د کارګرو نړیواله ورځ: 'افغانستان کې ۷۰ سلنه د کار جوګه خلک کار نه لري'

    • Author, ببرک احساس
    • دنده, کابل کې د بي بي سي خبریال
    • رپوټ له:,
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د کار نړیوال سازمان د مې لومړۍ نېټې، د کارګرو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې له ۵۰ تر ۷۰ سلنې هغه کسان چې د کار جوګه دي، وزګار او یا هم د اړتیا وړ عاید نه لري.

د دغه سازمان په وینا، د افغانستان له ۹۰ سلنې ډېر وګړي، د بې وزلۍ حالت کې ژوند کوي او د کارګرو ماشومانو شمېر هم زیات شوی دی.

بي بي سي په کابل کې له یو شمېر کارګرو سره خبرې کولې او راته روښانه شوه چې لوی شمېر یې د کارګرو له نړیوالې ورځې بېخي خبر هم نه وو.

محمد نسیم چې د اوسپنې سمولو یوه کار ځی کې بوخت دی، بي بي وايي، د سهار له ۸ بجو د ماښام تر ۶ بجو کار کوي، خو یوازې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو عاید لري.

هغه وايي: "په ځینو ورځو کې چې کار نه وي، معاش هم نه لرو." عبدالغني چې د سړک جوړونې یو کارګر دی، هم وویل چې "د اتو ساعتونو کار په بدل کې ۳۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي." هغه وايي: "څه چاره لرو، په ټول افغانستان کې د کارګرۍ مزد ۳۰۰ افغانۍ دی. که خوښ هم نه یم، په جبري توګه باید کار وکړم."

یوې ښځې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: "د ورځې د ۵۰ افغانیو په بدل کې پر ځمکه کار کوم چې هیڅ درد نه دوا کوي. زوی مې وزګار او لمسی مې معلول دی." یوې بلې مېرمنې وویل چې په کرايي کور کې ژوند کوي او د نورو په کورونو کې د جامو مینځلو او پاککارۍ له لارې ژوند تېروي.

هغه وايي: "مېړه مې لاس ګاډی چلوي، بهر کار کوي، د کورنۍ غړي او اولادونه مو زیات دي، زموږ عاید یوازې د ډوډۍ لپاره بسنه کوي."

کانونو کې ناامنه کاري چاپیریال

یو له هغو کارونو چې افغانستان کې د کارګرو ژوند په کلکه ګواښي، د کانونو کاري چاپیریال دی.

د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې په یوه وروستۍ پېښه کې، د سرو زرو د ایستلو پر مهال د یوې غونډۍ ښوېدو د پنځو کسانو ژوند واخیست او څو تنه نور لا درکه شول.

له دې وړاندې هم په کانونو، په ځانګړې توګه په بغلان، بدخشان او سمنګان کې د ډبرو سکرو په کانونو کې د پېښو په اړه ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو تل په کانونو کې د پېښو د مخنیوي ژمنې کړي، خو په پرلپسې توګه د دا ډول پېښو د تکرار راپورونه ورکول کېږي.

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې په پرلپسې توګه دولتي او نادولتي بنسټونو کې د کارګرو او کارکوونکو د وضعیت د ښه والي لپاره ټینګه څارنه کوي.

د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي بي بي سي ته ویلي چې تېر کال په ټولیز ډول په مرکز او ولایتونو کې ۴۷۰ دولتي او نادولتي ادارې تفتیش او وڅېړل شوې او د څېړنو په بهیر کې د کارکوونکو قراردادونه، کاري شرایط، د معاشونو کچه او د هغوی د خوندیتوب وضعیت ارزول شوی دی.

هغه زیاته کړه چې "تېر کال په کاري چاپیریال کې د ۳۰۰ کارګرانو ستونزو ته رسېدنه شوې، د هغوی ستونزې ثبت شوې او حقوق یې اعاده شوي دي."

خو په افغانستان کې د میلیونونو کارګرو شمېر ته په کتو، هغه شمېر چې ښاغلي ابراهیمي وړاندې کړي، خورا لږ برېښي.

د کار موندنې په برخه کې هم سمیع الله ابراهیمي ویلي چې: "ډېر وزګار کسان سواد یا کسب نه لري او له همدې امله حکومت هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له لارې د بې کارۍ کچه راکمه کړي." ښاغلی ابراهیمي وايي، د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته شاوخوا ۵۰۰ زره کسانو د کار جوازونه ترلاسه کړي دي. د کمو معاشونو په اړه هغه وویل چې "په دې وروستیو کې د خصوصي سکتور او د کارګرانو له ټولنې سره په همکارۍ هڅه کوو چې د کارګرانو لپاره یوه ټاکلی مزد معلوم شي."

ځینو کارګرانو چې په افغانستان کې ورځنۍ مزدوري کوي، بي بي سي ته ویلي چې د ورځې په نرخ کار کوي او هره ورځ یې د کار وروستۍ ورځ کېدلی شي.

د کار نړیوال سازمان وايي، هر کال په نړۍ کې له ۸۴۰ زرو زیات کسان د ناسازه کاري شرایطو له امله ژوند بایلي، له یو میلیارد ډېر کسان په نا رسمي څانګو کې او پرته له کوم تضمینه کار کوي او په ډېرو هېوادونو کې د کارګرو له حقونو د دفاع وړتیا هم کمه شوې ده. دا سازمان خبرداری ورکوي چې اوږده کاري ساعتونه، کاري ناامني او په کارځای کې ځورونه د میلیونونو خلکو روغتیا ګواښي.