د امریکا او چین چارواکو د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب پر پلان خبرې کړې

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ په نیویارک کې د چین له مرستیال لومړی وزیر هې لیفېنګ سره له لیدنې وروسته

د عکس سرچینه، Treasury Secretary Scott Bessent/X

د عکس تشریح، د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ (کیڼه خوا) د چین له مرستیال لومړی وزیر هې لیفېنګ سره
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ وايي امریکا او چین د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د ګډ خبرداري د یوه داسې میکانیزم د جوړولو پر طرحې خبرې کړې، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د مصنوعي ځیرکتیا له اړخه د دوی ملي امنیت ته د پېښېدونکو ګواښونو په اړه یو بل ته خبرداری او مالومات ور کوي.

هغه دا څرګندونې په نیویارک کې د چین له مرستیال لومړی وزیر هې لیفېنګ سره له لیدنې وروسته رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.

د امریکايي رسنیو په وینا د امریکا او چین ولسمشران ډونلډ ټرمپ او شي‌ جېن‌پېنګ به هم راتلونکې اوونۍ په واشنګټن کې د لېدنې پر مهال پر دې موضوع بحث وکړي.

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ وویل: "د مصنوعي ځیرکتیا د نړۍ د دوو مخکښو هېوادونو تر منځ له نامالوم حالت څخه د را وتلو لپاره د دې میکانیزم جوړول ډېر مهم دی."

د هغه په وینا د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د ګډ خبرداري د میکانیزم له مخې به دواړه هېوادونه د دوی ملي امنیت ته د پېښېدونکو ګواښونو په اړه مخکې له مخکې یو بل ته خبرداری او مالومات ورکوي.

ښاغلي بېسېنټ په دې اړه رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړه:

"موږ د هغه میکانیزم د را منځته کېدو په اړه خبرې وکړې، چې نوم به یې [د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د امریکا او چین تر منځ خبرې ـ اترې وي]. موږ هوکړه کړې، چې د دغه میکانیزم په اړه بیا سره وګورو. امریکا چین ته وړاندېز کړی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرداری داسې سیسټم را منځته شي، چې له مخې به یې دواړو هېوادونو ته پېښېدونکي ګواښونه په روښانه توګه له یو بل سره شریکېږي."

د راپورونو له مخې د امریکا او چین تر منځ د مصنوعي ځیرکتیا د خطرونو په اړه د جوړېدونکی میکانیزم یادونه لومړی ځل تېره می میاشت کې په بېجینګ کې د ډونلډ ټرمپ او شي جین‌پینګ تر منځ مطرح شوې وه، خو هغه مهال یې د جوړېدو رسمي بهیر نه و پیل شوی.

امریکا او چین د مصنوعي ځیرکتیا مخکښ هېوادونه دي

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا د دغه وړاندیز په اړه د چین دریځ لا روښانه نه دی. خو د چین دولتي خبرې اژانس شینهوا یوازې دومره ویلي، دواړو لورو د مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې کړې دي.

د شینهوا په وینا، چارواکو د اقتصاد او سوداګرۍ پر مهمو موضوعاتو هم "صریحې، ژورې او رغنده خبرې" کړې، چې د پخوانیو سوداګریزو او پانګیزو هوکړو عملي کول هم پکې شامل وو.

د امریکايي رسینو د راپورونو له مخې ډونلډ ټرمپ او شي جین‌پینګ به هم د دې طرحې د بشپړو جزییاتو په اړه د راتلونکې پنجشنبې او جمعې پر ورځو واشنګټن کې خبرې وکړي.

امریکا او چین د نړۍ دوه ځواکمن او د مصنوعي ځیرکتیا برخه کې مخکښ هېوادونه دي.

د شنونکو په وینا، خبره که د سوداګرۍ وي او که د مصنوعي ځیرکتیا، مهمه ده چې دواړه له یو بل سره همکاري وکړي.

خو د ګڼو شنونکو په اند د دواړو هېوادونو په اړیکو کې پر شته ستونزو سترګې نه شي پټېدای.