د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دنده پیل کړه، ننګونې به یې څه وي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لخوا د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته رسېدلې او خپل دنده یې پیل کړې ده.
دا په تېرو پنځو کلونو کې دویمه ښځینه مشره ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازیتوب کوي.
په ملګرو ملتونو کې سرچېنو بيبيسي ته ویلي، نوموړې پرون شنبه کابل ته رسېدلې او کار یې پیل کړی دی. د دغو سرچینو له مخې، ټاکل شوې اغلې فاطمه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لومړنۍ ناسته ولري.
اغلې فاطمه د روزا اوتونبایوا ځای ناستې ده. روزا اوتانبایوا له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وه، تر هغه وړاندې نوموړې د قرغزستان لومړنۍ ښځینه ولسمشره او د بهرنیو چارو وزیره وه.
د ملګرو ملتونو د نوې مشرې لپاره ننګونې
د امنیت شورا د پرېکړې له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي درې مهم ماموریتونه لري: د طالبانو له حکومت سره سیاسي ښکېلتیا، له بشري حقونو سره د تړلو موضوعاتو څېړنه او ثبتونه او د نړیوالو مرسته همغږي.
اوس څه باندې یو کال کېږي چې د ملګرو ملتونو دفترونو ته افغان ښځینه کارکونکې نه پرېښودل کېږي. له نوموړی به تمه کېږي چې له هر څه وړاندې د خپلو ښځینه افغان کارمندانو د کار ممنوعیت په اړه د طالبانو حکومت له چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي.
ملګرو ملتونو بیا بیا ویلي چې د مرستو په رسونه کې د ځايي ښځینه کارکونکو نشتون د دوی پر چارو اغېز کړی دی، ځکه اړو ښځو ته باید ښځې خدمتونه وړاندي کړي. دا به د اغلې فاطمې لپاره یوه مهمه ننګونه وي چې په افغانستان کې اوسني واکمن دې ته وهڅوي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
د وروستیو شمېرو له مخې، افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري او کاري فرصتونه هم لږ دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نوې ځانګړې استازې لپاره به دا لویه ننګونه وي چې د طالبانو حکومتي چارواکي قانع کړي چې د بشري حقونو او ښځو په اړه خپلې تګلارې نرمې کړي چې نورې مرستې را جلب کړي.
بله تر ټولو مهمه موضوع د طالبانو له حکومت سره سیاسي ښکېلتیا ده. ټاکل شوې د ډسمبر په نیمايي کې اغلي فاطمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل درې میاشتنی رپوټ وړاندې کړي.
نوموړې د خپل ماموریت له مخې باید د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه امنیت شورا ته رپوټ ورکړي. نږدې هر ځل چې د افغانستان د بشري وضعیت او ښځو په اړه د یوناما رپوټونه خپاره شوي، د طالبانو حکومت پرې خوښ نه ښکاري. د طالبانو حکومت تمه لري چې پر مشرانو یې د سفر لګېدلي بندیزونه لېري شي او په دې برخه کې د یوناما رپوټونه مهم رول لري.
همدا نن (یکشنبه) د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د یوې غونډې پرمهال پر یوناما غږ کړی چې د ده په ټکو په خپلو رپوټونو او تحلیلونو کې "بې پرې" پاتې شي.
نوموړي وویل، "دا عادلانه نه ده چې په راپور کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې نادیده ونیول شي او د یوه متخاصم لوري په څېر په منفي ابعادو پسې وګرځي."

د عکس سرچینه، Getty Images/UMAMA
مهمې غونډې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نوې مشرې تر ټولو مهمه غونډه به په دوحه کې د افغانستان په اړه د مرستو د همغږۍ ناسته وي چې د دې اوونۍ په پای کې جوړېږي.
په ملګر ملتونو کې سرچینو بيبيسي ته ویلي، چې ټاکل شوې اغلې فاطمه دې ناستې ته د وېډیو له لارې وینا وکړي. د افغانستان د تماس ډلې په نامه د دې غونډې مشري په یوناما او اروپاييټونله کوي چې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو استازي، مرسته کوونکي هېوادونه، نړیوال بانک او مدني فعالان پکې برخه لري.
د افغانستان د تماس ډله په ۲۰۲۲ کال جوړه شوه او موخه یې دا ده چې په افغانستان کې د بشري وضعیت، ستنېدونکو کډوالو او بې وزلو سره د نړۍ مرستې همغږې کړي.
رباب فاطمه څوک ده؟
رباب فاطمه چې د بنګله دېش ده، په نړیواله او ملي کچه له ۳۰ کلونو زیاته تجربه لري. نوموړې د ملګرو ملتونو د تر ټولو وروسته پاتې هېوادونو، په وچه کې راګیرو پرمختیايي هېوادونو او کوچنیو ټاپویي پرمختیايي دولتونو لپاره د سرمنشي مرستیاله او لوړ پوړې استازې وه.
نوموړې د ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ پورې په ملګرو ملتونو کې د بنګلهدېش سفیره او دایمي استازې وه. هغه لومړنۍ ښځه وه چې په ۲۰۲۲ کال کې د سولې او پخلاینې کمېسیون د مشرې په توګه وټاکل شوه. نوموړې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۷مې دورې مرستیاله مشره هم وه.
د یوې مسلکي ډیپلوماتې په توګه، اغلې فاطمه له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ پورې په جاپان کې د بنګلهدېش سفیره وه او دغه راز یې په نیویارک، جنیوا، بېجینګ او کولکته کې د بنګلهدېش په استازولیو او د بهرنیو چارو په وزارت کې په بېلابېلو مسؤلیتونو کار کړی دی.
اغلې فاطمه د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) کې هم د سویلي او سوېل لوېدیځې اسیا سیمهییزه سلاکاره او د اقلیم بدلون او کډوالۍ سیمهییزه سلاکاره پاتې شوې او له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ پورې یې د سویلي اسیا سیمهییزې استازې په توګه کار کړی دی. نوموړې دغه راز د ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۷ پورې په لندن کې د کامنوېلت په دارالانشا کې د بشري حقونو مشره وه.
مېرمن فاطمه د خپلې مورنۍ ژبې بنګالي سربېره، په انګریزي، هندي او اردو ژبو خبرې کوي.



















