تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیلو کریټ ټاپو ته څېرمه د غزې مرستندویه بېړۍ درولې او ۱۷۵ فعالان یې ونیول
- Author, ډېوېډ ګرېټن
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
فلسطین پلوه فعالانو ویلي، هغه ۲۲ کښتۍ چې د غزې لپاره یې مرستې لېږدولې، د اسرائیلي ځواکونو له خوا د یونان د کریټ ټاپو ته نژدې په نړیوالو اوبو کې درول شوې دي.
د "ګلوبل صمود فلوټیلا" (GSF) تنظیموونکو دا اقدام "سمندري غلا" بللې او ویلي یې دي، هغه کسان چې په کښتیو کې سپاره وو، له غزې څه باندې ۹۶۵ کیلومتره لرې، په ناقانونه ډول نیول شوي؛ هغه غزه چې د اسرائیلو تر سمندري کلابندۍ لاندې ده.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، شاوخوا ۱۷۵ فعالان نیول شوي او دا فلوټیلا یې "تبلیغاتي نمایش" بللی دی.
د GSF د معلوماتو له مخې، د فلوټیلا پاتې ۳۶ کښتۍ اوس د کریټ د جنوبي ساحل ته نژدې دي.
دغه فلوټیلا دوه اونۍ مخکې حرکت پیل کړی و، چې ټولټال ۵۸ کښتۍ له اسپانیا، فرانسې او ایټالیا ورسره یوځای شوې وې، چې د غزې پر وړاندې د اسرائیلو محاصره ماته کړي.
GSF د پنجشنبې په ورځ وویل، د اسرائیلو سمندري ځواکونو د شپې د کریټ شمال لوېدیځ ته په نړیوالو اوبو کې د "تاوتریخوالي ډک برید" پر مهال د فلوټیلا "کښتۍ درولې، ورباندې ختلې او په منظم ډول یې ځینې کښتۍ ناکاره او ویجاړې کړې دي."
دغه سازمان زیاته کړه: "له ټولې نړۍ پر څه باندې ۱۸۰ ملکي کسانو مستقیم برید شوی دی."
دوی وایي، "وروسته له دې چې ګډونوال ونیول شول، د یوې کښتۍ انجن مات شو او مخابرات ګډوډ کړل شول، اسرائیلي ځواکونه شاته شول، ځینې کسان یې له ځان سره بوتلل او یا یې ملکي وګړي په خرابو او بېبرخې کښتیو کې د یوه ستر توپان پر لور پرېښودل."
اسرائیل ټینګار کوي چې اقدامات یې له نړیوال قانون سره سم دي.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "د فلوټیلا په عملیاتو کې د ډېرو کښتیو د ګډون، د تاوتریخوالي د زیاتېدو د خطر او د قانوني محاصرې د ماتېدو د مخنیوي اړتیا له امله، ژر اقدام ضروري و."
دغه وزارت زیاته کړې: "عملیات په نړیوالو اوبو کې په سولهییز ډول او پرته له مرګژوبلې ترسره شول. د کښتیو لومړنۍ پلټنې داسې مواد موندلي چې ښایي نشهيي توکي او د حمل مخنیوي وسایل وي."
وزارت د فلوټیلا تنظیموونکي تورن کړل چې د فلسطین له وسلهوالې ډلې حماس سره یې "لاس یو کړی" چې "د ولسمشر ټرمپ د غزې د سولې پلان دویم پړاو سبوتاژ کړي او د حماس له بېوسلې کېدو د انکار څخه پام واړوي."
وروسته اسرائیلو ادعا وکړه چې فلوټیلا هڅه کړې وه د اسرائیلو یوه سوداګریزه بېړۍ هم بنده کړي.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر وروسته اعلان وکړ:
"د یونان له حکومت سره په همغږۍ، هغه کسان چې له فلوټیلا اسرائیلي بېړۍ ته انتقال شوي، په راتلونکو ساعتونو کې به د یونان پر یوه ساحل ښکته کړل شي."
د یونان حکومت سملاسي په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یونان ویاند پاولوس ماریناکیس مخکې یوې خبري غونډې ته ویلي وو، د نیولو پر مهال د اسرائیلو سمندري بېړۍ د یونان له سمندري قلمرو بهر وې او د اسرائیلو او یونان ترمنځ مخکې هېڅ همغږي نه وه شوې.
هغه وویل: "یوناني چارواکي په نړیوالو اوبو کې د مداخلې حق نه لري، پرته له دې چې د ژغورنې عملیات وي. که اړتیا پېښه شي، دوی په بشپړ چمتووالي کې دي."
هغه زیاته کړه چې د پنجشنبې سهار وختي د یونان ساحلي ساتونکو ته د اسرائیلو له لوري خبر ورکړل شوی و چې د فلوټیلا ۱۷ کښتۍ په نړیوالو اوبو کې بېسرپرسته او ګډوډې پاتې دي او هغه کسان چې پکې وو، اوس د اسرائیلو په جنګي بېړیو کې دي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.
د یونان د منځکيڼ اپوزیسیون سیاستوال، دیمتریس مانتسوس، له حکومته وغوښتل چې روښانه کړي د "دغه ناقانونه اقدام" په وړاندې به څه غبرګون وښيي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د دې نیولو غندنه وکړه او له اسرائیلو یې وغوښتل "ټول هغه ایټالویان سملاسي خوشي کړي چې په ناقانونه ډول نیول شوي دي. " د ایټالیا رسنیو راپور ورکړی چې ۲۴ ایټالویان نیول شوي دي.
میلوني همداراز د "نړیوال قانون بشپړ درناوي او د سپرلیو د فزیکي خوندیتوب د تضمین" غوښتنه وکړه.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ویاند انور العانوني خبریالانو ته وویل: "موږ بیا له اسرائیلي چارواکو غواړو چې نړیوال قانون، په ځانګړي ډول نړیوال بشردوستانه او سمندري قانون رعایت کړي."
طارق رؤوف، چې فلسطیني ـ امریکايي لیکوال او فعال دی، بي بي سي عربي ته ویلي چې دی د فلوټیلا له ملاتړو کښتیو په یوه کې د یونان په اوبو کې و.
هغه وویل: "د بېړۍ دننه مورال لوړ دی. موږ هوډ لرو چې د غزې پر ضد د اسرائیلو د ناقانونه محاصرې د پای ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو."
هغه زیاته کړه: "زه د اسرائیلو د اقداماتو له معافیت او دې ته حیران او خواشینی یم چې څنګه یې په وار وار نړیوال قانون مات کړی، په ځانګړي ډول دومره لرې له غزې څخه."
اسرائیلو تېر اکتوبر هم د GSF له خوا تنظیم شوې پخوانۍ فلوټیلا غزې ته له رسېدو منع کړې وه، چې تر ۴۷۰ ډېر کسان یې ونیول او وروسته یې بېرته وشړل. په دغو کسانو کې د سویډن د اقلیم مشهوره فعاله ګرېټا تنبرګ هم وه.
د GSF په وینا، د نوې فلوټیلا موخې دا دي چې "د اسرائیلو ناقانونه محاصره ننګونه کړي، د یوه دایمي بشري دهلېز د پرانیستلو لپاره هڅې ګړندۍ کړي او پر هغو حکومتونو او شرکتونو نړیوال فشار زیات کړي چې د دې محاصرې په عملي کولو کې شریک دي. "
"کوګات"، چې د اسرائیلو دفاعي اداره ده او د غزې ځمکنۍ لارې کنټرولوي، ویلي چې اسرائیل غزې ته د مرستو د داخلېدو اسانتیا برابروي او "د هغو مرستو پر اندازه هېڅ محدودیت نشته چې غزې ته داخلېدای شي."
د روانې اونۍ په پیل کې د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړ چې په غزه کې وضعیت په پرلهپسې ډول خرابېږي او د دې سیمې ۲.۱ میلیونه اوسېدونکي "له دوامداره او مرګونو اسرائیلي بریدونو او سختو بشري شرایطو سره مخ دي."
د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي، خالد خیاري، امنیت شورا ته ویلي:
"که څه هم په وروستیو اوونیو کې مرستو ته د لاسرسي او د هغو د رسولو په برخه کې ځینې ښهوالی لیدل شوی، خو نامنظم لاسرسی، محدودې فعاله لارې او پر هغو حیاتي بشري توکو محدودیتونه چې اسرائیل یې د "دوګوني استعمال" توکي بولي، لا هم د ملګرو ملتونو فعالیتونه محدودوي".
هغه زیاته کړه:
"خوراکي خوندیتوب لا هم یوه لویه ستونزه ده، او اساسي خدمات، په ځانګړي ډول اوبه، روغتیا او حفظ الصحه، یو ځل بیا د بشپړ سقوط له ګواښ سره مخ دي. "
تېر اګست د خوراکي خوندیتوب د مرحلو د یوځای شوې ارزونې متخصصانو (IPC) تایید کړې وه چې په غزه ښار کې قحطي رامنځته شوې ده.
دسمبر کې دغو متخصصانو ویلي وو چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اکتوبر اوربند، چې د ټرمپ د غزې د سولې پلان د یوې برخې په توګه شوی و، د خوړو او تغذیې وضعیت یو څه ښه کړی، خو بیا هم ۱۰۰ زره کسان له "ناوریني شرایطو" سره مخ دي. اټکل کېده چې دا شمېر به د اپرېل تر نیمایي پورې ۱۹۰۰ کسانو ته راکم شي.
د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس په مشرۍ پر جنوبي اسرائیلو له برید وروسته پیل شوه، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل کړل شول.
اسرائیلو په ځواب کې په غزه کې د حماس پر ضد پوځي عملیات پیل کړل، چې د غزې د حماس تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه پکې له ۷۲ زره او ۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې له دې ډلې ۸۲۴ کسان د اوربند له پیل راهیسې وژل شوي دي.