تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فعالان وايي، اسرائیلي ځواکونه قبرس ته نږدې غزې ته تلونکې 'فلوټیلا' بېړۍ ته ورختلي
- Author, ډېوېډ ګریټن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
فلسطین پلوي فعالان وایي، اسرائیلي ځواکونو د قبرس لوېدیځ ته په نړیوالو اوبو کې د غزې لپاره د مرستو لېږدونکو له ۵۰ ډېرو کښتیو کاروان درولی دی.
د "ګلوبل صمود فلوټیلا" (GSF) ډلې د سېشنبې په ورځ ویلي چې د دوی پر بېړیو "یو بل ناقانونه سمندري برید" شوی، په داسې حال کې چې دغه کاروان د غزې له ساحله شاوخوا ۲۵۰ سمندري میله (۴۶۰ کیلومتره) لرې و. غزه د اسرائیلو تر سمندري کلابندۍ لاندې ده. په یوه ژوندۍ بڼه خپرېدونکې وېډیو کې ښودل شوې چې ځانګړي سمندري ځواکونه پر بېړیو ورخېژي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، دا عملیات "په اغېزناک ډول هغه ناوړه پلان شنډوي چې هدف یې په غزه کې پر حماس ترهګرو د لګول شوې انزوا ماتول وو".
تېره میاشت، اسرائیلي ځواکونو د همدې کاروان ۲۲ بېړۍ د یونان کریت ټاپو ته نږدې نیولې وې.
په هغه پېښه کې، ۱۸۱ فعالان نیول شوي وو چې له دوو پرته نور ټول له نړیوالو پراخو غندنو وروسته بله ورځ د یونان په ټاپو کې خوشي شول.
د اسپانیا وګړی سیف ابو کشک او د برازیل وګړی تیاګو اویلا اسرائیلو ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره ولېږدول شول او مخکې یې ۱۰ ورځې په توقیف کې تېرې کړې وې.
وروسته پاتې بېړۍ د ترکیې د مارماریس بندر ته ولاړې او ۵۴ بېړۍ تېره پنجشنبه له هغه ځایه د غزې پر لور وخوځېدې. ویل کېږي چې له ۴۵ هېوادونو تر ۴۶۰ ډېر فعالان په دې ماموریت کې برخه لري.
د دوشنبې په ورځ د قبرس پر وخت سهار ۱۰:۳۰ بجې د GSF یادو بېړیو ډلې پر وېبپاڼه ژوندۍ خپرونه ښودله چې ځانګړي ځواکونه یوې بېړۍ ته ورنږدې کېږي او بیا پرې ورخېژي، په داسې حال کې چې سپرلیو خپل لاسونه پورته کړي وو.
د GSF تنظیموونکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "پوځي بېړۍ اوس مهال زموږ کاروان دروي او اسرائیلي ځواکونه په رڼا ورځ زموږ پر لومړۍ بېړۍ ورخېژي".
هغوی زیاته کړې: "موږ د خپلې قانوني او بېتاوتریخوالي بشري مرستندویه ماموریت لپاره د خوندي تګ غوښتنه کوو. حکومتونه باید اوس لاس په کار شي چې دا ناقانونه کړنې او هغه سمندري غلا ودروي، چې هدف یې پر غزې د اسرائیلو نسلوژونکې کلابندۍ دوام دی."
د سېشنبې په ورځ د قبرس پر وخت د سهار ۱۱:۳۰ بجو، GSF وویل، اسرائیلي ځواکونو په تېرو ۲۲ ساعتونو کې د دوی ۴۱ بېړۍ درولې دي.
دوی وویل، لس نورې بېړۍ لا هم د غزې پر لور روانې دي، چې یوازې ۱۲۱ سمندري میله (۲۲۴ کیلومتره) د غزې له ساحله لرې دي.
اسرائیلي رسنیو د پوځ له قوله ویلي وو چې تر دوشنبې شپې پورې لږ تر لږه ۳۹ بېړۍ نیول شوې او سلګونه فعالان توقیف شوي دي. تمه کېږي چې هغوی د "اشدود" بندر ته ولېږدول شي او وروسته له اسرائیلو وایستل شي.
GSF ویلي چې په نیول شویو بېړیو کې شاوخوا ۴۰ ترکي وګړي وو.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیلو هغه څه "سمندري غلا او لوټماري" وبلله چې ده د "هیلو د مسافرو" پر ضد ترسره کول یاد کړل او په کلکو ټکو یې وغندل.
د فلوټیلا صمود بېړیو د ډلې په وینا، د ایرلنډ د ولسمشرې کاترین کونولي خور هم د هغو ۱۲ ایرلنډي وګړو له ډلې وه چې اسرائیلو نیولي دي.
کونولي د دوشنبې په ورځ په لندن کې له پاچا چارلز درېیم سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل چې لا یې له خپلې خور مارګریټ سره خبرې نه دي کړې او د نیونې په اړه معلومات نه لري.
هغې وویل: "داسې ښکاري چې دا پېښه په نړیوالو اوبو کې شوې ده او دا د اندېښنې وړ ده. زه پر خپلې خور ویاړم، خو ورته اندېښمنه یم".
د ایرلنډ لومړي وزیر میچل مارټین وویل، څه چې شوي "بالکل د منلو وړ نه دي" او "غلط" دي. هغه زیاته کړه چې خلک حق لري اعتراض وکړي او د غزې د "بوږنوونکي" بشري وضعیت د روښانه کولو لپاره په داسې ماموریتونو کې برخه واخلي.
د اېاېفپي خبري اژانس په وینا، د حماس یوه چارواکي باسم نعیم اسرائیل د "دولتي ترهګرۍ او د نړیوال نظم د سیستماتیک کمزوري کولو" په تور تورن کړ.
د اسرائیلو لومړي وزیر د دفتر د خبرو پربنسټ، د سمندري ځواکونو قوماندان ته د راډیو له لارې ویلي چې "تاسو فوقالعاده کار کوئ".
نتنیاهو وویل: "تاسو دا کار په ډېر بریالیتوب او همداراز په ارامه ډول کوئ او زموږ د دوښمنانو له تمې کمه تبلیغاتي بڼه لري. له همدې امله، د زړه له تله مبارکۍ درته وایم".
تر دې وړاندې، د اسرائیلو بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی و چې د غزې د کلابندۍ د ماتېدو اجازه به ورنه کړي او دا محاصره یې قانوني بللې وه. وزارت له کاروانه غوښتي وو چې بېرته وګرځي.
پر ایکس یوه اعلامیه کې راغلي و: "یو ځل بیا، یوازې د پارونې لپاره پارونه: یو بل تش په نوم 'بشري مرستندویه کاروان' چې هېڅ بشري مرسته نه لري".
په اعلامیه کې زیاته شوې وه: "دا ځل، دوه تاوتریخجنې ډلې - ماوي مرمره او IHH، چې وروستۍ یې ترهګره ډله بلل شوې – هم په دې پارونه کې برخه لري".
IHH له هغهې ډلې یوه وه چې په ۲۰۱۰ کال کې یې د غزې د محاصرې د ماتولو لپاره د مرستو کاروان تنظیم کړی و. هغه مهال اسرائیلي ځانګړو ځواکونو د "ماوي مرمره" پر نوم ترکي بېړۍ چاپه وهلې وه او د نښتو پر مهال یې ۱۰ ترکي فعالان وژلي وو.
GSF ویلي د دوی په کاروان کې هېڅ ترکي بیرغ لرونکې بېړۍ نشته او له هغو کسانو سره تړاو نه لري چې پر ماوي مرمره بېړۍ کې وو.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا هم کړې چې د GSF وروستي سمندري کاروان هدف "د حماس چوپړ کول، د حماس د بېوسلې کېدو له انکاره د پام اړول او د [امریکا] د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سولې د پلان د پرمختګ مخنیوی" دی.
GSF ویلي چې په بېړیو کې فعالانو غزې ته د فلسطینیانو لپاره خوراکي توکي، د کوچنیانو شیدې او طبي مرستې لېږدولې. په غزه کې د ژوند شرایط ډېر خراب دي او د ۲.۱ میلیونه وګړو ډېری برخه بېځایه شوې ده، سره له دې چې تېر اکتوبر د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند هوکړه شوې وه.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت غزه "له مرستو ډکه" بللې او ویلي یې دي چې په تېرو اوو میاشتو کې له ۱.۵ میلیونه ټنه ډېره مرسته او زرګونه ټنه طبي تجهیزات دې سیمې ته داخل شوي دي.
ملګرو ملتونو تېره اونۍ ویلي و چې په غزه کې ډېرې بېځایه شوې کورنۍ لا هم اړ دي په ګڼمېشتو خیمو یا سختو ویجاړو ودانیو کې ژوند وکړي، ځکه خوندي بدیلونه نه شته.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی لا هم محدود دی؛ پاکې اوبه په منظم ډول نه شته، او د کثافاتو د مدیریت سیستمونه زیانمن شوي چې د عامې روغتیا اندېښنې، په ځانګړي ډول د حشراتو او موږکانو پورې تړلې ستونزې، په سمه توګه نه شي حلولی.
ملګرو ملتونو دا هم ویلي چې بشري عملیات د مهمو پرزو، احتیاطي جنراتورونو او نورو تجهیزاتو د واردولو پر محدودیتونو او همداراز د ضروري توکو لکه تېلو او د ماشینونو د تېلو د کمښت له امله اغېزمن شوي دي.
دغه سازمان وايي، په تېره اپرېل میاشت کې غزې ته د ننوتلو لپاره د اسرائیلو له لوري د اجازه ورکړل شوو بشري مرستو یوازې ۸۶ سلنه په پای کې په سرحدي دروازو کې ښکته شوې دي. پاتې مرستې بېرته خپلو اصلي ځایونو ته ستنې کړل شوې.
د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اومه د حماس په مشرۍ پر جنوبي اسرائیلو له برید وروسته پیل شوه، چې پکې شاوخوا ۱٬۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل یوړل شول.
اسرائیلو په ځواب کې په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل، چې د غزې د حماس تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه پکې له ۷۲٬۷۷۰ ډېر کسان وژل شوي دي.