د کیم جونګ اون پټ تفریحي ځای چې اوړی پکې تېروي
- Author, سورم چیون
- دنده, بي بي سي کوریا
- Author, اګینا ادزکیا
- دنده, د ختیځې اسیا د بصري ژورنالېزم څانګه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۹ دقیقې
د ۸۰ مترو په اوږدوالي یوې لوکسې تفریحي بېړۍ د روان کال له جولای د اکتوبر تر نیمایي پورې د شمالي کوریا د ونسان ساحل ته نژدې په سپوږمکۍ انځورونو کې څو ځله لیدل شوې ده. د دې بېړۍ تر ټولو د پام وړ ځانګړنه د هغې پر غولي د لامبو ۵۰ متره اوږد حوض دی، چې په یوه برخه کې یې د اوبو د ښویېدلو څو لارې هم شته.
دا بېړۍ له څو میاشتو راهیسې د ترمیم او ساتنې په یوه مرکز کې ولاړه وه، خو د جولای په لومړیو کې د ختیځ ساحل هغې برخې ته ولېږدول شوه چې د کالما ټاپووزمې په نوم پېژندل کېږي.
دا سیمه ونسان ته نژدې ده؛ ونسان یو ساحلي تفریحي ښار دی -هلته یوه پراخه ویلا شته او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له خپلې کورنۍ سره ترې ګټه اخلي.
دا یوازېنۍ لویه بېړۍ نه وه چې ځای یې بدل کړی و. د بيبيسي له خوا د سپوږمکۍ د انځورونو په تحلیل کې څرګنده شوې چې څو نورې بېړۍ هم د کیم جونګ اون ویلا ته نژدې په وار وار لیدل شوې دي.
په پراخه کچه داسې باور کېږي چې له دغو بېړیو کیم جونګ اون او د هغه کورنۍ ګټه اخلي. د شمالي کوریا پخواني چارواکي، له هېواده تښتېدلي کسان او کارپوهان وايي چې د رژیم له مشرتابه سره تړاو نه لرونکي کسانو ته به دا ډېره ستونزمنه وي چې د دومره لویو بېړیو مالکیت ولري یا په ازاد ډول ترې ګټه واخلي.

ری جونګ هو وايي: "په ژمي کې به دوی دا بېړۍ د بېړیو په جوړولو او ترمیم ځای کې ساتلې. کله چې به اوړی راغی، نو بېړۍ به یې له هغه ځایه راوایستلې او د کیم جونګ اون ویلا یا د کالما سیمې ته به یې لېږدولې، څو د لامبو وهلو او تفریح لپاره ترې ګټه واخلي."
ری جونګ هو پخوا د کارګرانو د ګوند د ۳۹م دفتر چارواکی و. داسې باور کېږي چې دغه دفتر د شمالي کوریا د مشرتابه لپاره د بهرنیو اسعارو په ترلاسه کولو او مدیریت کې ښکېل دی.
د شمالي کوریا د پټې دیکتاتورۍ د واکمنو مشرانو شتمني هماغومره سخته ده چې په دقیقه توګه یې څرک ولګول شي، لکه څومره چې د دغه هېواد د اقتصادي وضعیت د کره شمېرو معلومول ستونزمن دي.
ملګري ملتونه او نور بنسټونه د اټکلونو پر بنسټ شمالي کوریا د نړۍ د تر ټولو بېوزلو هېوادونو په ډله کې شمېري. دغه هېواد په ځانګړې توګه د پوځ لپاره ډېره زیاته بودجه ځانګړې کوي، چې یوه برخه یې د بندیزونو لاندې د اټومي پروګرام په تمویلېږي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د یوه راپور له مخې، د شمالي کوریا ډېری اوسېدونکي د بشري حقونو له "سیستماتیکو، پراخو او جدي سرغړونو" سره مخ دي. دولت د خلکو پر ژوند بشپړ کنټرول لري، اجباري کار په پراخه کچه ترسره کېږي او د خوړو دوامداره کمښت داسې وضعیت رامنځته کړی چې اټکل کېږي د دغه هېواد شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي له خوارځواکۍ سره مخ دي.
خو د شمالي کوریا رژیم له ډېرې مودې راهیسې په لوکس او له عیش او عشرت ډک ژوند کولو مشهور دی.
موږ نه پوهېږو چې په سپوږمکۍ انځورونو کې د لیدل شویو بېړیو بیې څومره دي، خو د ورته لوکس تفریحي بېړیو بیې له لسګونو میلیونو ډالرو څخه تر ۱۰۰ میلیونو ډالرو (شاوخوا ۷۵ میلیونه پونډه) هم لوړېدای شي. تر دې مخکې اټکل شوی و چې د کیم جونګ اون د "پرنسس" یا شهزادګۍ په نوم د ۲۹ متره اوږدې، نسبتاً کوچنۍ تفریحي بېړۍ ارزښت شاوخوا ۷ میلیونه ډالره دی.
که څه هم یوازې د بېړیو موقعیتونه په قطعي ډول نه شي ثابتولای چې د کیم جونګ اون کورنۍ په کوم ځای کې ده، خو د دغو بېړیو تګ راتګ، چې د کیم جونګ اون د عامه څرګندونو له ځینو تشو وختونو سره سمون لري، د هغو فعالیتونو په اړه نښې وړاندې کوي چې که نه، نو له عامه نظره به پټ پاتې شوي وای.

د ژوندلیکونو لیکونکو او استخباراتي راپورونو له مخې، کیم جونګ اون د خپل ماشومتوب یوه برخه په ونسان ښار کې له خپلې مور سره تېره کړې ده. یوه کارپوه بيبيسي ته ویلي چې دغه ښار د هغه د پلار، کیم جونګ ایل، د واکمنۍ له وخته راهیسې له دې کورنۍ سره تړاو لري.
یو له شمالي کوریا فراري کس، چې د ۱۹۹۰مې لسیزې له پیله د ۲۰۰۰مې لسیزې تر لومړیو پورې یې ۱۳ کاله د "۹۷۴ واحد" یا کنډک په نوم په هغه ځانګړي امنیتي ځواک کې خدمت کړی و چې د هغه وخت د مشر کیم جونګ ایل د استوګنځایونو ساتنه یې کوله، بيبيسي ته ویلي چې د ونسان شاوخوا ویلاګانې د لوړپوړو چارواکو او اشرافو د استراحت لپاره کارول کېدې. هغه یادونه کوي چې په اوړي کې به یې لسګونه ماشومان او تنکي ځوانان لیدل چې د اوبو پر سر به یې د سکي لوبه کوله.
د شمالي کوریا دولتي رسنۍ په ندرت سره داسې راپورونه خپروي چې پکې ویل شوي وي کیم جونګ اون د رخصتیو لپاره کوم ځای ته تللی دی. پر ځای یې، دغه سفرونه د رسمي تفتیش یا لارښوونو د ورکولو په توګه انځوروي. خو هغو کسانو چې له شمالي کوریا تښتېدلي او په تېرو وختونو کې بيبيسي ورسره مرکې کړې دي، داسې ښودلې چې دوی پوهېدل دغه کورنۍ خپلې رخصتۍ په ونسان کې تېروي. دا څرګندوي چې لږ تر لږه د شمالي کوریا ځینې اوسېدونکي له دې موضوع خبر وو.
د شمالي کوریا دولتي رسنۍ دا ادعا هم کوي چې په ونسان کې لوړپوړیز هوټلونه، رستورانتونه، دوکانونه، ورزشي اسانتیاوې او د اوبو تفریحي پارکونه شته او دغه ښار نژدې د ۲۰ زرو مېلمنو د منلو وړتیا لري.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو او روسي رسنیو د هغو کوچنیو ډلو انځورونه هم خپاره کړي چې روسي سیلانیان پکې د ونسان ـ کالما تفریحي مرکز ته تللي دي. دغه مرکز د ۲۰۲۵ کال په جولای کې پرانیستل شو. که څه هم دا تفریحي مرکز د بهرنیو سیلانیانو د راجلبولو لپاره جوړ شوی، خو د شمالي کوریا د کورنیو سیلانیانو پر مخ هم پرانیستی دی.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د سویلي کوریا یوه خبري راپور، چې د یوې بېنومه سرچینې په حواله خپور شوی، وايي چې د شمالي کوریا ځینو ځايي اوسېدونکو ته د څلورو شپو د سفر تفریحي بستې د شاوخوا ۱۰۰ ډالرو په بیه وړاندې شوې وې. دا د ډېری شمالي کوریايانو لپاره د پام وړ زیاته پیسه ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د شمالي کوریا د هر وګړي پر سر ناخالص کورني تولید (GDP) شاوخوا ۶۶۷ ډالره و؛ په داسې حال کې چې د سوېلي کوریا دا شمېره ۳۶٬۲۲۷ ډالرو ته رسېده.
له همدې امله، د شمالي کوریا د ډېری اوسېدونکو لپاره د رخصتیو سفرونه له مالي پلوه د لاسرسي وړ نه دي. که څه هم په دغه هېواد کې منځنۍ طبقه د پراخېدو په حال کې ده، خو ښايي د تفریح او استراحت لپاره کافي وخت ونه لري.
له شمالي کوریا تښتېدلو کسانو بيبيسي ته ویلي چې کارګران، د دفترونو کارکوونکي او د کرنیزو کوپراتیفونو بزګران د قانون له مخې په کال کې د ۱۴ ورځو معاش لرونکو رخصتیو حق لري، خو په عمل کې دغه قانون په ندرت سره مراعاتېږي.
د سفر لپاره پرلهپسې څو ورځې رخصتي اخیستل معمول نه دي. خلک عموماً د اونۍ په پای کې لنډ سفرونه کوي یا د اوړي د ځانګړو رخصتیو پر ځای د ملي رخصتیو پر مهال سفر کوي.
حتی که چا ته رخصتي هم ورکړل شي، بیا هم سفر کول محدودیتونه لري. خلک اړ دي چې له خپل ښار یا ولسوالۍ بهر د سفر لپاره د چارواکو رسمي اجازه ترلاسه کړي.
په شمالي کوریا کې په ازاده توګه له یوه ځایه بل ځای ته د تګ راتګ حق هم کله ناکله د رخصتیو په څېر یو داسې امتیاز وي چې هر څوک ورته لاسرسی نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
بيبيسي د ونسان په شاوخوا کې د څلورو لویو بېړیو تګ راتګ څارلی، چې اوږدوالی یې په ترتیب سره شاوخوا ۵۰، ۵۵، ۶۰ او ۸۰ مترو ته رسېږي. سږ کال دغه څلور واړه بېړۍ په وار وار د کیم جونګ اون د ونسان ویلا په شاوخوا کې لیدل شوې دي.
تر ټولو لویې بېړۍ تر ټولو څرګند فعالیت درلود. دغه بېړۍ له تمځای څخه حرکت وکړ او د کالما ټاپووزمې ته څېرمو اوبو ته ولېږدول شوه، چې د جولای له میاشتې راهیسې هلته پاتې ده.

د نورو بېړیو له ډلې دوه، چې اوږدوالی یې ۵۰ او ۵۵ متره و، د اګست میاشتې تر پایه پورې په وار وار د ونسان ښار ته نږدې د تائه او سین ټاپوګانو په شاوخوا کې لیدل شوې دي.

د سپوږمکۍ انځورونو د ۵۰ متره اوږدې بېړۍ تر څنګ د څلورو کوچنیو کښتیو شتون هم ښودلی دی.

د عکس سرچینه، Vantor
د سپوږمکۍ د انځورونو کارپوه، جونګ سونګ هاک، ویلي چې کوچنیو کښتیو لویې بېړۍ ته کسان، تېل او اړین توکي لېږدول. هغه زیاته کړې چې د تای او سین په څېر کوچني ټاپوګان "د سمندر پر غاړه داسې ګوښه تفریحي ځایونه لري چې هلته له عامه نظره لرې شخصي حریم ساتل کېدای شي".
د ۶۰ متره اوږدې بېړۍ انځورونه هم د کیم جونګ اون د ونسان ویلا ته نږدې په وار وار ثبت شوي او دا لړۍ د تېرې اوونۍ تر وروستیو پورې هم روانه وه.

که څه هم شمالي کوریا هېڅکله په رسمي ډول په ډاګه کړې نه ده چې د دغو بېړیو قانوني مالک څوک دی، خو بيبيسي د پخوانیو سپوږمکۍ انځورونو په تحلیل کې موندلې چې په ۲۰۰۲ کال کې، هغه مهال چې کیم جونګ ایل پر شمالي کوریا واکمني کوله، په ونسان کې یوه لویه بېړۍ لیدل شوې وه چې له دغو بېړیو سره یې ورته ځانګړتیاوې لرلې.

د NBA پخواني ستوري، ډینس رادمن، چې په ۲۰۱۳ کال کې یې شمالي کوریا ته سفر کړی و، د "The Sun" ورځپاڼې ته ویلي چې له کیم جونګ اون سره یې د خپل اووه ورځني سفر ډېره برخه د ونسان په شاوخوا کې تېره کړې وه. د دوی په ګډو فعالیتونو کې د اوبو پر سر د جټسکي چلول او پر آسونو سپرېدل هم شامل وو.
هغه د یوې ۶۰ متره اوږدې بېړۍ په اړه هم خبرې کړې وې چې دوی ترې ګټه اخیسته. د ده په وینا، دا بېړۍ د مسافرو د لېږدونکې بېړۍ او د ډیزني د تفریحي کښتۍ د ترکیب په څېر وه. خو دا روښانه نه ده چې ایا همدا هغه ۶۰ متره اوږده بېړۍ ده چې په پورته سپوږمکۍ انځورونو کې لیدل شوې ده که نه.
د شمالي کوریا د ډېری اوسېدونکو لپاره، د کیم کورنۍ او د رژیم د نورو ملاتړو ژوند به نه یوازې له حده زیات هوسا او تجملي، بلکې د تصور وړ هم نه وي. دا په ځانګړې توګه ځکه چې دولتي تبلیغات تل هڅه کوي "ستر مشر" د داسې بېغرضه شخص په توګه معرفي کړي چې تل د خپل شخصي ژوند په پرتله د هېواد ګټې لومړیتوب ګڼي.
"تمه ده چې کیم جونګ اون د خلکو مشر وي، خو دی څلور داسې لوکسې بېړۍ لري، په داسې حال کې چې عادي خلک د ورځې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره هم له ستونزو سره مخ دي."
د ګرافیکونو جوړوونکی: اروین سوپریادي






















