تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا او چین چارواکو د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب پر پلان خبرې کړې
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ وايي امریکا او چین د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د ګډ خبرداري د یوه داسې میکانیزم د جوړولو پر طرحې خبرې کړې، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د مصنوعي ځیرکتیا له اړخه د دوی ملي امنیت ته د پېښېدونکو ګواښونو په اړه یو بل ته خبرداری او مالومات ور کوي.
هغه دا څرګندونې په نیویارک کې د چین له مرستیال لومړی وزیر هې لیفېنګ سره له لیدنې وروسته رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.
د امریکايي رسنیو په وینا د امریکا او چین ولسمشران ډونلډ ټرمپ او شي جېنپېنګ به هم راتلونکې اوونۍ په واشنګټن کې د لېدنې پر مهال پر دې موضوع بحث وکړي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ وویل: "د مصنوعي ځیرکتیا د نړۍ د دوو مخکښو هېوادونو تر منځ له نامالوم حالت څخه د را وتلو لپاره د دې میکانیزم جوړول ډېر مهم دی."
د هغه په وینا د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د ګډ خبرداري د میکانیزم له مخې به دواړه هېوادونه د دوی ملي امنیت ته د پېښېدونکو ګواښونو په اړه مخکې له مخکې یو بل ته خبرداری او مالومات ورکوي.
ښاغلي بېسېنټ په دې اړه رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړه:
"موږ د هغه میکانیزم د را منځته کېدو په اړه خبرې وکړې، چې نوم به یې [د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د امریکا او چین تر منځ خبرې ـ اترې وي]. موږ هوکړه کړې، چې د دغه میکانیزم په اړه بیا سره وګورو. امریکا چین ته وړاندېز کړی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرداری داسې سیسټم را منځته شي، چې له مخې به یې دواړو هېوادونو ته پېښېدونکي ګواښونه په روښانه توګه له یو بل سره شریکېږي."
د راپورونو له مخې د امریکا او چین تر منځ د مصنوعي ځیرکتیا د خطرونو په اړه د جوړېدونکی میکانیزم یادونه لومړی ځل تېره می میاشت کې په بېجینګ کې د ډونلډ ټرمپ او شي جینپینګ تر منځ مطرح شوې وه، خو هغه مهال یې د جوړېدو رسمي بهیر نه و پیل شوی.
د امریکا د دغه وړاندیز په اړه د چین دریځ لا روښانه نه دی. خو د چین دولتي خبرې اژانس شینهوا یوازې دومره ویلي، دواړو لورو د مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې کړې دي.
د شینهوا په وینا، چارواکو د اقتصاد او سوداګرۍ پر مهمو موضوعاتو هم "صریحې، ژورې او رغنده خبرې" کړې، چې د پخوانیو سوداګریزو او پانګیزو هوکړو عملي کول هم پکې شامل وو.
د امریکايي رسینو د راپورونو له مخې ډونلډ ټرمپ او شي جینپینګ به هم د دې طرحې د بشپړو جزییاتو په اړه د راتلونکې پنجشنبې او جمعې پر ورځو واشنګټن کې خبرې وکړي.
امریکا او چین د نړۍ دوه ځواکمن او د مصنوعي ځیرکتیا برخه کې مخکښ هېوادونه دي.
د شنونکو په وینا، خبره که د سوداګرۍ وي او که د مصنوعي ځیرکتیا، مهمه ده چې دواړه له یو بل سره همکاري وکړي.
خو د ګڼو شنونکو په اند د دواړو هېوادونو په اړیکو کې پر شته ستونزو سترګې نه شي پټېدای.