تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلجیم وايي لسګونه د جنايي مخينې لرونکي افغانان وباسي
د بلجيم د کډوالۍ وزيرې ويلي، شاوخوا ۶۰ افغانان چې د دې په وینا ډېری یې د "وژنې او جنسي تېري" په څېر په درنو جرمونو محکوم شوي، د خپلې سزا له بشپړېدو وروسته به له دغه هېواده وايستل شي.
انلين وان بوسویټ د بلجيم د پارلمان غړو ته ويلي، دغه کسان په ناقانونه ډول په هېواد کې اوسېږي او د ايستل کېدو ټول اړين شرايط پوره کوي.
هغې ټينګار وکړ چې د بلجيم حکومت به د شرايطو وړ کډوالو د ارزونې او منلو تر څنګ د هغو کسانو د بېرته ستنولو بهير هم په جدي توګه تعقيب کړي چې په دې هېواد کې د اوسېدو حق نه لري.
د بلجيم د کډوالۍ وزيرې زياته کړې چې د دغه هېواد حکومت به له دې وروسته د کډوالو د ننوتلو او شړلو اړوند مقررات په لا ډېرې سختۍ سره عملي کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اروپا يو شمېر هېوادونو په وروستيو میاشتو کې هڅه کړې چې د جرمي مخينې لرونکو افغانانو د شړلو بهير بېرته پيل کړي؛ هغه اقدام چې د بشري حقونو د مدافع بنسټونو له نيوکو سره مخامخ شوی دی.
له ۲۰۲۱ کال راهيسې کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، افغانستان ته د افغان وګړو بېرته ستنول له عملي او حقوقي ننګونو سره مل دي. اروپايي هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني خو د افغان کډوالو د ايستلو لپاره په کابل کې له واکمنو سره اړیکې او خبرې اترې کوي.
د روان کال په جون میاشت کې اروپايي ټولنې د لومړي ځل لپاره د طالبانو حکومت استازي بروکسل ته د سفر لپاره وبلل. هغه مهال په راپور کې ويل شوي و چې دغه سفر د ناقانونه کډوالۍ د مخنيوي او د هغو کسانو د ايستلو لپاره و چې په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو قانوني اسناد نه لري.
جرمني هم سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني د افغان کډوالو د ايستلو د بهير پلي کولو لپاره په کابل کې له واکمنو چارواکو سره خبرې اترې کړې. برلين همدارنګه په بن ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ چارې د طالبانو حکومت استازو ته سپارلې دي.
دغه هېواد دوه کاله وړاندې د قطر په منځګړيتوب د جرمي سابقې لرونکو افغان وګړو لومړنۍ ډله له هېواده وايستله او له هغه راهيسې یې شاوخوا ۳۰۰ تنه افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي.
د بشري حقونو مدافع بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې بېرته ستانه شوي کسان ښايي افغانستان ته له ايستلو وروسته له خطرونو سره مخامخ شي.
د بښنې نړيوال سازمان ويلي، لږ تر لږه يو له هغو کسانو چې له اروپا افغانستان ته شړل شوي، وژل شوی دی.
د جرمني تر څنګ يو شمېر نور اروپايي هېوادونه لکه اتريش هم د جرمي سابقې لرونکو افغان وګړو د ايستلو تګلارې ارزوي.
له ۲۰۲۱ کال راهيسې تراوسه په سلګونو زرو افغانانو د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې د پناه غوښتنې ثبت کړې دي.
د اروپايي ټولنې قوانين له مخې په ځينو مواردو لکه د سختو جرمونو ترسره کول يا امنيتي ګواښ جوړولو په صورت کې کډوال بېرته خپل هېواد ته استول کېدلی شي خو د طالبانو له حکومت سره د رسمي ډېپلوماټیکو اړيکو نشتوالي، افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو بهير له محدوديتونو سره مخامخ کړی دی.