنیزو ناستو ولاړو به په بشپړ ډول تښتېده.

ماري (چې اصلي نوم یې نه دی) وایي: "ما د نورو په څېر په ټولنیزو ځایونو کې غړیتوب وانخیست. ما فکر کاوه چې هېڅوک نه غواړي له ما سره وپېژني. ما په ټول پوهنتون کې ان یو ملګری هم ونه موند."

د ماري ټولنیزه وېره دومره سخته وه چې په هغې کې د ټولنیزې وېرې اضطراب (Social Anxiety Disorder) تشخیص وشو. دا ناروغي د ژوند په یو پړاو کې تر ۱۲٪ پورې خلک اغېزمنوي. خو تر دې ډېر خلک وایي چې چې له لویه سره له ټولنیزو ستونزو سره مخ دي. پوهنتونونو ته د محصلینو له بېرته ستنېدو سره، موږ له کارپوهانو وپوښتل چې څنګه کولی شو پر دې احساساتو برلاسي شو، هغه که په لومړي کال کې وي یا وروستي کال کې شونې وي.

د چیچسټر پوهنتون له لوري شوې څېړنې ښودلې چې تر پنځمې برخې ډېر زیات پوهنتوني محصلان د خپلو زده کړو پر مهال د ټولنیزې وېرې له یو ډول سره مخامخېږي، او دا خبره د درسي درجو له ټیټوالي، کمزورو اړیکو او یوازېوالي سره تړاو لري.

د ډېرو خلکو لپاره، پوهنتون لومړی ځل وي چې کور پرېږدي او په یوازې توګه ژوند کوي. دا داسې حالت هم وي چې هيله کېږي په چټکۍ سره ملګري پیدا کړي.

ماري، چې د ایکسیټر په پوهنتون کې یې زده کړې کړې، وایي چې هغې په رښتیا هڅه وکړه. هغه زیاتوي: "کله چې زه لومړی ځل هلته ورسېدم، یوې ټولنې ته لاړم، خو ټول له یو بل سره په خبرو بوخت وو، او ناڅاپه پر ما وېره راغله. ما احساس وکړ چې زه به له دوی سره جوړه نه شم، نو بېرته کور ته راغلم."

هغه نښې چې ښيي تاسو له ټولنیزې وېرې کړېږئ

ماري خپله ټولنیزه وېره داسې اوروي لکه له بېل بدنه د وتلو تجربه چې وي. کله چې هغې له نویو خلکو سره خبرې کولې، احساس به یې کاوه چې مخ یې تودېږي او لاسونه یې د غنو په څېر مېږیان نیسي.

ماري، چې اوس ۲۵ کلنه ده، وایي: "ما نږدې دا احساس کاوه چې له خپل بدنه جلا کېږم. او ما د کلمو جوړول هېرول معنا خبره رانه هېرېده." هغې وویل: "له ټولنیزو حالاتو وروسته، ما دا احساس کاوه چې ما یو وېروونکی کار کړی دی. پر ما به د شرم یو دروند احساس راغی. او ما به تل فکر کاوه چې ما کې یو اصلي او بنسټیز عیب شته دی."

په بریتانیا کې د ټولنیزې وېرې د یوه بنسټ مشر، نېل ګرینینګ وایي چې دا د هغو خلکو عامه ځانګړتیا ده چې له ټولنیزې وېرې خپګان ته رسېږي. هغه زیاتوي: "خلک فکر کوي چې د دوی په شخصیت کې کومه نیمګړتیا لري. نو دوی د دې پر ځای چې ستونزې ته د یوه پېژندل شوي حالت په سترګه وګوري او د چا مرسته ترلاسه کړي، ستونزه په ځان کې دننه ساتي."

بنسټي خبره چې باید په پام کې وساتل شي:

له نویو خلکو سره د لیدو، نویو حالاتو کې د ځان موندلو، یا د دندې په مرکه کې د لږ شرم یا وېرې احساس کول تر یوه بریده طبیعي دي. خو ټولنیزه وېره هله ستونزه جوړوي چې یو څوک په فعاله توګه په خپل ژوند کې د کارونو له ترسره کولو راوګرځوي.

د هغو کسانو لپاره چې کلینیکي معاینه یې شوې، ښايي لکه د ماري په څېر بې وسه کوونکی اغېز ولري. هغه وايي: "په یوه داسې نړۍ کې چې ټولنیز خلاصون او پر ځان باور ته د درناوی په سترګه کتل کېږي، د ټولنیزې وېرې د هر ډول اعتراف کول ستونزمن وي. ډېر خلک هڅه کوي خپله ټولنیزه وېره پټه کړي یا د خوندیتوب چلند وپالي."

هغه نښې چې ښیې یو څوک له ټولنیزې وېرې خپګان ته رسېږي:

چوپ پاتې کېدل

لنډ ځوابونه ورکول

له نورو سره له اړیکو د تېښتې لپاره، پر ټلیفون ځان بوختول

تل د یو ځانګړي کس تر څنګ پاتې کېدل یا له یوې ډلې سره ودرېدل

په خبرو اترو کې پر خوندي موضوعاتو لکه کار پام ساتل

ګرینینګ وایي، ځینې شواهد شته چې ښیي ټولنیزه وېره مخ په زياتېدو ده، او د ځیرک ټلیفونونو زیاتېدونکې کارونه او له لرې کار کول د ټولنیزو اړیکو په کمولو او د اندېښنو په زیاتولو کې ونډه لري.

څنګه له ځان سره مرسته وکړئ؟

ماري، چې اوس د دوکتورا کچې زده کړو لور ته رهي ده، له خپلې ټولنیزې وېرې سره ښه چلند کوي. د لومړۍ درجې لېسانس ترلاسه کولو وروسته، هغې د بریتانیا له ملي روغتیایي خدمتونو (NHS) د خبرو اترو د درملنې په بڼه ملاتړ ترلاسه کړ چې د "سلوکي ادراکي درملنې" (CBT) په نوم یادیږي. دا درملنه د ټولنیزې وېرې د درملنې ترټولو لویه اډانه بلل کېږي، ځکه خلک هڅوي چې خپل فکرونه له سره سمبال او خپل چلند بدل کړي.

د اکسفورډ پوهنتون ارواپوه، پروفیسور ډېویډ کلارک وایي چې هغه غواړي ډېر خلک د درملنې لپاره مخ پر وړاندې شي، خو دا ټینګار هم کوي چې خلک کولی شي د ځان د مرستې لپاره ګامونه پورته کړي. د هغه په وینا لومړی ګام دا دی چې پر ځانله والي او لاس واخلئ. نوموړی زیاتوي: "هغه خلک چې له ټولنیزې وېرې کړېږي د ټولنیزو ناستو پر مهال په پرلپسې توګه ځان څاري. ایا زما مخ سور شوی؟ ایا زه ناپوه ښکارېږم؟ ایا زه وارخطا ښکارم؟" هغه سپارښتنه کوي چې: "خپل پام بهر ته واړوئ، پېښو، بل کس، یا خپلو شاوخوا زیاتېدونکو توکو ته سوچ وکړئ."

هغه دا هم وایي چې یو کس باید خپلې وېرې د چلند تجربو له لارې و ازمویي؛ د بېلګې په توګه، په غونډه کې پوښتنه وکړي یا په ډله کې خبره وکړي، او بیا وګوري چې ریښتیا څه کېږي. د د هغه په وینا: "څوک چې له ټولنیزې وېرې کړېږي تر ډېره د منفي پایلو تمه لري، لکه دا چې دوی به خپله نیمګړتیا نورو ته وښيي، نور به دوی بې سپک کړي او ستړي کوونکي به یې وبولي. د دې انګېرنو ازمویل کولی شي له خلکو سره مرسته وکړي چې له هغو عادتونو خلاصی ومومي. دا ښایی وېروونکی وي، خو ډېر ګټور ثابتېدای شي."

هغه دا هم وایي چې دوی باید د خوندیتوب چلند پرېږدي، لکه مخکې له مخکې د هرې خبرې تمرینول، د سترګو له مخامخ اړیکو (Eye contact) ډډه کول، یا ټول وخت له یوه ځانګړي کس سره پاتې کېدل.

او په پایله کې، کلارک زیاتوي، هڅه وکړئ د ناستو له ختمېدو وروسته له ذهني ناکرارۍ ډډه وکړئ. هغه وایي: "دا ډېره اسانه ده چې څه چې ریښتیا شوي تحریف او ناسم وبولئ."

او دا هغه څه دي چې ماري ترې ښه خبره ده. هغه وایي: "ما به په خپل ذهن کې صحنې په بیا بیا تکرارولې. هغه څه چې ما زده کړل دا دي چې له ټولنیزې وېرې سره معامله کول یوه پړاویز بهیر دی. درملنې له ما سره ډېره مرسته وکړه، خو له ما سره د هغې خبرې هم مرسته وکړه چې زما یوې ملګرې څو کاله وړاندې راته ویلې وه." هغې رایاده کړه: "کله چې ما هغې ته وویل چې زه د خپلو نیمګړو ټولنیزو مهارتونو له امله له هغې سره د هغې د ځینو ملګرو لیدو ته نه شم تللی، راته یې وویل چې هیڅکله یې زما په اړه داسې فکر نه دی کړی، او زه باید ځان سپک و نه ګڼم. په هغه وخت کې احساساتو را باندې رادبره شول."

هغه وایي: "زه اوس ځان مجبوروم چې له نورو سره ډېره ښکېل شم. له ما سره دا مرسته کوي چې زما اوسنۍ لوړې زده کړې لږ خلکو کړې دي. زه اوس د ستورپېژندنې (Astronomy) په یوه ډله کې هم یم. دا لا هم اسانه نه ده، او تل داسې نه کېږي هغسې چې زه غواړم، خو زه دا زده کوم چې څنګه ورسره ځان برابر کړم."