د همالیا یوه ښکلې مرغۍ د بشري فعالیتونو له امله خپل غږ بدلوي

    • Author, راچیتا پرساد
    • دنده, بي بي سي ممبۍ
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د هندي څېړونکو دوو څېړنو موندلې چې د بشري فعالیتونو چټک زیاتوالی د همالیا غرونو کې د یوې ځانګړې مرغۍ د ژوند او اړیکو پر څرنګوالي اغېز کوي.

مونال، چې د فېزنټ (Pheasant) کورنۍ یوه مرغۍ ده او د همالیې غرنیو ځنګلونو اصلي اوسېدونکې ده، د سیمې له کلتور، ولسي کیسو او هویت سره ژوره اړیکه لري. دا ښکلې مرغۍ، چې نران یې ځانګړي شنه نیلي او مسي رنګه بڼکې لري، د هند د اتراکنډ ایالت رسمي مرغۍ او د نیپال ملي مرغۍ ده. دا د همالیه په ټوله سیمه کې د یو کلتوري ارزښت لري.

څېړنې ښيي چې د زیربناوو پراختیا او ګرځندوی د دې مرغۍ د اوسېدو طبیعي ځایونه محدودوي، او زیاتېدونکی شور او زوږ یې پر دې هم اغېز کوي چې له احتمالي سیالانو سره څنګه اړیکه ونیسي.

د اتراکنډ څېړونکو د پنځو کلونو په موده کې دوه جلا څېړنې ترسره کړي چې د دې مرغۍ پر وړاندې یې مهم ګواښونه په ګوته کړي دي.

یوه څېړنه ښيي چې دغه مرغان اړ شوي دي د غرونو لوړو سیمو ته کډه وکړي، ځکه چې د ونو له کرښې پورته په الپاین څړځایونو کې د دوی طبیعي استوګنځایونه له ګڼې ګوڼې سره مخ شوي دي. بله څېړنه وايي چې مونال مرغۍ په یوه بوخته او له ګڼې ګوڼې ډکه دره کې د انسانانو له شوره د خپل غږ د اورېدلو لپاره د خپل غږ بڼه بدلوي.

د همالیه د ایکولوژۍ او اقلیمي چارو کارپوه، ویشال سینګ، وايي:

"دا دواړه څېړنې د نورو زیان‌منونکو ژوو لپاره یو مهم خبرداری ورکوي. که مونال دې ته اړ شي چې هم خپل غږ او هم خپل استوګنځای بدل کړي، نو پوښتنه دا ده چې نور ډېر حساس ژوي به څنګه غبرګون ښيي؟"

د دواړو څېړنو مشر څېړونکي، ډاکټر راجیو لوچن، بي بي سي ته ویلي چې دوی ځکه د مونال مرغۍ د څېړنې لپاره غوره کړه چې دا مرغۍ د استوګنې محدود چاپېریال پالي. دا د کال د موسمونو له بدلون سره د غرونو د ټیټو لمنو د غرنیو سیمو او د لوړو هسکو د الپاین سیمو ترمنځ الوت کوي. د هغه په وینا، همدا ځانګړتیا دا مرغۍ د شمال لوېدیځې همالیه د ایکوسیستم د روغتیا یو مهم شاخص ګرځوي.

لوچن وویل:

"که دا ډول په دې ځانګړي چاپېریال کې له ستونزو سره مخ وي، نو ډېر احتمال شته چې دغه ایکولوژیکي ګډوډۍ پر نورو مرغانو هم اغېز وکړي."

څېړونکي وايي چې مونال مرغۍ د همالیا د هغو نازکو ایکوسیستمونو د روغتیا یو مهم شاخص بلل کېدای شي چې د بې‌نظمې ګرځندویۍ او پراخې ښاري پراختیا له امله د زغم وروستي حد ته رسېدلي دي.

که څه هم دا سیمه د خپلې ښکلي طبیعي منظرې د ژویو د بډایه رنګارنګۍ له امله له پخوا راهیسې د سیلانیانو، غرختونکو او څېړونکو پام ځانته اړولی، خو په تېره یوه لسیزه کې د زیربناوو چټکه پراختیا ډېرو سیمو ته لاسرسی اسانه کړی دی. له دې امله د خلکو تګ راتګ زیات شوی او د ځنګلي ژوو طبیعي ژوند یې ګډوډ کړی دی.

د دغو بدلونونو ترڅنګ، د انسانانو مخ پر زیاتېدونکي فشارونه دا ښيي چې د اقلیم بدلون هم د سیمې د ژویو د تنوع لپاره په یوه بل ستر ګواښ بدلېږي.

ویشال سېنګ وویل:

"دې موضوع کې ګڼ عوامل رول لري، خو په پراخه کچه اصلي ستونزه دا ده چې د سیمې اقتصادي پراختیا د هغې له ایکولوژیکي بشپړتیا او طبیعي توازن سره همغږې نه ده."

د لومړۍ څېړنې له مخې، تمه کېږي چې د اقلیم بدلون به د بېلابېلو اقلیمي سناریوګانو له مخې تر ۲۱۰۰ کال پورې د هندي همالیه په سیمه کې د همالیایي مونال مرغۍ طبیعي استوګنځایونه لا پسې محدود او بې‌ثباته کړي.

اوس مهال دا مرغان په الپاین څړځایونو کې ژوند کوي، چې د ځنګلونو له کرښې پورته د غرونو په هسکو کې موقعیت لري. دا سیمې د همالیه له تر ټولو مهمو موسمي څړځایونو او د ژویزې تنوع له بډایه استوګنځایونو شمېرل کېږي.

څېړونکو ارزونه کړې چې اقلیمي بدلونونه به د هند د همالیه په سیمه کې، په ځانګړې توګه د اتراکنډ او هماچل پردېش ایالتونو کې، د مونال مرغۍ لپاره مناسب استوګنځایونه څنګه بدل کړي. دا ارزونه د هغو نړیوالو اقلیمي ماډلونو او د ګلخانه‌یي ګازونو د اخراج سناریوګانو پر بنسټ ترسره شوې چې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون د بین‌الحکومتي پلاوي (IPCC) په راپورونو کې کارول کېږي.

ډاکټر راجیو لوچن وايي:

"دا مرغان اوس په تدریجي ډول د همالیه لوړو سیمو ته خېژي، ځکه واورې ورکېږي او نباتات وده کوي، چې له امله یې دغو سیمو ته د دوی لاسرسی اسانه شوی دی. له بلې خوا، دوی لا له وړاندې هم پورته سیمو ته ټېل وهل کېږي، ځکه انسانان د الپاین څړځایونو په طبیعي استوګنځایونو کې لاسوهنه او پراختیايي کارونه کوي."

دا پر دې فرضیه ولاړ دی چې مونال مرغۍ به په راتلونکي کې هم د هماغه اقلیمي شرایطو اړتیا ولري چې اوس په الپاین څړځایونو کې شته دی. که څه هم دا یو معقول اټکل دی، خو بشپړ ډاډمن نه دی.

د څېړنې له مخې، د دې مرغیو موسمي کډه به په راتلونکو کلونو کې لا ستونزمنه شي، ځکه د اقلیم بدلون ښايي هغوی دې ته اړ کړي چې د غرونو لا لوړو هسکو، کوچنیو او ټوټه ټوټه شویو سیمو ته کډه وکړي.

په دې حالت کې به د مونال نفوس په جلا جلا او له یو بل بېلو سیمو کې خپور شي، چې د بېلابېلو ډلو ترمنځ د نسل زیاتونې او تولید امکانات کموي. دا وضعیت د اوږدمهاله شمېر کمېدو او ان په ځینو سیمو کې د بشپړ ورکېدو خطر زیاتوي، هغه ګواښ چې د څېړنې له مخې لا دمخه هم شته.

دویمه څېړنه، چې د ډاکټر راجیو لوچن، دنېش کمار شرما او انند کمار له خوا ترسره شوې او دوی د هیموتي نندن بهوګونا ګرهوال پوهنتون کې کار کوي، د مونال مرغۍ د چلند بدلونونو پر څېړنه راڅرخي.

څېړونکو دا څېړنه د اتراکنډ ایالت د کیدارنات د مشک غرڅې په خوندي سیمه کې په دوو درو کې ترسره کړه: چوپتا، چې د سیلانۍ یو مشهور ځای دی او د موټرو او سیلانیانو له ګڼې ګوڼې سره مخ دی، او مدمهاشور، چې تر ډېره ارامه سیمه ګڼل کېږي.

دوی د ۲۰۲۳ کال د اپرېل میاشتې د یوه کال په موده کې، د مایکروفونونو او اتومات ثبتوونکو وسایلو پر مټ، په دواړو سیمو کې د مونال له ۷۰۰ زیات غږونه ثبت کړل. وروسته یې د دغو غږونو ټون، موده او د چاپېریال د شور کچه اندازه کړه.

د څېړنې له مخې، په شورماشور لرونکو چاپېریال کې مېشتو مرغانو په پرلپسې ډول د هغو مرغانو په پرتله چې په ارامو سیمو کې ژوند کوي، په لوړه فریکونسۍ یا لوړ غږ غږونه کول.

څېړونکو وموندله چې د مونال د غږ په بڼه کې ډېر نازک بدلونونه رامنځته شوي دي، داسې بدلونونه چې د ثبتوونکو وسایلو له خوا کشف کېدای شي، خو ښايي د انسان غوږ ته په اسانه څرګند نه شي.

لوچن وویل:

"دا په دې معنا نه ده چې د دې ډول د غږ فریکونسي په دایمي یا تکاملي ډول بدله شوې ده. زموږ موندنې یوازې دا ښيي چې دغه مرغۍ د بېلابېلو غږیزو چاپېریالونو پر وړاندې د چلند د بدلون او تطابق وړتیا لري."

د مدمهاشور درې د مونالانو په پرتله، د چوپتا مرغانو لنډمهاله غږونه هم کول. څېړونکي باور لري چې دا کار ښايي د دې لپاره وي چې د ټیټې فریکونسۍ انساني شور، د موټرو غږ او د سیلانیانو د تګ راتګ له شور خپل غږ ښه واورولای شي.

د مرغانو غږونه په طبیعي نړۍ کې د غږیزو اړیکو له تر ټولو پرمختللو بڼو شمېرل کېږي، او په دغو غږونو کې مهم بدلونونه کولای شي د هغوی د ژوند پر مهمو چارو، په ځانګړي ډول د ملګري موندنې او نسل زیاتونې پر بریالیتوب، منفي اغېز وکړي.

د فلیم پوهنتون د عامه پالیسۍ استاد او د IPCC راپورونو همکار، انجل پراکاش، وايي:

"کله چې یوه جوړه دې ته اړ شي چې د سیلانیانو او ترافیکي شور د غلبې لپاره خپل غږ لوړ کړي، یا د دې لپاره چې څړځایونه له ګڼې ګوڼې ډک شوي وي او دوی لوړو غرونو ته وخېژي، نو دا روښانه کوي چې بشري فشارونه په همالیه کې د ژوند قواعد له سره کاږي."

لوچن وايي چې دی او د هغه کاري ډلګۍ دا څېړنه لومړنۍ ارزونه ګڼي او هیله لري چې په راتلونکې کې یې لا پراخه او ژوره کړي.

څېړونکي دا هم مني چې اوسنۍ موندنې لا د ایکولوژیکو پایلو په اړه وروستۍ او پرېکنده پایله نه وړاندې کوي او لا ډېرو څېړنو ته اړتیا شته. خو دواړه څېړنې په ګډه دا څرګندوي چې د همالیا په ایکوسیستم کې پراخ چاپېریالي فشارونه مخ په زیاتېدو دي.

پراکاش په پای کې وايي:

"کله چې موږ د مونال غږ ته غوږ نیسو، داسې ښکاري لکه همالیا چې له موږ د لا پراخ چاپېرچل، چوپتیا او پاملرنې غوښتنه کوي."