د افغان سندرغاړي وحید صابري جنازه کابل ته لېږدول کېږي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغان سندرغاړي وحید صابري مړی، چې پنځه ورځې وړاندې د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې مړ شو، د هغه د کورنۍ په غوښتنه کابل ته لېږدول کېږي او هملته به یې خاورو ته وسپاري.

د ښاغلي صابري د جنازې لمونځ د چهارشنبې په ورځ، (لیندۍ ۲۴) مه په تاشکند کې ترسره شو، چې پکې په ازبکستان کې مېشتو ځینو افغانانو، یو شمېر سندرغاړو، کلتوري فعالانو ګډون کړی و.

باخبره سرچینو بي بي سي ته ویلي، ټاکل شوې وه په پیل کې د هغه مړی په تاشکند کې خاورو ته وسپارل شي او ان د ښخولو لپاره یې چمتووالی هم نیول شوی و.

د دې سرچینو په وینا، پر وخت جنازې ته د کورنۍ د غړو نه رسېدو له امله د جنازې مراسم وځنډول شول او په پای کې له کورنۍ سره یې تر مشورې او همغږۍ وروسته، پرېکړه وشوه چې د دغه سندرغاړي مړی کابل ته د ښخولو لپاره ولېږدول شي.

د مراسمو تنظیموونکو په وینا، افغانستان ته د ښاغلي صابري جسد د لېږدولو چارې به په ازبکستان کې د مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو په همکارۍ ترسره شي.

دغه سندر غاړي چې په وروستیو کلونو کې یې په تاشکند کې یوازې ژوند کاوه او د زړه ناروغي یې لرله، د دوشنبې په ورځ په خپل کور کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

وحید صابري څوک و؟

وحید صابري په ۱۳۳۷ لمریز کال کې د کابل په ده افغانو کې زېږېدلی و. هغه د حبیبیې له لېسې څخه فارغ شو او خپلې لوړې زده کړې یې په کابل پوهنتون کې د روسي ادبیاتو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې وې.

ښاغلي صابري په ۲۰۱۹ کال کې، د هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي و، هغه د کندهار او د سدوزيو له قومه دی.

د وحید صابري لومړۍ سندره په ۱۳۵۷ کال کې د افغانستان له ټلویزیونه خپره شوه.

هغه خپل هنري فعالیت په "کابل ګروپ" کې د جاز او ډرم له غږولو پیل کړ او وروسته د "باران ډلې" سره یوځای شو. د هغه لسګونه سندرې د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون په ارشیف کې ثبت شوي دي.

پر موسیقۍ سربېره، هغه یو لوبغاړی هم و او په کابل کې د اوسېدو پر مهال یې، وکولی شو، د سوک وهنې په برخه کې د افغانستان ازادو کلبونو ترمنځ اتلولي وګټي.

صابري یو کال د افغانستان په دولتي راډیو او ټلویزیون کې کار وکړ، بیا عسکرۍ ته لاړ او د پوځي خدمت دورې له پای ته رسېدو وروسته بېرته خپلې دندې ته ورستون شو.

وحید صابري، پنځه کاله وړاندې، د "هارون یوسفي سره د سټوډیو ۱۹" پروګرام په یوې مرکې کې ویلي و، په ۱۹۹۱ کال کې د کنسرت د ترسره کولو لپاره تاجکستان ته لاړ. بیا یې ازبکستان ته سفر وکړ او د ډاکټر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو او په افغانستان کې د مجاهدینو له بریا سره، بېرته تاجکستان ته ستون شو او وروسته تر هغه یې بیا تر ۱۹۹۳ کاله په مسکو کې ژوند کاوه.

د وحید صابري لسګونه سندرې او البومونه خپاره شوي دي. د "تقدیر"، "بامیان"، "وطنم کو" او "اندک اندک" په نومونو څلور البومونه یې په هند کې جوړ او خپاره شوي وو.

د وحید صابري په مړینې ډېرو افغانانو غبرګونونه ښوولي دي او زیاتره مینه والو یې د افغان موسیقۍ د یو یادګاري غږ پر بندېدو خواشیني څرګنده کړې ده.