کرېکټ: افغان ملي لوبډلې زېمبابوې ته د ۱۵۸ منډو په لوی توپير ماته ورکړه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د درې هېوادیزې لوبلړۍ په سیالۍ کې زېمبابوې ته د ۱۵۸ منډو په لوی توپير ماته ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره زېمبابوې ته د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه چې زېمبابوې ونتوانېده پوره یې کړي او ټول لوبغاړي یې په یوازې ۱۳۶ منډو وسوځېدل.

د افغانستان له اړخه کیڼ لاسي تکړه توپ وهونکي صدیق‌الله اتل سلیزه وکړه.

اتل په پنځه څلوېښتم اوور کې د زېمبابوې د لوبډلمشر سکندر رضا په توپ له سوځېدو مخکې له نژدې ۹۳ سټرایک رېټ سره د ۸ څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ ۱۰۲ منډې وکړې.

هغه او د افغان لوبډلې ښي لاسي پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ په دویمې وېکټې د ۱۴۰ منډو نسبتآ اوږده ملګرتیا وکړه.

ابراهیم په ۳۲م اوور کې په ۹۰ منډو وسوځېد.

دا له زېمبابوې او بنګله‌دېش سره د یو ورځنیو لوبو په درې هېوادیزه لوبلړۍ کې د افغانستان لومړۍ لوبه ده.

دا سیالۍ د متحدو عرب اماراتو په ابوظبۍ کې کېږي او زېمبابوې پکې اوړمه ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته د ۹۰ منډو په توپیر نسبتآ لویه ماته ورکړه.

د دغو سیالیو کوربتوب افغانستان کوي.

د زېمبابوې له اړخه په توپ اچونه کې اېرنېسټ ماسوکو او براډ اېوانس تر نورو ښه وځلېدل. دوی دواړو درې - درې افغان لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلمشر رحمت‌شاه زرمتي د پچې له ګټلو وروسته وویل، د پوپ وهنې پرېکړه یې ځکه وکړه، چې وېشتنځای ورته د توپ وهنې لپاره ښه وبرېښېد.

هغه هیله وښوه چې توپ وهونکي به یې څو اوږدې ملګرتیاوې (پارټنرشېپونه) وکړي.

رحمت‌شاه وویل، افغان لوبډله تل په اماراتو کې ښه لوبېدلې او هڅه به کوي چې دغه بهیر روان وساتي.

د افغانستان له اړخه نن رحمان‌الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق‌الله اتل، رحمت شاه زرمتی، حشمت‌الله شهیدي، اعظمت‌الله عمرزی، محمد نبي عیسی‌خېل، راشد خان، الله محمد غضنفر، ضیاءالرحمن او فضل الحق فاروقي د زېمبابوې خلاف لوبه کوي.

زېمبابوې بیا د افغانستان خلاف دې سیالۍ ته د خپلې تېرې لوبې په لوبډله کې دوه بدلونونه راوستي دي.

د دغه هېواد لوبډلمشر سکندر رضا ویلي، چې کراېګ اېروین او نېومن نیامهوري د ټپي کېدو له کبله بدل شوي او پر ځای یې مېډل ارډر توپ وهونکی ریان بورل او مېډیم فاسټ توپ چوونکی اېرنېست ماسوکو اخیستل شوي دي.

د یادونې ده چې ګراېک او نیامهوري د بنګله‌دېش خلاف بریا کې پام وړ رول درلود.

کرېګ په تېره لوبه کې زېمبابوې لپاره تر ټولو ډېرې ۹۳ منډې وکړې. نېومن هم ۲۱ چټکې منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد. هغه په توپ اچونه کې یو بنګالی لوبغاړی هم وسوځاوه.

په دې لوبلړۍ کې د افغانستان بله سیالي راتلونکې چارشنبه له بنګله‌دېش سره ده‌.‌

د زېمبابوې خلاف د افغانستان ریکارډ

افغانستان له ننۍ سیالۍ ورمخکې د زېمبابوې خلاف ۳۰ یو ورځنۍ لوبې کړې او ۲۰ یې ترې ګټلې دي.

د یادونې ده چې زېمبابوې په تېرو اتو کلونو کې له افغانستانه یوه یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزه سیالي هم نه ده ګټلې.

خودا چې د دې درې هېوادیزې لوبلړۍ په لومړنۍ سیالي کې یې بنګله‌دېش ته په ۹۹ منډو ماته ورکړې، نو له دې اړخه به یې روحیه پیاوړې وي.

افغانستان بیا تر دغو سیالیو ورمخکې همدلته په اماراتو کې له بنګله دېش سره یوه سخته ټېسټ یا پنځه ورځنۍ سیالۍ مساوي کړه. صدیق‌الله اتل د هغې سیالۍ په وروستۍ پاڼۍ کې هم افغانستان لپاره سلیزه کړې وه.

افغان لوبډلې په تېر اګست کې له ایرلنډ سره څلور یو ورځنۍ لوبې درلودې او ټولې یې وګټلې.