"خوست کې د روغتون مخې ته زېږون"؛ اېم‌اېس‌اېف او د طالبانو حکومت ځايي چارواکي یې په اړه څه وايي؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په خوست کې یوه میندواره مېرمنه چې زېږون ته ډېره نږدې وه، د روغتون دروازې ته په رسېدو یې ماشوم زېږېدلی او قابله ګانو او ډاکټرانو ورته روغتیايي‌ خدمتونه رسولي وو.

ډاکټران وایي، د مور او ماشوم روغتیا ښه ده.

د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز ویلي، د ولایت د مقام او عامې روغتیا ریاست لخوا د دې پېښې څېړنې لپاره د ټاکل شوي ځانګړي ګډ هئیت څېړنو کې موندل شوې، چې میندوارې مېرمنې د لوړ فشار ستونزه درلوده او د همدې لپاره له خپلې اړوندې ولسوالۍ د بې‌پولې ډاکترانو روغتون ته لېږدول کېده.

ښاغلي ګربز په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، کله چې مېرمن روغتون ته رسېږي نو له موټره د کښته کېدو پر مهال یې د لوړ فشار له کبله "وضعیت خرابېږي" او "پر ځمکه لوېږي."

د بې‌پولې ډاکترانو ټولنې په خپله اعلامیه کې ویلي دغه ښځه د سهار په شاوخوا ۸:۵۰ بجو روغتون ته ورسېده، خو "د زیږون په وروستۍ پړاو کې وه او ماشوم یې روغتون ته له ننوتلو مخکې وزېږاوه."

د اېم‌اېس‌اېف په وینا د دوی د روغتون قابلو له خبرېدو سره سم "د مور او نوي زېږېدلي ماشوم مرستې ته ور ودانګلي"،‌ دواړو "په روغتون کې اړین طبي او تر زېږون وروسته روغتیايي خدمات ترلاسه کړي،‌ او دا چې اوس "مور او ماشوم دواړه روغ او ښه دي."

د بې‌پولې ډاکترانو ټولنې او د طالبانو حکومت ځايي چارواکو ویلي،‌ په دې تړاو په خواله رسنیو کې ځینې خپرېدونکې تبصرې ناسمې او "بې‌ځایه تعبیر دی."

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو په خوست کې روغتیایي خدمتونو باندې نیوکې کړې دي.

خو ښاغلي ګربز ټینګار کړی "د خلکو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د ناروغانو د درملنې بهیر ته د هر ډول خنډونو د رامنځته کېدو مخنیوي لپاره به لازم اقدامات ترسره کوي."

د بې‌پولې ډاکترانو ټولنې هم ویلي، چې له ځايي روغتیايي چارواکو سره په خبرو بوخت دي، د دې پېښې غبرګونونه ارزوي، چې په راتلونکي کې د ورته پېښو د تکرار مخه ونیول شي.

ډاکټرانو ټینګار کړی چې میندوارې مېرمنې کله چې زېږون ته نږدې کېږي نو په وخت باید روغتون ته ورسول شي.

د ډاکټرانو په خبره که مور ته په سم وخت روغتیایي خدمتونه و نه رسېږي نو د مور او ماشوم د مړینې خطر ډېروي.

د بې‌پولې ډاکترانو ټولنه وايي،‌ "په خوست کې د مور او ماشوم روغتون هره میاشت نږدې ۲۰۰۰ زېږونونو ته مرسته او پاملرنه برابروي او هغو ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته حیاتي او بالقوه ژوند ژغورونکې روغتیايي خدمات وړاندې کوي چې له پېچلو او لوړ خطر لرونکو امېدواریو سره مخامخ وي."

د دغې ټولنې په وینا د بې پولې ډاکټرانو ټولنه له ۲۰۱۲ کال راهیسې په خوست کې د مېندو او نويو زېږېدلو ماشومو ته وړتیا روغتیايي خدمات وړاندې کوي، او ډېر تمرکز یې پر هغو ښځو دی چې له پېچلو او لوړ خطر لرونکو امېدواریو سره مخامخ وي.

د بې‌پولې ډاکترانو ټولنې زیاته کړې، چې دوی خوست کې د مور او ماشوم پر روغتون سربېره له اتو روغتیايي مرکزونو سره هم همکاري کوي چې د میندو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ښه او هغو ښځو ورتګ اسانه کړي چې "تخصصي ولادي پاملرنې" ته اړتیا لري.