"د ایران د جګړې له امله میلیاردونه خوراکه خواړه له خطر سره مخ دي"

    • Author, سیمون جک
    • دنده, سوداګریز ایډیټر
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د سرې (کیمیاوي کود) یا ښېرازۍ د یوه ستر نړیوال تولیدوونکي مشر ویلي، د ایران د جګړې له امله د سرې او د هغې د مهمو خامو موادو د عرضې ګډوډي ښايي په نړۍ کې هره اونۍ تر ۱۰ میلیارده خوړو پورې اغېزمن کړي او بېوزله هېوادونه به تر ټولو ډېر زیان وویني.

د "یارا" شرکت اجرائیه رئیس سویین توره هولسېتر بي بي سي ته ویلي، په خلیج کې جګړې او شخړو، چې د هرمز تنګي له لارې یې سمندري لېږد بند کړی، د نړۍ د خوړو تولید له خطر سره مخ کړی دی.

هغه خبرداری ورکړ چې د سرې د کم استعمال له امله د حاصلاتو کمېدل ښايي د خوړو لپاره د سختې سیالۍ سبب شي.

هغه له اروپايي هېوادونو هم وغوښتل چې د بیو د جګړې اغېزې دې پر هغو هېوادونو په دقت وارزوي چې "تر ټولو ډېر زیانګالي" دي.

که څه هم بریتانیا کې د خوړو د کمښت احتمال ډېر کم بلل شوی، خو تمه کېږي چې د خوړو د تولیدوونکو زیات لګښتونه به په راتلونکو څو میاشتو کې د خلکو پر اونیزو خوراکي لګښتونو څرګند اغېز وکړي.

هولسېتر وویل: "اوس مهال د نړۍ په کچه تر نیم میلیون ټنه پورې نایټروجن سره د روان وضعیت له امله نه تولیدېږي."

هغه زیاته کړه: "دا د خوړو تولید لپاره څه معنا لري؟ زما په اند، د سرې د کمښت له امله به هره اونۍ تر ۱۰ میلیارده خوړو پورې تولید ونه شي."

هولسېتر وویل، که د نایټروجن سره ونه کارول شي، د ځینو کرنیزو حاصلاتو تولید به په لومړي فصل کې تر ۵۰ سلنې پورې راکم شي.

هغه وویل: "د سرې بازار ډېر نړیوال دی، نو دا مواد د نړۍ بېلابېلو برخو ته لېږدول کېږي، خو اصلي مقصدونه یې اسیا، سوېل ختیځه اسیا، افریقا او لاتینه امریکا دي او همدلته به د دې کړکېچ سملاسي اغېزې تر ټولو ډېرې ولیدل شي."

هغه زیاته کړه، د نړۍ هغه سیمې چې لا له وړاندې د سرې له کم استعمال سره مخ دي، لکه د صحارا سوېل ته د افریقا څو هېوادونه، ښايي د حاصلاتو په کچه کې تر دې هم لوی زیان وویني.

د هغه په وینا، هلته د حاصلاتو "د پام‌وړ کمښت" امکان شته.

د کرنې او کښت موسمونه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې توپیر لري. په بریتانیا کې اوس د کښت اوج موسم دی، په داسې حال کې چې په اسیا کې بزګران تازه خپل کار پیلوي.

د شنونکو په وینا، په اسیا کې د سرې د کمښت پایلې به د کال تر پایه د خوړو په بیو کې څرګندې شي، ځکه هغه حاصلات چې باید په دې پسرلي کې کرل شوي وای، یا به تر اړتیا کم حاصل ورکړي او یا به هېڅ حاصل ورنه کړي.

په سنګاپور کې د خوړو د خوندیتوب مشر څېړونکي پروفیسور پال ټېنګ وویل، ځینې هېوادونه ښايي هل اوسني کښت موسم لپاره کافي سره ولري، "خو که بحران نور هم اوږد شي، نو په راتلونکو میاشتو کې به د وریجو په څېر حاصلاتو اغېزې ووینو."

هولسېتر وویل، د نړۍ بزګران له سختو او پرله‌پسې ستونزو سره مخ دي، ځکه هغه بیې چې دوی یې د خپلو حاصلاتو لپاره ترلاسه کوي، لا تر اوسه دومره نه دي لوړې شوې چې د دوی زیات شوي لګښتونه پوره کړي.

هغه وویل: "بزګران د انرژۍ له لوړو لګښتونو سره مخ دي، د ټراکټور لپاره ډیزل ګران شوي، نور کرنیز توکي هم ګران شوي، د سرې بیې هم لوړې شوې دي، خو د حاصلاتو بیې لا تر اوسه همغومره نه دي لوړې شوې."

د خوړو لپاره داوطلبي

د ملګرو ملتونو په وینا، د نړۍ شاوخوا یو پر درېیمه برخه سره - لکه یوریا، پوتاش، امونیا او فاسفېټ - معمولاً د هرمز تنګي له لارې لېږدول کېږي.

د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران د جګړې له پیل راهیسې د سرې بیې ۸۰ سلنه لوړې شوې دي.

هولسېتر زیاته کړه، که جګړه دوام وکړي، ښايي د شتمنو او بېوزلو هېوادونو ترمنځ د خوړو لپاره د سیالۍ جګړه رامنځته شي.

هغه وویل: "که د خوړو لپاره د سیالۍ جګړه پیل شي او اروپا یې د زغملو توان ولري، نو موږ په اروپا کې باید دا په یاد وساتو چې په داسې حالت کې به موږ خواړه له چا اخلو؟"

هغه خبرداری ورکړ چې په دې حالت کې به تر ټولو زیان منونکي خلک په پرمختیايي هېوادونو کې تر ټولو لوړه بیه پرې کړي، ځکه هغوی د دې سیالۍ د تعقیب توان نه لري.

د یارا شرکت مشر وویل، دا وضعیت د "خوړو د پېرلو وړتیا، د خوړو کمښت او لوږې" لپاره جدي پایلې لري.

په بریتانیا کې د خوړو او مشروباتو فدراسیون تازه وړاندوینه کړې چې د خوړو انفلاسیون ښايي د ډسمبر تر میاشتې ۱۰ سلنې ته ورسېږي.

د انګلنډ بانک هم روانه اونۍ ویلي چې د خوړو د بیو انفلاسیون ښايي په سپتمبر کې ۴.۶ سلنې ته لوړ شي او امکان لري د کال په وروستیو کې تر دې هم زیات شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی چې د منځني ختیځ د جګړې ګډې پایلې ښايي په ۲۰۲۶ کال کې ۴۵ میلیونه نور خلک له شدیدې لوږې سره مخ کړي.

په اسیا او ارام سمندر سیمو کې تمه کېږي چې د خوړو ناخوندیتوب به ۲۴ سلنه زیات شي، چې دا د نړۍ د هرې بلې سیمې پرتله تر ټولو لوی نسبي ډېروالی بلل کېږي.