ځیرکې عینکې: د میټا کارکوونکو ادعا کړې چې د کاروونکو د جنسي اړیکو ویډیوګانې یې لیدلي دي

    • Author, كريس فالانس
    • دنده, د ټیکنالوژۍ چارو خبریاله
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا ميټا شرکت تر فشار لاندې دی چې د هغې پرېکړې سپیناوی وکړي چې له مخې یې له یوه شرکت سره د همکارۍ لوی تړون لغوه کړی.

دغه شرکت د مصنوعي ځیرکتیا په روزلو کې کارول کېده، او دا پرېکړه لږه موده وروسته له هغه وشوه چې په کینیا کې د دغه شرکت ځینو کارکوونکو ادعا وکړه چې دوی د هغو نامناسبو ویډیوګانو لیدو ته اړ شوي چې د ميټا د ځیرکو عینکونو پر مټ ثبت شوې وې.

د تېرې فبرورۍ میاشت کې، د "ساما" شرکت کارکوونکو دوو سوېډنیو ورځپاڼو ته ویلي وو چې دوی د عینکو د کاروونکو داسې ویډیوګانې لیدلې چې تشناب ته د تللو او د جنسي اړیکو پر مهال ثبت شوې وې.

له دغو څرګندونو شاوخوا دوه میاشتې وروسته، ميټا له ساما شرکت سره خپل تړون پای ته ورساوه. ساما وویل چې د ميټا دا پرېکړه به د ۱۱۰۸ کارکوونکو د ګوښه کېدو لامل شي.

ميټا ویلي چې د تړون د ختمولو لامل دا دی چې ساما شرکت د دوی معیارونه نه پوره کول، خو ساما دا ادعا ردوي.

په کینیا کې د کارګرانو یوې ټولنې ادعا کړې چې ميټا دا پرېکړه ځکه وکړه چې کارکوونکو یې په ښکاره ډول خبرې کړې وې.

"لوڅ بدنونه"

د فبرورۍ په وروستیو کې، دوو سوېډنيو ورځپاڼو یوه څړنه خپره کړه چې په کې د هغو کارکوونکو کیسې وې چې د نوم نه ښودلو په شرط یې ویلي وو، له دوی غوښتل شوي چې د ميټا د ځیرکو عینکونو ویډیوګانې وګوري.

یوه کارکوونکي ویلي: "موږ هر څه وینو، د ناستې له خونو نیولې تر لوڅو بدنونو پورې."

ميټا ومنله چې قراردادي کارکوونکي کله ناکله هغه ویډیوګانې ګوري چې کاروونکي یې د ميټا د مصنوعي ځيرکتیا په څانګو کې خپروي. ميټا وایي دا کار د مصنوعي ځیرکتیا د ښه کولو لپاره کوي، خو دغو معلوماتو تنظیمونکې ادارې اندېښمنې کړې دي.

په بریتانیا او کینیا کې د معلوماتو د خوندیتوب ادارو په دې اړه څېړنې پیل کړي دي.

د راز ساتنې معیار

د سپټمبر میاشت کې، ميټا د "رې بان" او "اوکلي" برانډونو په همکارۍ نوي ځیرکې عینکې نندارې ته وړاندې کړې. دا عینکې د متنونو د ژباړې او پوښتنو ته د ځواب ویلو وړتیا لري، چې د ړندو کسانو لپاره خورا ګټورې دي.

خو د دې وسایلو په مشهورېدو سره د هغوی د ناسمې کارونې اندېښنې هم زیاتې شوې دي. کارکوونکو ویلي چې دوی ته به د مصنوعي ځيرکتیا د روزلو لپاره داسې ویډیوګانې ورکول کېدې چې په لاسي ډول یې ډلبندي کړي.

په یوه قضیه کې، یوې عینکې په خوب خونه کې د یوې مېرمنې داسې ویډیو ثبت کړې وه چې هغې خپلې جامې ایستلې.

که څه هم د ميټا په عینکونو کې یو کوچنی څراغ شته، چې د ریکارډ پر مهال لګېږي، خو بیا هم په کینیا کې د ښځو له اجازې پرته د هغوی د ویډیوګانو ثبتولو راپورونه ورکړل شوي دي.

د افریقا د ټیکنالوژۍ د کارګرانو د غورځنګ غړی "نفتالي وامبالو" باوري دی چې ميټا ځکه له ساما سره کار بند کړ چې نه یې غوښتل کارکوونکي د دوی د کاري تګلارې او د خلکو د شخصي ژوند د ویډیوګانو په اړه نور حقایق ښکاره کړي.

هغه وویل: "زما په باور، هغه معیارونه چې ميټا یې یادونه کوي، په حقیقت کې د 'راز ساتلو' معیارونه دي."