لیبیا ته نژدې د کډوالو له یوې کښتۍ سره د اړیکې له پرې کېدو وروسته په باجوړ کې د جنازې غیابي لمونځ شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د اندېښنې او غم فضا وروسته تر هغه خپره شوه چې د کډوالو یوې کښتۍ چې اروپا ته یې کډوالو لېږدول، د لیبیا ساحل ته نژدې اړیکه ورسره پرې شوه.

د پاکستاني چارواکو یا اړوندو نړیوالو سازمانونو لخوا په کیښتۍ کې د سپرو کسانو، د هغوی د شمېر یا تلفاتو په اړه کوم رسمي تایید نه دی شوی.

په لیبیا کې یو پاکستاني ډیپلومات، د بي بي سي اردو خبریال روحان احمد ته ویلي، هغه هم د خبرونو له لارې له پېښې خبر شوی او سفارت د پېښې د تایید په تړاو هڅې کوي.

هغه زیاته کړې "موږ د لیبیا له چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له نړیوال سازمانه جزییات غوښتي دي، خو تر اوسه چا پېښه نه ده تایید کړې."

په همدې وخت کې د باجوړ د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي په کیښتۍ کې د دوی د سیمې څو تنه ځوانان سپاره وو، چې هڅه یې کوله د لیبیا له لارې اروپا ته ولاړ شي.

تر دې پېښې وروسته، په باجوړ کې ډېری کورنۍ د خپلو دوستانو په اړه معلوماتو ته په تمه دي، که څه هم د چارواکو لخوا هېڅ مړینه نه تایید شوې، خو په ځینو کلیو کې، د ورکو شویو کسانو لپاره غیابي جنازې هم شوې دي.

'استازي وویل له کیښتۍ سره اړیکه پرې شوې ده'

د باجوړ د برخلزو سیمې اوسېدونکي ولي جان بي بي سي ته وویل، یوه استازي د سې شنبې په سهار هغه ته خبر ورکړ، له هغې کښتۍ سره اړیکه پرې شوې چې د هغه وراره هلال خان پکې سفر کاوه.

د هغه په وینا، ایجنټ وویل، کښتۍ د نومبر د ۲۱/ ۲۲ په شپه د لیبیا له ساحله وتلې وه خو له حرکت شاوخوا دوه ساعته وروسته اړیکه نه ده ورسره نیول شوې.

د ولي جان په وینا، هغه له همغه وخته پرلپسې توګه هڅه کوي معلومات ترلاسه کړي، خو تر اوسه یې هېڅ تایید شوي معلومات نه دي ترلاسه کړي.

هغه وویل، له هلال خان سره یې وروستۍ اړیکه شاوخوا ۱۱ ورځې وړاندې وه. تر هغه وروسته یې کورنۍ هېڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي.

نوموړی زیاتوي، هلال د خپلې سیمې له څو نورو ځوانانو سره و، چې د هغوی کورنۍ هم له ورته ناڅرګند حالت سره مخ دي.

ولي جان وايي، کورنیو ته تر اوسه د کوم حکومتي چارواکي یا د پاکستان د کومې ډیپلوماتیکې سرچینې له خوا هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي، چې له مخې یې دوی ته د ورکو شویو کسانو د وضعیت په اړه پوه شي.

د هغه په وینا، هلال خان او ملګري یې لومړی سعودي عربستان ته تللي وو او تر عمرې وروسته د لیبیا په لور خوځېدلي وو.

په ځینو سیمو کې د جنازې غیابي لمونځونه

د چهارشنبې په ورځ د باجوړ په ځینو سیمو کې د ورک شویو کسانو لپاره د جنازې غیابي لمونځونه وشول، په داسې حال کې چې په ځینو کلیو کې په سیمه ییزه کچه مشورې روانې دي.

په باجوړ کې یو ټولنیز کارکونکی شاه ولي خان وايي، په دې ولسوالۍ کې له تېرو څو کلونو راهیسې ناکراريو او اقتصادي ستونزو د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه محدود کړي دي.