د بالیووډ نوی فلم 'درشیم ۳'؛ 'نه سندرې لري، نه د نڅا ځانګړې صحنې، خو بیا هم یو شاهکار دی'

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د 'درشیم' په نامه نوی هندي فلم نندارې ته وړاندې شوی، چې د رپوټونو له مخې د عاید له پلوه په لومړۍ ورځ یو بریالی فلم بلل شوی دی.

د بي بي سي هندي څانګي یاسر عثمان په خپل رپوټ کې د سرچینو په حواله وايي، چې د یاد فلم درېیمې او وروستۍ برخې نندارې ته له وړاندې کېدو وروسته په دوو لومړنیو ورځو کې نژدې ۱۰۰ کروړه روپۍ عاید درلود.

دغه فلم چې مشهورو هندي فلمي ستورو اجې دېوګن او تبو پکې مرکزي رولونه لوبولي دي، د اجې دېوګن لپاره هم یو خورا بریالی فلم بلل کېږي.

د هر فلم پرلپسې محبوبیت یوازې د یوې ښې کیسې له برکته نه وي، بلکې د لیدونکو احساساتي تړاو هم پکې هغومره مهم رول لري.

د فلمي چارو شنونکو په اند د 'درشیم' تر ټولو لوی ځواک همدا احساساتي اړیکه ده.

دا د کوم ځواکمن، شتمن یا نفوذ لرونکي کس کیسه نه ده، بلکې د یوې عادي کورنۍ داستان دی چې ناڅاپه له یوه غیر عادي کړکېچ سره مخ کېږي.

ښايي همدا لامل وي چې لیدونکي د دې کیسې او د هغې د کرکټرونو سره ژوره احساساتي اړیکه پیدا کوي.

هغوی د وجې سالګاونکر او د هغه د کورنۍ په ویره، اندېښنو او مبارزه کې ځان ویني.

کله چې کورنۍ له خطر سره مخامخ کېږي، لیدونکي هم له هغوی سره خواخوږي څرګندوي او د هغوی د ژغورنې هیله لري.

یوه داسې کیسه چې له قتله پیلېږي، په پای کې د یوې کورنۍ په کیسه بدلېږي.

دا د پولیسو او هغه پلار ترمنځ د مخامختیا کیسه ده، چې د جرم سیوری پرې غوړېدلی وي، خو د لیدونکو خواخوږي بیا له همدې پلار سره وي.

ښايي د 'درشیم' د بریا راز هم په همدې پوښتنه کې نغښتی وي: 'که ستاسو کورنۍ له ورته وضعیت سره مخ شي، تاسو به څه وکړئ؟'

همدا پوښتنه ده چې دا فلم د یوه عادي جنایي تریلر له چوکاټه وباسي او د کورنۍ، مینې، قربانۍ او د خپلو عزیزانو د ساتنې په اړه په یوې ژورې انساني کیسې یې بدلوي.

په ۲۰۲۲ کال کې چې د دې فلم دویمه برخه نندارې ته وړاندې شوې وه، شنونکو یو داسې فلم بللی و، چې په وینا یې له کووېډ وبا وروسته یې یو ځل بیا سینماګانو ته د نندارچیانو پام اړولو کې مهم رول درلود.

'درشیم ۲' ځکه د هغه کال تر ټولو بریالی فلم وبلل شو، چې ۳۴۵ کروړه روپۍ عاید یې درلود.

د 'درشیم' په نامه فلم لومړی ځل په ملیالم ژبه چمتو شوی و، چې په ۲۰۱۳ کال کې نندارې ته وړاندې شو.

سیناریو لیکوال او لارښود یې جیتو جوزف د فلم د مرکزي کرکټر جارج کټي لپاره د ملیالم سینما مشهور ستوری موهن لال ټاکلی و.

دغه کرکټر او د هغه پر محور راڅرخېدونکې له رازونو ډکه کیسه د لیدونکو دومره خوښه شوه چې 'درشیم' د هغه مهال تر ټولو بریالی ملیالم فلم ثابت شو.

د دې فلم هندي بڼه د ۲۰۱۵ کال د جولای پر ۳۱مه نندارې ته وړاندې شوه، چې بې ساری بریا یې ترلاسه کړه.

د فلم لارښود نشیکانت کامت و.

د هندي ژبې فلم نندارچیانو لپاره اجی دیوګن د وجې سالګاونکر رول ولوباوه، او تبو د پولیس افسرې میرا دیشمک په کریکټر کې راڅرګنده شوه.

خو په هره ژبه کې د 'درشیم' اصلي ځواک د فلم په سیناریو نغښتی بلل شوی.

د فلم یو شمېر نندارچیانو د فلم له کتلو وروسته پر خواله رسنیو په دې هکله غبرګون څرګند کړی او ډېری هغو دا یو کامیاب فلم بللی دی.

د ټولنیزو رسنیو یوې کارونکي شمبوي ګپتا لیکي:

''همدا اوس مې درشیم ۳ ولید، او رښتیا هم ډېر په زړه پورې فلم دی! د فلم پای له کیسې سره په بشپړه توګه سمون خوري. نه پکې سندرې شته، نه د نڅا ځانګړي نندارې (ایټم نمبرونه) او نه هم بې ځایه تبلیغات، خو بیا هم دا یو شاهکار دی.''

د ادیشن په نوم یوه کارونکي لیکلي:

''درشیم ۳ډېر عالي فلم دی! پای یې په بشپړ ډول د قناعت وړ و. ابیشیک پاټک د ستاینې وړ دی، ځکه هغه دا فلم له اصلي هغه هم غوره چمتو کړی او کیسه یې یو ګام نوره هم مخته وړې ده. اجی دیوګن داسې ښکاري لکه همدا رول ورته جوړ شوی وي. او جایدیپ اهلاوت هم بې ساری تمثیل کړی دی. پرکاش راج یو ځل بیا خپله غوره تمثیل ښودلی دی.''

د ملیالم ژبې 'درشیم ۳' په اړه (مډ ډې) ورځپاڼې لیکلي چې په لومړي نظر ښايي داسې ښکاره شي چې د درېیم فلم کیسه، کږلېچونه او حیرانوونکي انکشافات د مخکینیو برخو په څېر نه ډېر پېچلي دي او نه هم هغومره اغېزمن. خو د ورځپاڼې په باور، همدا د فلم ځانګړتیا ده. د پخوانیو فلمونو برعکس، دا ځل جارج کټي پر ټولو حالاتو بشپړ کنټرول نه لري، او کیسه د هغه د کمزورۍ او انساني محدودیتونو یو نوی اړخ هم څرګندوي.

بل لور هندوستان ټایمز د جیتو جوزف د دې مشهورې فلمي لړۍ درېیمه برخه د لړۍ نسبتاً کمزورې کړۍ بللې ده. د دغې ورځپاڼې د ارزونې له مخې، که څه هم فلم لا هم د تعلیق او جذابیت عناصر لري، خو د مخکینیو برخو په شان پیاوړی اغېز نه پرېږدي.