د افغانستان او بنګله دېش ټېسټ لوبې څلورمه ورځ؛ افغان لوبغاړي د ۴۷۹ منډو هدف پوره کولو لپاره توپوهنه کوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د يوازينۍ ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ بنګله دېش د دريو وېکټو په لرلو سره افغان لوبغاړو ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د لوبې په دويمه پاڼۍ کې بنګله دېش ۳۷۲ منډې وکړې او له دې سره یې افغانستان ته د ۴۷۹ منډو هدف وټاکه.

بنګله دېش په لومړنۍ پاڼۍ کې ۳۴۶ منډې کړې وې چې په ځواب کې یې افغانستان یوازې د ۲۴۰ منډو په جوړولو وتوانېد.

په لومړۍ پاڼۍ کې د بنګله دېش لپاره تنزيد حسن ۸۳، شادمان اسلام ۶۷، لېتون داس ۵۳، مومن الحق ۳۹، نعیم حسن ۳۵ او لوبډلمشر نجم الحسین شانتو ۲۹ منډې وکړې.

د افغانستان محمد سلیم څلور، يمن احمدزي دری، عصمت عالم دوه او قيس احمد يو بنګالی لوبغاړی وسوځاوه.

په توپ اچوونه کې بيا افغان لوبډلمشر رحمت شاه د سليزې په بشپړولو سره ناسوځېدلې ۱۰۵ منډې وکړې. د ده تر څنګ عبدالملک ۶۲، اکرام عليخېل ۳۲، شاهدالله ۲۰ او صديق الله ۱۷ منډې وکړې.

په دويمه پاڼۍ کې بيا د افغانستان يمن احمدزي، ضيا الرحمان او محمد سليم هر يوه دوې دوې وېکټې، او قيس احمد يوه وېکټه واخيسته.

دا د دواړو هېوادونو ترمنځ يوازينۍ ټېسټ لوبه ده چې د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.

د افغانستان له لوري د دې سيالۍ لپاره د رحمت شاه په مشرۍ، عبدالملک، صدیق الله اتل، حشمت الله شهيدي، اکرام عليخېل، ضيا الرحمان، شاهدالله کمال، يمن احمدزی، قيس احمد، محمد سليم او عصمت عالم غوره شوي دي.

بل پلو د بنګله دېش لپاره د نجم الحسين شانتو په مشرۍ، شادمان سلام، تنزيد حسن، مومن الحق، مشفق الرحيم، لېتون داس، مهدي حسن معراج، حسن محمود، تاج اسلام او عبادت حسين لوبېږي.

د افغانستان نورې راتلونکې لوبې

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ له دې ټېسټ لوبې وروسته به د همدې اوکټوبر مياشتې پر ۱۷مه نېټه د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې تر منځ د يو ورځنيو سياليو درې اړخيزه لوبلړۍ کېږي چې تر ۲۳ نېټې به دوام وکړي.

د دې دری اړخيزې لوبلړۍ له پايته رسېدو وروسته له زېمبابوې سره د دريو شل اوريزو سياليو لوبلړۍ پلان شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ له مخې، د یادې شل اوریزو لوبلړۍ له پايته رسېدو سره سم به له زېمبابوې سره لومړۍ ټېسټ لوبه د نومبر مياشتې پر پنځمه او دويمه د همدې مياشتې پر ۱۳ نېټه پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ، دا لوبلړۍ د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې کرېکټ بورډونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتيا او پراختيا کې مهمه بولي.