تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغوی چې موسم سره د حساسیت له امله زکامېږي څه باید وکړي؟
د یوې نوې څېړنې پر بنسټ، هغه کسان چې د حساسیت لرونکي زکام له امله ځورېږي، باید د ۱۹۹۰ لسیزې په پرتله اوس د اوږدې مودې لپاره د دې ناروغۍ نښې ولري.
د نړۍ د ۶۵ ساینسپوهانو له لوري خپور شوی راپور ښيي چې د اقلیم بدلون د "د ګرد خپرېدو موسم" د اوږدېدو لامل شوی دی. هغه نری غبار چې له ځینو وښو، ونو او بوټو خپرېږي، د هغو خلکو لپاره چې حساسیت لري، د سترګو د خارښت،پرنجیو او سردردۍ لامل کېږي.
دا د هغو میلیونونو خلکو لپاره چې له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي څه معنی لري؟ او دا چې د حساسیت ضد داسې څه شته چې دوی یې ترسره کړي؟
دا راپور په "لانست" علمي مجله کې چې د عامې روغتیا برخې ته ځانګړې شوې ده، خپور شوی.
راپور کاږي، د اقلیم بدلون په ځینو بوټو کې د ګل نیولو موسم اوږد کړی دی.
په دغه څېړنه کې په اروپا کې درې ډوله پېژندل شوې ونې (قضبان، توتان او زيتون یا ښونان) څېړل شوې.
څېړونکو موندلې چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د غبار خپرېده د ۱۹۹۱ او ۲۰۰۰ کلونو د مهال په پرتله یوه یا دوه اونۍ وړاندې پیل شوې ده.
د هایډلبرګ پوهنتون استاد يواکیم روکلوف چې په دې څېړنه کې یې برخه اخیستې وايي: "موږ د یوه اوږده موسم شاهدان یو، د غبار خپرېده په شمالي او سویلي اروپا کې وختي پیلېږي." هغه بي بي سي ته وویل چې نورو څېړنو ته اړتیا ده چې معلومه شي چې ایا د اقلیم بدلون د ګردونو د کچې د لوړېدو او د حساسیت د نښو د سختېدو لامل کېږي که نه.
تر ډېره د اوړي پیل د ګرد او غبار د خپرېدو موسم وي، چې په هوا کې د دې ذراتو کچه څو چنده کېږي. په تېرو دوو کلونو کې په بریتانیا کې تودې هوا د "قضبان" ونو لپاره (چې د حساسیت یو له لویو لاملونو دی) مناسب شرایط برابر کړي وو. توده او وچه هوا په فضا کې د ګردونو له خپرېدو سره مرسته کوي چې ګرد او غبار ډوله وي او ځینې خلک یې بور هم بولي. که دا موسم اوږد شي، نو په بریتانیا کې به پر میلیونونو خلکو اغېز وکړي.
د بریتانیا د حساسیت د څېړلو یوې ټولنې مرستیاله ان بیګز پر دې باور ده چې: "ځینې خلک سپکې نښې لري، خو د حساسیت لرونکي زکام نښې د ډېرو خلکو ژوند ستونزمنوي. دا کار د دې لامل کېږي چې خلک له دندې پاتې شي یا یې خوب ګډوډ شي. ان ځینې تنکي ځوانان او ماشومان د همدې حساسیت له امله د ښوونځیو ازموینې له لاسه ورکوي."
همدارنګه، ګردونه کولی شي په هغو خلکو کې چې د تنفسي سیسټم نورې ستونزې لري، د ساه سخت حساسیت راوپاروي. د بریتانیا د سږو او ساه لنډۍ ټولنې د څېړنو مشره ډاکټره سامانتا ولکر وايي: "که خلک د ګردونو حساسیت ولري، دا د تنفسي لارو د پړسوب او سختو تنفسي حالاتو لامل کېدای شي، چې په پایله کې د ساه لنډۍ خطرناکه شېبه رامنځته کوي."
د حساسیت او زکام لپاره غوره درمل څه دي؟
د دې ناروغۍ لپاره داسې څرګنده درملنه نشته، خو داسې درمل شته چې نښې یې کموي او ستاسو حالت ښه کوي. په لندن کې د سېنټ توماس روغتون د حساسیت څېړونکی استاد "سټیفن ټېل" دا درمل وړاندیز کوي:
انټي هېسټامین (Antihistamines): ګولۍ یا څاڅکي چې د خوب لامل نه کېږي او اغېز یې اوږد وي.
د پوزې سټیرویډ سپرې (Steroid Nasal Sprays).
د سترګو څاڅکي.
پروفیسر ټیل وايي: "دا ټول په بېلابېلو لارو کار کوي او د ډېرو خلکو لپاره ګټور دي." دا درمل له درملتونونو پرته له نسخې اخیستل کېدای شي.
د نښو د کمولو لپاره نور څه کولای شو؟
د بریتانیا د لیډز ښار یو درمل جوړونکې آشلي کوهین وايي چې د حساسیت له لاملونو ځان ساتل هم اړین دي: "زه تل وایم چې دا په پاکوالي پورې اړه لري. کله چې له کوره بهر وځئ، ګردونه ستاسو پر مخ او لاسونو کېني. کور ته د راستنېدو پر وخت ځان ومینځئ او خپلې جامې بدلې کړئ." هغه دا خبرداری هم ورکوي چې کورني حیوانات ستاسو کور ته د ګردونو د لېږدولو یو لوی لامل دی.
د بریتانیا د عامې روغتیا ادارې سپارښتنې:
د پوزې په سوريو کې د "فازلین" کارول چې ګردونه هلته ونښلي او دننه لاړې نشي.
د لمر ضد عینکو، ماسک یا لوی خولۍ کارول چې ګردونه ستاسو پر سترګو او پوزې کښېنني.
د کور دننه په منظمه توګه د دوړو پاکول او جارو کول.
د موټر د هوا په سوري کې د فلټر یا چاڼګر کارول.
هڅه وکړئ مخنیوی وکړئ:
د وښو له رېبلو یا پر وښو له ګرځېدو.
په کور کې د تازه ګلانو له اېښودو.
له سګرټ څکولو یا سګرټ څکونکو ته نږدې کېدو.
بهر په ازاده هوا کې د جامو له وچولو ډډه وکړئ.
که حالت مو خراب شو څه وکړئ؟
درمل جوړونکې اشلي کوهین وايي چې ۹۰ سلنه د حساسیت قضیې د درملتون د عادي درملو له لارې کنټرولېدای شي. خو که حساسیت تاسو ډېر کمزوري کړي، نو ډاکټر به تاسو متخصص ته ور وپېژني.
هغه کسان چې ژوند یې د دې حساسیت له امله په جدي توګه اغېزمن شوی وي، "ایمونوټراپي" یا د معافیت درملنه ترلاسه کوي. په دې توګه د ګردونو ډېره کمه کچه په ځنډنۍ توګه د بدن دننه ځي چې بدن ورسره عادت شي او نور حساسیت ونه ښيي.