د کرېکټ درې اړخیزه لوبلړۍ؛ افغانستان د زېمبابوې خلاف سیالۍ کې لومړۍ توپ وهنه کوي

کرېکټ
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له زېمبابوې او بنګله‌دېش سره د یو ورځنیو لوبو په درې اړخېزه لوبلړۍ کې نن له زېمبابوې سره خپله لومړۍ لوبه کوي.

دغه سیالۍ د متحدو عرب اماراتو په ابوظبۍ کې کېږي او زېمبابوې پکې اوړمه ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته د ۹۹ منډو په توپیر نسبتآ لویه ماته ورکړه.

د دغو سیالیو کوربتوب افغانستان کوي.

د ننۍ سیالۍ پچه هم افغان لوبډلمشر رحمت‌شاه زرمتي وګټله او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

ننۍ سیالۍ کې په افغان لوبډله کې رحمان‌الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق‌الله اتل، رحمت شاه زرمتی، حشمت‌الله شهیدي، اعظمت‌الله عمرزی، محمد نبي عیسی‌خېل، راشد خان، الله محمد غضنفر، ضیاءالرحمن او فضل الحق فاروقي لوبه کوي.

افغان لوبډلمشر وویل د پوپ وهنې پرېکړه یې ځکه وکړه، چې وېشتنځای ورته ښه وبرېښېد. هغه هیله وښوه چې توپ وهونکي به یې څو اوږدې ملګرتیاوې (پراټنرشېپونه) وکړې.

رحمت‌شاه وویل، افغان لوبډله تل په اماراتو کې ښه لوبېدلې او هڅه به دا وي چې دغه بهیر ته دوام ورکړي.

زېمبابوې د افغانستان خلاف سیالۍ ته د خپلې تېرې لوبې لپاره ټاکلې لوبډله کې دوه بدلونونه راوستي دي.

د دغه هېواد لوبډلمشر سکندر رضا ویلي، چې کراېګ اېروین او نېومن نیامهوري د ټپي کېدو له کبله بدل شوي او پر ځای یې مېډل ارډر توپ وهونکی ریان بورل او مېډیم فاسټ توپ چوونکی اېرنېست ماسوکو اخیستل شوي دي.

د یادونې ده چې ګراېک او نیامهوري د بنګله‌دېش خلاف بریا کې پام وړ رول درلود.

کرېګ په تېره لوبه کې زېمبابوې لپاره تر ټولو ډېرې ۹۳ منډې وکړې. نېومن هم ۲۱ چټکې منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد. هغه په توپ اچونه کې یو بنګالی لوبغاړی هم وسوځاوه.

د زېمبابوې خلاف د افغانستان د لوبې ریکارډ

کرېکټ

افغانستان له ننۍ سیالۍ ورمخکې د زېمبابوې خلاف ۳۰ یو ورځنۍ لوبې کړې او ۲۰ یې ترې ګټلې دي.

زېمبابوې په تېرو اتو کلونو کې له افغانستانه یوه یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزه سیالي هم نه ده ګټلې.

خودا چې د دې درې اړخېزې لوبلړۍ په لومړنۍ سیالي کې یې بنګله‌دېش ته په لوی توپیر ماته ورکړه، نو له دې کبله به یې روحیه پیاوړې وي.

افغانستان بیا تر دغو سیالو ورمخکې همدلته په اماراتو کې له بنګله دېش سره یوه سخته پنځه ورځنۍ یا ټسټ سیالۍ مساوي پای ته ورسوله.

تر هغې مخکې یې له ایرلنډ سره څلور لوبې درلودې او ټولې یې وګټلې.