تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان پر رحمان ګل انعام ټاکلی دی څوک دی؟
د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت د وسله والو ډلو په اړه د کره معلوماتو ورکوونکو لپاره د کروړونو روپیو انعام اعلان کړی دی.
د ایالتي حکومت د یوې ویناپاڼې له مخې، د بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان لیبریشن ارمي (BLA) د نوي ټاکل شوي مشر رحمان ګل او د دغه ډلې د پخواني مشر بشیر زیب په اړه د باوري معلوماتو د چمتو کولو په بدل کې د ۲۵ کروړه پاکستانۍ روپیو انعام ټاکل شوی دی.
له دې سربېره، د نورو خورا مطلوبو کسانو پر سرونو هم له پنځو لکو روپیو تر څو کروړو روپیو انعامونه اعلان شوي دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار بابر یوسفزي ویلي چې د معلوماتو ورکوونکو هویت به په بشپړ ډول پټ ساتل کېږي او انعامونه به د بلوچستان حکومت د ټاکل شویو اصولو او تګلارو له مخې ورکول کېږي.
همدا روانه میاشت بلوچ لیبریشن ارمي اعلان وکړ چې رحمان ګل، مشهور په مرید بلوچ، د دغه ډلې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
هغه د بشیر زیب بلوچ پر ځای ټاکل شوی، چې د نومبر میاشتې په لومړیو کې دغه وسله والې ډلې د هغه د لرې کولو خبر ورکړی و. دغه ډلې ویلي وو چې د نوي مشر تر ټاکل کېدو به ټول اداري، پوځي او پالیسۍ جوړوونکي واکونه په رسمي ډول د BLA تر ټولو لوړې ادارې (رهبرۍ شورا) ته سپارل شوي وي.
د رحمان ګل د ټاکنې په اړه د دغه وسله والې ډلې ویاند پر خواله رسنیو په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې: "هغه د دغه تنظیم دننه د مهمو پوځي او اداري دندو د رهبرۍ پراخه تجربه لري."
اعلامیه زیاتوي چې نوموړي د قوماندان اعلی د دندې تر سپارلو مخکې د BLA د لوړ پوړي رهبرۍ پلاوي د غړي او د مجید بریګېډ د قوماندان په توګه خپلې دندې ترسره کولې.
د پاکستان حکومت دا اعلان داسې مهال کوي چې په بلوچستان کې سږ کال د پوځ او حکومتي ادارو پر وړاندې د خرپ او ترپ بریدونو زور اخیستی. دې بریدونو کې د پولیسو مرکزونه، پوځي کاروانونه او عامه ادارې په نښه شوې دي.
رحمان ګل څوک دی؟
رحمان ګل، د خپل مخکیني مشر بشیر زیب په څېر، د بلوچستان د سرحدي ولسوالۍ «نوشکي» اوسېدونکی دی. نوشکي له افغانستان سره ګډه پوله لري او د بلوچستان له ایالتي مرکز کوټې ښاره شاوخوا ۱۴۰ کیلومتره لوېدیځ ته موقعیت لري.
خبریال او شنونکي کیا بلوچ چې د بلوچستان سیاست او وروستي ناارامۍ له نږدې څاري وايي، رحمان ګل د ۱۹۸۴ کال د اګسټ په میاشت کې د نوشکي ښار سوېل ته په "کلي مینګل" نومې سیمې کې د بلوچستان د "مینګل" قبیلې په یوې پېژندل شوې کورنۍ کې زېږېدلی دی.
کیا بلوچ وايي: "د رحمان ګل د کورنۍ مشرانو تل د سیمې په قبیلوي، ټولنیزو او سیاسي چارو کې مهم رول لوبولی دی. د هغه پلار هم د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ د PB-34 نوشکي له ټاکنیزې حوزې د خپلواک نوماند په توګه په ټاکنو کې برخه اخیستې وه."
د بلوچانو نومیالی شاعر او پرمختګپال سیاستوال ګل خان نصیر، چې د (ملي عوامي ګوند) د واکمنۍ پر مهال د پوهنې وزیر و، د رحمان ګل له نږدې خپلوانو دی.
د هغه بل نږدې خپلوان لونګ خان مینګل یو چریکي قوماندان و، چې د ۱۹۷۰مې لسیزې په موده کې د (ملي عوامي ګوند) په مشرۍ د بلوچستان د لومړني ټاکل شوي حکومت له لرې کېدو وروسته یې وسله واله مبارزه پیل کړه. نوموړی وروسته د قلات ولسوالۍ په "دشت ګوران" سیمه کې د یوې پوځي نښتې پر مهال ووژل شو.