تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د امریکا استازي د سولې خبرو لپاره پاکستان ته ځي، خو ایران وايي، د مخامخ لیدنې پلان نه شته

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په پاکستان کې دی، خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمه لیدنه پلان نه ده شوې. سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ډونلډ ټرمپ زوم جاراډ کوشنر د شنبې په ورځ د ایران په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته ځي او مرستیال ولسمشر جي ډي وینس هم د ګډون لپاره چمتو دی.

لنډیز

  • پاکستان کې د ایران سفارت هغه رپوټونه تائید کړل، چې ایرانی پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی دی
  • د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ تائید کړه، چې د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او د ډونلډ ټرمپ زوم جاراډ کوشنر له ایران سره د خبرو نوي پړاو لپاره اسلام اباد ته ځي
  • د سویټزرلنډ بهرنیو چارو د وزارت وايي، په تدریجي ډول په تهران کې خپل سفارت بېرته پرانیزي
  • د امریکا دفاع وزیر ویلي امریکا "د وخت هېڅ کمی نه لري" او تړون ته بې‌صبره هم نه ده
  • پیت هېګسېټ زیاته کړې، ایران د دې فرصت لري چې "ښه او عاقلانه تړون" وکړي
  • د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس خبرداری ورکړی چې که د سولې په خبرو کې اټومي کارپوهان شامل نه وي، نو کېدای شي د ایران له لوري ګواښونه "لا پسې خطرناک" شي
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له جګپوړو پاکستاني چارواکو سره د روانې شخړې په تړاو خبرې کړې
  • اسلام‌اباد کې پر شپږمه ورځ هم د امریکا او ایران ترمنځ نورو احتمالي ناستو ته د چمتووالي حالت ساتل شوی

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, پاکستان کې د امنیتي تدابیرو د زیاتوالي انځورونه

    ایران اعلان کړی چې له امریکا سره هېڅ مستقیمې خبرې په پلان کې نه لري، خو ایراني چارواکي د پاکستان له چارواکو سره د خبرو لپاره په اسلام‌آباد کې دي. په همدې حال کې، امریکايي مذاکره کوونکي هم اسلام‌آباد ته روان دي.

    پاکستان د ډونلډ ټرمپ د اپرېل د ۱۹مې له اعلان وروسته چې خپل استازي به بېرته د مذاکراتو لپاره واستوي، خپل امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

    وروسته، د نن سهار د اسلام‌آباد د وضعیت څو انځورونه خپاره شوي دي.

  2. اسراییل پوځ او حزب‌ الله یو بل د اوربند په سرغړونه تورنوي

    له هغه راهیسې چې ډونلډ ټرمپ د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د درې اونیو لپاره د اوربند غځولو اعلان وکړ، د اسرائیلو پوځ او حزب‌ الله څو ځله یو بل د اوربند په ماتولو تورن کړي دي.

    د اسرائیلو دفاعي ځواکونه (ای ډي ایف) وایي، وروستۍ سرغړونه هغه مهال شوې، چې حزب‌الله د لبنان په سویل کې د اسرائیلي سرتېرو پر لور چاودېدونکي ډرونونه توغولي دي.

    ای ډي ایف وايي: ''دا پېښه د اوربند له هوکړې بله څرګنده او ښکاره سرغړونه ده''، او زیاتوي چې په دې برید کې هېڅ مرګژوبله نه ده راپور شوې.

    بل لور، حزب‌ الله وايي، د جمعې د ورځې له غرمې وروسته تر ماښام پورې یې پنځه ځله پر اسرائیلي سرتېرو او ډرونونو بریدونه کړي دي او دا یې د اسرائیلو د ''اوربند د سرغړونو'' ته ځواب بللی دی.

  3. د ایران جګړې پایلې: پر فالکلنډ ټاپوګانو د بریتانیا حاکمیت په تړاو د امریکا د دریځ بیا کتنې احتمال

    د هغه راپور له خپرېدو وروسته چې امریکا ښايي د فالکلنډ ټاپوګانو په تړاوخپل دریځ ته بیاکتنه وکړي، بریتانیا حکومت ټینګار وکړ چې پر دغو ټاپوګانو د بریتانیا حاکمیت ''له هر ډول شکه پورته دی''.

    رویټرز خبري اژانس د پينتاګون د یوه داخلي برېښنالیک پیغام په حواله راپور ورکړی چې امریکا د هغو انتخابونو ارزونه کوي چې له مخې یې د ناټو هغومتحدینو ته یو ډول سزاورکړي، چې د واشنګټن په باور یې د ایران جګړې ملاتړ نه دی کړی.

    یاد انتخابونه داسې امکان هم رانغاړي چې ناټو کې د اسپانیا غړیتوب ځنډولو موضوع وارزول شي، ځکه چې دغه هېواد له دې جګړې سره مخالفت کړی دی. خو د بي‌بي‌سي په وینا، دوی نه دي توانېدلي چې دا برېښنالیک تائید یا وارزوي.

    د پینتاګون ویاند د دې برېښنالیک په تړاو تبصره ونه کړه، خو په وینا یې دا اداره به ''ډاډ ترلاسه کړي چې ولسمشر باوري انتخابونه په واک کې ولري، چې نور متحدین یوازې د کاغذ پر مخ متحدین نه وي، بلکې خپله ونډه هم پوره کړي.''

    د جمعې پرورځ ارجنټاین اعلان وکړ چې چمتو دی د سویلي اقیانوس سمندر دې ټاپوګانو په تړاو د خبرو بهیر بیا پیل کړي.

    نږدې دوې پېړۍ کېږي چې ارجنټاین د دغو ټاپوګانو د حاکمیت پر سر له بریتانیا سره لانجه لري، داسې یوه لانجه چې په ۱۹۸۲ کال کې پوځي یرغل ته واوښته.

  4. د ایران بهرنیو چارو وزارت: د ایران او امریکا تر منځ د لیدنې هیڅ پروګرام نه شته

    د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پر اېکس پاڼه لیکلي: "د ایران او امریکا ترمنځ کومه غونډه نه ده پلان شوې. د ایران د اسلامي جمهوریت نظرونه او ملاحظات به پاکستاني لوري ته منعکس شي."

    د ایران صدا و سیما خبري شبکې هم پر خپله ټیلیګرام پاڼه لیکلي، د ایران بهرنیو چارو وزیر له امریکايي لوري سره د لیدنې هیڅ پروګرام په پام کې نه لري. په دې رپوټ کې ویل شوي، اسلام اباد کولای شي، ''د شخړې پای ته رسولو په پار د ایران لیدلوي انتقالولو لپاره د اړیکو پل'' په توګه کار وکړي.

    د ایران له لوري دا څرګندونې داسې حال کې کېږي، چې مخکې سپینې ماڼۍ ویلي و، سټیو وېتکاف او جاراد کوشنر د دې لپاره اسلام اباد ته استول کېږي، ځکه ایرانیانو د ''مخامخ'' خبرو غوښتنه کړې.

    ښاغلي عراقچي نن ماښام اسلام اباد ته ورسېد او په اسلام اباد کې د ایران سفارت وايي، په پام کې ده، چې له پاکستان سره د ''دوه اړخیزو موضوعاتو'' ارزونه وکړي.

    بل لور اې بي سي خبري شبکې د پاکستاني چارواکو له قوله په خپل رپوټ کې ویلي، امریکايي او ایراني پلاوي به سبا په جلا توګه له پاکستاني چارواکو سره وویني او که په خبرو کې پرمختګ وشي، ښايي پر ېکشنبه د دواړو لوریو تر منځ مخامخ لیدنه وشي.

  5. وروستی, سویټزرلنډ د 'دیپلوماتیکو نوښتونو' ملاتړ چمتوالي په موخه په تهران کې خپل سفارت پرانیزي

    د سویټزرلنډ بهرنیو چارو د وزارت وايي، په تدریجي ډول په تهران کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

    دغه سفارت په ایران کې د امریکا د ګټو د استازیتوب په برخه کې مهم رول لري، ځکه سویټزرلنډ د 'ساتونکي ځواک' په توګه دا دنده پر غاړه لري.

    امریکا د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راهیسې، چې په ایران کې د امریکا سفارت محاصره او کارکوونکي یې یرغمل شول، په ایران کې خپلواک دیپلوماتیک استازیتوب نه لري.

    د سویټزرلنډ بهرنیو چارو وزارت وايي، دا پرېکړه له ایران او امریکا سره په سلامشوره ترسره شوې او سویټزرلنډ چمتو دی چې خپل دفترونه د هغو ''ټولو دیپلوماتیکو نوښتونو د ملاتړ لپاره برابر کړي چې د کړکېچ کمولو او د تلپاتې سولې لپاره مرسته کوي."

  6. سپینه ماڼۍ: وېټکاف او کوشنر پر شنبه اسلام اباد ته ځي

    د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ تائید کړه، چې د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او د ډونلډ ټرمپ زوم جاراډ کوشنر له ایران سره د خبرو نوي پړاو لپاره اسلام اباد ته ځي.

    د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ فاکس نیوز خبري شبکې ته وویل، د ټرمپ دغه دواړه استازي به پر شنبه پاکستان ته روان شي.

    له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و، د اسلام اباد، مسقط او مسکو په سفر وتلی دی.

    عباس عراقچي په یوه اېکس پیغام کې ویلي، د دې سفر هدف د دوه اړخیزو مسائلو په هکله له ملګرو سره له نژدې لیدنه او د سیمه ییزو پرمختګونو په هکله سلا مشوره کول دي.

  7. ایرانی پلاوی اسلام اباد ته ورسېد

    پاکستان کې د ایران سفارت هغه رپوټونه تائید کړل، چې ایرانی پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی دی.

    پر اېکس د یوه تصویر له خپرولو سره د ایران سفارت له لوري لیکل شوي، د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به د ''دوه اړخیزو موضوعاتو'' او سیمه ییزو پرمختګونو په هکله خبرې وکړي.

    ایراني چارواکو له دې مخکې ویلي و، چې ښاغلی عراقچي به د پاکستان تر څنګ روسیې او عمان ته هم سفر وکړي.

    د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په رپوټ کې ویل شوي عباس عراقچي به د جمعې په ماښام اسلام اباد، مسقط او مسکو ته سفر وکړي، چې ''له امریکا او اسرائیل سره د جګړې پر موضوع له پاکستاني، عماني او روسي چارواکو سره سلامشوره وکړي.''

    که څه هم سپینې ماڼۍ ویلي، امریکایی پلاوی به پاکستان ته له رسېدو وروسته له ایران سره مخامخ خبرې وکړي، خو د ایران رسنیو په دې هکله څه نه دي ویلي.

    خپله عباس عراقچي په یوه اېکس پیغام کې ویلي، د دې سفر هدف د دوه اړخیزو مسائلو په هکله له ملګرو سره له نژدې لیدنه او د سیمه ییزو پرمختګونو په هکله سلا مشوره کول دي.

  8. وروستی, د جرمني صدراعظم: که هوکړه وشي اروپايي ټولنه پر ایران د بندیزونو نرمولو ته چمتو ده

    اروپايي ټولنه په قبرس کې له مصر، سوریې او لبنان سره د یوې ګډې سرمشریزې کوربتوب کوي.

    رویټرز خبري اژانس وايي د جرمني صدراعظم فریدریش مېرڅ په دې غونډه کې ویلي چې که له ایران سره یوه هر اړخیزه هوکړه وشي، نو اروپايي ټولنه چمتو ده چې پر تهران لګول شوي اقتصادي بندیزونه په تدریجي ډول نرم کړي.

    مېرڅ وویل: "دا په یو ډول داسې مرسته ده چې موږ یې کولی شو چې دا بهیر پر مخ ولاړ شي او هیله ده چې پایله یې یو دوامدار اوربند وي."

    فرانس پرېس خبري اژانس بیا د اروپايي شورا د مشر انتونیو کوستا خبرې راخیستي چې ویلي یې دي، هرمز تنګی باید "سملاسي، پرته له هر ډول محدودیت او محصول اخیستلو بېرته پرانیستل شي."

    هغه زیاته کړې چې دا کار "ټولې نړۍ لپاره خورا مهم دی".

    د یادونې ده چې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس د دې غونډې تر پیل مخکې خبرداری ورکړی و چې که د خبروله لارې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون په څېر پیاوړې هوکړه ترلاسه نه شي، نو نړۍ ښايي له یوه لا خطرناک ایران سره مخامخ شي.

  9. وروستی, لا څرګنده نه ده چې امریکا به اسلام‌اباد کې په کېدونکو خبرو کې ګډون وکړي که څنګه

    تمه کېده چې د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس د سې‌شنبې پر ورځ د امریکا او ایران ترمنځ د سولې خبرو بل پړاو کې د ګډون لپاره اسلام‌اباد ته ولاړ شي، خو د امریکا د مرستیال ولسمشر اړوند الوتکه (ایر فورس ټو) وانه‌لوته او خبرې بېرته پیل نه شوې.

    تر هغې وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې له ایران سره به اوربند، چې ټاکل شوې وه د چارشنبې ماښام پای ته ورسېږي، وغځوي.

    لکه څنګه چې موږ مخکې یادونه کړې، تازه تهران تایید کړې چې بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن شپه اسلام‌اباد ته روان دی.

    تر اوسه دا نه ده روښانه چې هلته د کېدونکو خبرو د اجنډا لمن به څومره پراخه وي او دا چې ایا امریکا به هم په دغو خبرو کې ګډون وکړي که څنګه.

    پاکستان د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړي رول لوبوي.

    مخکې زموږ خبریال راپور ورکړی و چې اسلام‌اباد له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د خبرو د دویم پړاو کوربتوب ته چمتووالی نیولی او د دغه چمتووالي له کبله د ښار اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

  10. وروستی, د ایران دولتي رسنۍ وايي عراقچي نن اسلام اباد ته روانېږي

    د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا وايي چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن جمعه اسلام‌اباد، مسقط او مسکو ته د سفر لړۍ پيلوي.

    ورمخکې د پاکستان د حکومت سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې تمه ده عراقچي نن شپه د خبرو لپاره اسلام‌اباد ته ورسېږي.

    تر اوسه د ایران او یا امریکا له لوري په رسمي ډول دا خبره نه ده تایید شوې.

    ایرنا راپور ورکړی چې د عراقچي د سفر موخې د سیمې د روانو بدلونونو ارزونه او همدارنګه له امریکا او اسرائیل سره د جګړې د وروستیو حالاتو په تړاو دوه اړخیزې سلا مشورې او خبرې اترې دي.

  11. وروستی, د امریکا دفاع وزیر وايي امریکا د وخت هېڅ کمی نه لري او تړون ته بې صبره نه ده

    د امریکا دفاع وزیر پېت هېګسېټ وايي دوه بېړۍ چې ایران په تېرو ورځو کې هرمز تنګي کې پرې ډزې کړې او نیولې دي، د امریکا او اسرائیل اړوندې نه وې.

    هغه وايي "هر څوک چې تېزه کښتۍ، وسله او خراب نیت ولري، دا کار کولی شي".

    هېګسېټ زیاته کړه چې امریکا "د وخت هېڅ کمی نه لري" او تړون ته بې‌صبره هم نه ده.

    نوموړی وايي ایران "پوهېږي چې لا هم ورته د عاقلانه انتخاب لپاره ور پرانیستی دی" او دا چې باید یوازې"له مانا لرونکو او تایید وړ لارو له اټومي وسلو تېر شي."

    د امریکا دفاع وزیر زیاتوي ولسمشر ټرمپ د امریکا سمندري ځواک ته اجازه ورکړې چې که کومه چټکه ایرانۍ کښتۍ په سمندر کې د ماینونو اېښودو هڅه وکړي یا د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ مخه ونیسي، لمنځه دې یې یوسي.

    هېګسېټوویل: "هېڅ به دوه زړي نه شو؛ د له منځه وړلو لپاره به یې ډزې وکړو."

  12. وروستی, د امریکا دفاع وزیر: ایران د دې فرصت لري چې "ښه او عاقلانه تړون" وکړي

    د امریکا دفاع وزیر پېت هېګسېټ له رسنیو سره د منځني‌ختیځ د وضعیت او له ایران سره د روانې شخړې تازه مالومات شریک کړي دي.

    هغه خپلې خبرې له دې ادعا سره پيل کړې چې ګوندې د ایران په جګړه کې یې یوازې په څو اوونیو کې "پرېکنده پوځي پایله" ترلاسه او هغه د ویتنام او عراق له لسیزو جګړو سره پرتله کړه.

    نوموړي د ایران پر وړاندې خپل ماموریت "نړۍ ته یوه ډالۍ" وبلله او ویې ویل چې دغه هېواد به "اټومي وسلې ترلاسه نه کړي."

    هېګسېټ وویل دا ماموریت اوس په نوي پړاو کې دی او ټینګار یې وکړ چې ایران د دې فرصت لري چې "یوه ښه هوکړه او یو عاقلانه تړون" وکړي.

    د امریکا دفاع وزیر د دوی د سمندري ځواکونو لخوا د ایران 'سختې سمندري کلابندۍ' ته هم اشاره وکړه چې د نوموړي په وینا هره ورځ لا پسې پیاوړې کېږي.

    هغه وویل د دې کلابندۍ له پیل راهیسې د ۳۴ ایراني بېړیو مخه نیول شوې او د بېرته ستنېدو امر ورته شوی دی.

  13. وروستی, سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي تمه ده ایرانی پلاوی نن شپه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ورسېږي

    د پاکستان په حکومت کې ځینو سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، تمه ده د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن شپه اسلام‌اباد ته ورشي.

    تر اوسه د ایراني یا امریکايي لوري لخوا دا خبره په رسمي ډول نه ده تایید شوې.

    دا په داسې حال کې ده چې عراقچي څو ساعته مخکې له جګپوړو پاکستاني چارواکو سره د "سیمه‌ییزو بدلونونو او د اوربند اړوند مسایلو"په تړاو خبرې کړې وې.

    هغه ویلي وو چې د پاکستان له مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار او د پوځ له لوی درستیز فیلډ مارشل عاصم منیر سره غږېدلی دی.

  14. وروستی, اسرائیل تایید کړه چې د لبنان سوېل کې یې هوايي بریدونه کړي

    د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای‌ډي‌اېف) تایید کړه چې نن سهار یې د لبنان په سوېل کې بریدونه کړي دي.

    ورمخکې لبناني رسنیو د دغو بریدونو رپوټ ورکړی و.

    د لبنان دولتي ملي خبري اژانس ویلي وو چې اسرائیل د سهار له لمرختو سره سم تولین ښارګوټی او خربت سلیم سیمه پهنښه کړل.

    په رپوټ کې د "جنګي الوتکو" او "د توپخانې ډزو" یادونه شوې وه.

    اوس د اسرائیل دفاعي ځواکونو پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې په دغو سیمو کې یې د "حزب‌الله پوځي تاسیسات" په نښه کړي دي.

    اسرائیل وايي دا بریدونه یې "تېره ورځ د حزب‌الله له خوا د شتولا ښار پر لوري د توغندیو د توغولو په ځواب کې" ترسره کړي.

    ای ‌ډي اېف مخکې یوه بله اعلامیه کې ویلي وو چې تېره شپه یې له لبنانه څو ورتوغول شوي توغندي شنډ کړي دي.

    حزب‌الله هم منلې وه چې دا برید دوی کړی دی.

    دا ډله او اسرائیل دواړو یو پر بل له اوربنده پر سرغړونو تورونوي.

  15. وروستی, اروپايي ټولنې له ایران سره په مذاکراتو کې د اټومي کارپوهانو د حضور پر اړتیا ټینګار وکړ

    د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس خبرداری ورکړی چې که د سولې په خبرو کې اټومي کارپوهان شامل نه وي، نو کېدای شي د ایران له لوري ګواښونه "لا پسې خطرناک" شي.

    هغې چې د قبرس په کوربتوب یې د اروپايي ټولنې د مشرانو غونډې ته خبرې کولې وویل دا خطر شته چې له ایران سره هر ډول کېدونکې احتمالي هوکړه په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما د حکومت پر مهال له تهران سره د شوي تړون (ګډ جامع اقدام پلان) پرتله کمزورې وي.

    ډونلډ ټرمپ په تېره دوره کې واک ته له رسېدو وروسته امریکا له ایران سره له شوې هوکړې (JCPOA) وایستله.

    د هغه تړون له مخې ایران منلې وه چې د اقتصادي بندیزونو د لغوه کېدو بدل کې به خپلې حساسې اټومي چارې رامحدودوي او نړیوالو څارونکو ته به اجازه ورکړي چې دغه هېواد ته ورشي.

    اوس اغلې کالاس وايي: "که خبرې یوازې د اټومي [پروګرام] په اړه وي او اټومي کارپوهان پکې حاضر نه وي، نو پایله کې به یې یوه داسې هوکړه ترلاسه شي چې تر JCPOA به لا ډېره کمزورې وي."

    هغې زیاته کړه: "او [که] په سیمه کې شته ستونزو، د توغندیو پروګرامونو، له نیابتي ډلو سره د هغوی ملاتړ او همدا راز په اروپا کې هایبریډ او سایبري فعالیتونو ته رسېدنه ونه شي، نو پایله کې به یې موږ یو لا ډېر خطرناک ایران ولرو."

  16. وروستی, ایراني او پاکستاني چارواکو د اوربند اړوند مسایلو په تړاو خبرې کړې دي

    په داسې حال کې چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د نورو احتمالي مذاکراتو کوربتوب ته چمتووالی نیولی، د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي چې له جګپوړو پاکستاني چارواکو سره یې د روانې شخړې په تړاو خبرې کړې دي.

    ښاغلي عراقچي پر ټېلېګرام یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې نوموړي د پاکستان له مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او همدا راز د پاکستان د پوځ له لوی درستیز فیلډ مارشل عاصم منیر سره غږېدلی دی.

    نوموړی وايي دوی د "سیمه‌ییزو بدلونونو او له اوربند سره د تړلو مسایلو" په تړاو بحث وکړ.

    ښاغلي عراقچي دا نه ده مشخصه کړې چې اشاره یې د امریکا او ایران ترمنځ اوربند ته ده که د اسرائیل او لبنان ترمنځ -یا دواړو ته.

    د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د نورو احتمالي ناستو ترسره کېدو ته د چمتووالي حالت ساتل شوی دی.

  17. وروستی, مکرون: منځني ختیځ ته د ثبات ستنېدل د ټولو په ګټه دي

    د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون وايي منځني ختیځ ته د ثبات ستنېدل "د ټولو په ګټه" دي، ځکه د ایران د جګړې پایلو نړیوال اقتصاد له بې‌ثباتۍ او اندېښنو سره مخامخ کړی دی.

    هغه د جمعې پر ورځ د قبرس پلازمېنه نیکوزیا کې د اروپايي ټولنې ناسته کې تر ګډون مخکې وویل: دا "د ټولو په ګټه ده چې ثبات ډېر ژر بېرته تامین شي او نړیوال اقتصاد بېرته ډاډمن وضعیت ته وګرځي."

    ټاکل شوې د اروپايي ټولنې په دې ناسته کې د منځني ختیځ له ځینو مشرانو سره هم خبرې اترې وشي.

  18. وروستی, د لبنان د پارلمان غړی: د اوربند غځېدل له خلکو سره مرسته کوي چې عادي ژوند ته وګرځي

    د لبنان د پارلمان یوه غړي د دغه هېواد او اسرائیل ترمنځ د اوربند د غځېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د لبنان خلک به دا فرصت ومومي چې ژوند یې تر یوه ځایه عادي حالت ته وګرځي.

    نجات صلیبا د بي بي سي نړیوال سرویس ته ویلي: "ټول خوښ دي چې ټاکل شوې اوربند درې نورې اوونۍ دوام وکړي."

    نوموړي زیاته کړې "دا موضوع له ډېرو خلکو سره مرسته کوي چې خپلو کورونو ته وګرځي، د خپلو کورونو وضعیت وګوري او له سره خپل ژوند پیل کړي."

    هغه د اوربند د غځېدا په تړاو د حزب‌الله غورځنګ د غبرګون د څرنګوالي په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وویل: "هیله نه لرو چې وضعیت دې ډېر ښه پر مخ ولاړ شي."

    خو ښاغلي صلیبا زیاته کړه چې "د لبنان حکومت په بشپړ ډول هوډمن دی، چې خبرو اترو ته دوام وکړي او یوه ګډ دریځ ته ورسېږي چې خلک له بمباریو او وژلو وژغوري."

  19. په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر ادعا کوي، په لبنان کې بشپړ اوربند نه شته

    په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر دیني دینن ادعا کوي چې د لبنان حکومت پر حزب الله هیڅ کنټرول نه لري او لبنان به ونه شي کولای له نوي غځیدلي اوربند سره د حزب الله بریدونه په بشپړ ډول ودروي.

    له سي این این سره په یوه مرکه کې، هغه وویل، "حزب الله د اوربند ګډوډلوهڅه کې د راکټونو ګوزارونه کړي، چې اسرائیل یې ځوابي ګوزارونو ته اړ کېږي. موږ چې ګواښ ووینو، اقدام کوو."

    د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلې چې په امریکا کې د اسرائیلو او لبنان سفیرانو په سپینه ماڼۍ کې سره ولیدل او ټرمپ تر دریو اونیو پورې د د ۱۰ ورځني اوربند د غځولو اعلان وکړ. هغه د نوي تړون په تړاو وویل، "دا ۱۰۰ سلنه نه دی. زه هیله لرم چې د لبنان پوځ به وکولی شي د عمل په ډګر کې دا اوربند پلی کړي."

  20. روبیو وايي، ایران د نړیوال جام په سیالیو کې له برخه اخیستو نه دی منع کړل شوی

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سپینې ماڼۍ په خبري کنفرانس کې وویل،له امریکا څخه هیچا ایراني لوبغاړو ته نه دي ویلي چې دوی نه شي کولی د نړیوال جام په سیالیو کې چې په روان دوبي کې په امریکا کې ترسره کېږي ګډون وکړي.

    نوموړی وايي، داسې اټکلونه شته چې ایران ښايي ګډون ونه کړي او ایټالیا به د دوی ځای ونیسي، خو ښاغلی روبیو زیاتوي چې که ایران نه راځي دا د دوی خپله خوښه ده.

    هغه وايي، د ایران سره په نړیوال جام کې د ګډون ستونزه د دوی لوبغاړي نه دي، بلکې ځینې هغه خلک دي چې دوی به یې له ځانه سره راولي.

    نوموړی وايي: "هغه څه چې دوی نه شي کولی، دا دي، چې زموږ هېواد ته د ای ار جي سي (سپاه پاسدران) ترهګرو یوه ډله راوستل دي، او داسې تظاهر کول دي، چې ګواکې دا خبریالان او یا ورزشي روزونکي دي."