تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستانی ستورمزلی د چین 'شینژو-۲۴' فضایي بېړۍ کې فضا ته لاړ
د چین د جیوچوان سپوږمکۍ توغولو له مرکزه د چهارشنبې په ورځ توغول شوی 'شینژو ۲۴' فضايي ماموریت د چین له فضايي سټېشن سره ونښلول شو.
وروسته د شینژو ۲۴ عمله، چې پاکستانی ستورمزلی د محمد ذیشان علي هم پکې شامل دی، فضايي سټېشن ته ننوتله.
د 'تیانګونګ' فضايي سټېشن هغه عملې چې له وړاندې د 'شینژو ۲۳' ماموریت برخوال وو، د خپلو نویو همکارو ستورمزلو هرکلی وکړ.
د چین د فضايي سټېشن پر اېکس پاڼه خپرو شویو انځورونو سره لیکل شوي چې دا د چین او پاکستان ترمنځ د نړیوالې فضايي همکارۍ د یوه نوي پړاو پیل دی.
د شینژو ۲۴ ماموریت له مخې درې ستورمزلي تیانګونګ فضايي سټېشن ته لېږل شوي دي چې پکې تانګ هونګ بو د قوماندان، وو يي د الوتنې انجنیر او محمد ذیشان علي د پيلوډ (Payload) متخصص په توګه شامل دي.
شینژو ۲۴ د پاکستان په وخت د سهار په شاوخوا ۸:۵۶ بجو له تیانګونګ فضايي سټېشن سره ونښلول شو. دې فضايي بېړۍ له ځمکې تر توغېدو وروسته خپل سفر په څه باندې درې نیمو ساعتونو کې بشپړ کړ.
چینايي چارواکو دغه ماموریت 'بشپړ بریالی' بللی دی.
ذیشان علي له روانېدو مخکې خبریالانو ته ویلي وو: ''زه د پاکستان نوم پر خپلو اوږو او د ۲۵۰ میلیونه پاکستانیانو هیلې له ځان سره وړم.''
په دې ماموریت کې د هغه ګډون د پاکستان او چین د فضايي همکاریو لپاره یو مهم پړاو ګڼل کېږي. دا همکاري په داسې حال کې پراخېږي چې دواړه هېوادونه د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو ۷۵مه کلیزه نمانځي.
پاکستان تر اوسه په خپلواکه توګه فضا ته د ستورمزلو د استولو وړتیا نه ده لرلې، له همدې امله په دې ماموریت کې ګډون د دغه هېواد لپاره ځانګړی اهمیت لري.
ذیشان علي او خرم داوود، چې د شینژو-۲۴ ماموریت لپاره وروستي نوماندان وو، خپلې روزنیزې دورې په چین کې بشپړې کړې دي. دوی د چینايي متخصصانو تر لارښوونې لاندې د تیانګونګ فضايي سټېشن اړوند روزنې او اړین تخنیکي مهارتونه زده کړي دي.
محمد ذیشان علي، د پاکستان د هوايي ځواک پخوانی پیلوټ، د چهارشنبې په ورځ د لېندۍ په څلورمه د چین په لومړني انسان لېږدونکي فضايي ماموریت کې د لومړي پاکستاني او لومړي غیرچینايي کس په توګه د تیانګونګ فضايي سټېشن پر لور روان شو.
ذیشان علي ویلي چې د دې ماموریت لپاره د چمتووالي پر مهال د چینايي ژبې زدکړه د هغه له سترو ننګونو څخه یوه وه.
هغه د روزنې بېلابېل پړاوونه تر بشپړولو او وروستي انتخاب وروسته اوس د پاکستان د استازي په توګه د چین په یوه مهم فضايي پروګرام کې برخه اخلي.
د فضايي استوګنې پر مهال به ذیشان علي یو لړ علمي څېړنې ترسره کړي. په دې څېړنو کې په بکتریاوو کې د فوتوسنتز بهیر ارزول او د نباتي تخمونو پر ودې د فضايي وړانګو او مایکروګراوېټۍ (کمې جاذبې) اغېزو مطالعه شامله ده. ساینسپوهان هیله لري چې د دغو ازموینو پایلې به پر ژوندیو موجوداتو د فضايي شرایطو د اغېزو په ښه درک کې مرسته وکړي.
ټاکل شوې ده چې ذیشان علي له یوې لنډې مودې وروسته له تیانګونګ فضايي سټېشن څخه بېرته ځمکې ته راستون شي. هغه دوه چینايي ستورمزلي به هم چې له دې وړاندې په سټېشن کې مېشت وو ورسره بېرته ستانه شي.
د ماموریت قوماندان تانګ هونګبو او د الوتنې انجنیر وو يي به د شینژو د پخواني ماموریت له یوه غړي سره یوځای د شاوخوا شپږو میاشتو لپاره په تیانګونګ فضايي سټېشن کې خپلو علمي او څېړنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.