تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'لاهور کې د مولانا فضل الرحمان د استوګنځي شاوخوا لوی شمېر پوليس ځای پر ځای شوي'
د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مسوولین ادعا کوي، د پوليسو ګڼ شمېر ځواکونه په لاهور کې د مولانا فضل الرحمان د استوګنځي مخې ته ځای پر ځای شوي او هېڅ چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې ودانۍ ته دننه شي يا ترې ووځي.
د لاهور پوليسو تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. بي بي سي اردو څانګې هڅه کړې چې د لاهور پولیسو د عملياتي څانګې له مشر (ډي ای جي) سره اړيکه ونيسي او ليکلي پوښتنې يې هم ورته استولې دي، خو تر اوسه يې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د جمعيت علمای اسلام (جي یو ای-ف) یوه مشر سناتور کامران مرتضیٰ بي بي سي ته وویل، مولانا فضل الرحمان پروګرام درلود، چې د نومبر پر ۲۴مه سهار ۱۱ بجې د لاهور عالي محکمې د وکیلانو ټولنې لخوا رابلل شوې ټولګوندې غونډې ته وينا وکړي. نوموړی په همدې موخه د لاهور د ټهوکر نياز بېګ سيمې (پارک ويو سيټي) کې په خپل مېشتځای کې و او له هماغه ځايه يې غونډې ته د تګ پلان درلود.
د کامران مرتضیٰ په وينا، د پنجاب حکومت په لوی لاس مولانا فضل الرحمن "نظربند" کړی، چې په ياد کنفرانس کې یې د ګډون مخه ونيسي.
هغه زياته کړه چې جمعيت علمای اسلام (ف) د دې اقدام پر ضد لاهور عالي محکمې ته د 'بېځایه توقیف' عريضه هم سپارلې او د بېړنۍ اورېدنې غوښتنه يې کړې وه، خو محکمې دغه غوښتنه تر سبا پورې ځنډولې ده.
په عريضه کې ويل شوي چې د ګوند اړوند کسان د سهار په نهو بجو د دې لپاره د مولانا فضل الرحمان مېشتځای ته ورغلي وو چې د هغه د وينا قانوني اړخونه ورسره وڅېړي، خو د کور شاوخوا يې سلګونه پوليس او د زندان موټرې ليدلي دي.
د عريضې له مخې، کله چې د قانوني ټيم غړو له پوليسو غوښتنه وکړه چې د مولانا فضل الرحمان د احتمالي نيولو يا محدودولو قانوني حکم يا سند وښيي او هغوی ته د ننوتلو اجازه ورکړي، نو نه ورته د ملاقات اجازه ورکړل شوه او نه هم کوم قانوني سند وړاندې شو.
د جمعيت علمای اسلام (ف) په غوښتنليک کې ادعا شوې چې د ګوند مشر په ناقانونه توګه 'بېځایه توقیف' کې ساتل کېږي او له محکمې غوښتنه شوې چې د دې مسئلې په اړه سملاسي قانوني اقدام وکړي.
د مولانا فضل الرحمان دریځ
تازه پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې مولانا فضل الرحمان په دا وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج، بېړني حالت (ایمرجنسۍ)، د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند پر ضد د حکومت پر اقداماتو او پالیسیو په ښکاره ډول نیوکې کوي.
بل لور، د پاکستان فدرالي حکومت ځینو وزیرانو هم د مولانا فضل الرحمان پر ضد سختې څرګندونې کړې او د هغه پر دریځ ته یې توند غبرګون ښودلی دی.
د نومبر لومړیو کې د پاکستان پلټنو ادارو (نېب) او (اېف آی اې) او د پلازمېنې پرمختیايي ادارې (سي ډي اې) لخوا د مولانا فضل الرحمان زوی، پخواني فدرالي وزير اسعد محمود او د هغه ځينو نږدې ملګرو ته د بېلابېلو قضيو په تړاو نوټيسونه لېږل شوي دي.
د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، "د هېواد سره د مينې پر ځای د وفادارۍ معيار د ځينو نامعلومو ځواکمنو کړيو پيروي ګرځېدلې، او هغه کسان چې له حاکمو دريځونو سره اختلاف لري، د غدار په نوم يادېږي."
د نومبر لومړیو کې په اسلاماباد کې ملي تعليمي کنفرانس ته وینا کې مولانا فضل الرحمان پر حکومت او هم اسټېبلشمنټ چې پاکستان کې د پوځي مشرتابه لپاره کارول کېدونکې اصطلاح ده، نيوکې وکړې.
نوموړي وويل، ''موږ ښه پوهېږو، چې پاليسۍ څوک جوړوي او پرېکړې څوک کوي''، او زياته يې کړه چې حکومت د خپل چلند له امله پخپله ځان ته ستونزې جوړوي.
د جې يو ای (ف) مشر د احتساب پر نظام هم نيوکې وکړې او ويې ويل چې له ۳۴ کلونو راهيسې په سياست کې دی، خو هېڅکله د فساد په کومه قضيه کې محکمې ته نه دی حاضر شوی.
د هغه په وينا، د احتساب ادارې د رڼو او بې پرې پلټنو پر ځای د سياسي مخالفينو پر ضد کارول کېږي او د هغوی د بدنامولو هڅې روانې دي.
مولانا فضل الرحمن ادعا وکړه چې د ده پر کورنۍ، د ګوند پر مشرانو او ان د ده پر سوداګريزو ملګرو هم فشار اچول کېږي، خو دی به له خپل دريځه شاته نه شي.
هغه وويل، ''کمزوري خلک نور پاروي، خو زړور خلک په پارونو نه راپارېږي.''
د حکومت او مولانا فضل الرحمان تر منځ د اختلاف لامل څه دی؟
پېښور کې د بي بي سي خبریال عزیزالله خان وايي، د روان سیاسي کړکېچ تر ټولو مهم شالید په خیبر پښتونخوا کې د اکتوبر پر ۱۱مه د ګورنر راج پلی کېدل دي.
پاکستان فدرالي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د امنیت او ثبات د وضعیت او د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو په برخه کې د صوبايي حکومت پر رول نیوکې کړې وې او د اساسي قانون د ۲۳۴مې مادې له مخې یې ګورنر راج اعلان کړی.
له هغه وروسته، د صوبې د ټاکل شوي حکومت واکونه وځنډول شول او اداري چارې د ګورنر یا والي تر څارنې لاندې راغلې.
مولانا فضل الرحمان د هغه اقدام مخالفت وکړ او دا یې د اساسي قانون او ولسواکۍ له اصولو سره په ټکر کې وباله.
نوموړي د اکتوبر پر ۲۹مه د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال وویل چې په هېواد کې د اساسي قانون نظام او د پارلمان برلاسي زیانمنېږي او سیاسي اختلافونه د ټکر پر لور بیول کېږي.
هغه د خېبر پښتونخوا د ګورنر راج پر نافذېدو اعتراض وکړ او په وینا یې حکومت اساسي قانون د سیاسي موخو لپاره کاروي.
مولانا فضل الرحمان دا ادعا هم وکړه چې نوموړي په خېبر پښتونخوا کې د سیاسي ترینګلتیا د کمولو او د فدرالي او صوبايي حکومتونو ترمنځ د خبرو پیلولو هڅې کړې وې، خو د هغه په وینا، "زما له هڅو سره سره هم ګورنر راج نافذ کړای شو."
د مولانا له هغې وینا وروسته، ځینو فدرالي وزیرانو پر هغه سختې نیوکې وکړې.
د دفاع وزیر خواجه اصف د مولانا فضل الرحمان پر سیاسي رول او له بېلابېلو حکومتونو سره د هغه پر پخوانیو اړیکو پوښتنې راپورته کړې.
خواجه اصف تور ولګاوه چې مولانا فضل الرحمان چې په حکومت کې ونډه ترلاسه کړي، دریځ یې بدل وي، خو کله چې له حکومته بهر وي، د مخالفت لاره خپلوي.
هغه دغه راز پر مولانا تور پورې کړ چې مذهب د سیاسي او مالي ګټو لپاره کاروي.