اپل لومړنی قاتېدونکی ایفون بازار ته وړاندې کوي

د عکس سرچینه، EPA
- Author, کالي هېس
- دنده, د ټیکنالوژي خبریاله
- Author, لیلي جمالي
- دنده, د شمالي امریکا د ټیکنالوجۍ خبریاله
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
اپل خپل تر ټولو ګران بیه ایفون وړاندې کړ - یو قاتېدونکی ټیلیفون چې ۱۹۹۹ پونډه بیه لري او په تېرو نژدې ۲۰ کلونو کې د ایفون ډیزاین کې لومړی ستر بدلون ښيي.
ایفون دوو (iPhone Duo) د نوي مشر جان ټرنوس لخوا یو قمار بلل کېږي، چې په دې میاشت کې یې د مخکېني اجراییوي مشر ټیم کوک ځای ونیو.
اپل د سوېلي کوریا سامسنګ او چین هواوې په څېر د قاتېدونکو ټیلیفونونو برخه کې په نسبي ډول ناوخته بازار ته ننوځي.
ټرنوس په کالیفورنیا د اپل مرکزي دفتر کې حاضرو کسانو ته وویل: "اوس یې قاتېدونکي ایفونونه رامنځته کړي، دا د دوه ټیلیفونونو په څېر احساسېږي چې په عجیب ډول سره یوځای شوي دي."
په امریکا کې یې بیې له ۱۹۹۹ ډالرو پیلېږي، خو کېدای شي تر ۳۲۰۰ ډالرو هم ورسېږي. د دې ډول ټیلیفون پرمختیا اته کاله وخت نیولی دی.
کله چې دا ټیلیفون پرانیستل شي، د یوه کوچني ایپډ (iPad) او کله چې قات شي، د یوه پنډ ایفون په څېر ښکاري.
د ښاغلي ټرنوس په وینا: "دا په بشپړه توګه نوی دی او په ورته وخت کې د پام وړ پېژندل شوی دی. او په یو لاس یې کارول اسانه دي."

د عکس سرچینه، Reuters
خو دا ټیلیفونونه له پېژندل شویو سیالانو سره مخ دی. په IDC EMEA کې د معلوماتو او څېړونکو وسیلو مرستیال مشر فرانسسکو جیرونیمو وايي، "اصلي سیالي په چین کې ده، هلته هواوې د نژدې ۸۰ سلنه قاتېدونکو ټیلیفونو واک لري."
ایفون د اپل ترټولو ډېر پلورل شوی محصول دی او هر کال د دې شرکت د پلور تر نیمایي ډېره برخه جوړوي.
په وروستیو درې میاشتو کې دې شرکت پر دغې موضوع، چې ایفون ته تر بل هر وخته ډېره تقاضا شته ډېر ویاړي.
شرکت د خپل غږیز او چټ مرستندویه سیستم سري کې هم نوي پرمختګونو اعلان کړي چې اوس یې سري اې ای بولي.
د ایفون په پیل سره به اوس بوټ وکولی شي، د یو کس په ټیلیفون کې معلوماتو ته لاړ شي، لکه پیغامونه او برېښنالیکونه، معلومات ومومي، پوښتنو ته ځواب ووایي او د یو کس په استازیتوب اقدام وکړي. خو په دې شرط چې کاروونکی ځینې ځانګړتیاوې فعالې کړي.
سري اې ای به په نوي اپل واچ کې هم موجود وي، چې د خبرو یادښتونو اخیستلو او د هغوی د لیکلو وړتیا پکې شامل دي.
د اپل شرکت نوی اجراييوي مشر ټینګار کوي، دا ټول معلومات به شخصي پاتې شي، د مصنوعي ځیرکتیا ځانګړتیاوې اکثرا "په وسیله" چلېږي، په دې معنی چې د درېیمې ډلې شرکتونو له لارې به نه وي.
ټرنوس وايي، "نور دا معلومات د راټولولو او زېرمه کولو لپاره یو څه دي، دلته ان اپل هم نه شي کولی چې ستاسو معلوماتو ته لاسرسی ومومي."





















