تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان ته له ایران او پاکستانه څومره مسلکي کارګران راستانه شوي؟
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د کابل په یوه صنعتي ښارګوټي کې د پلاستیکي څپلیو او چرمي بوټونو کارخونه ده چې پخوا پکې لږ تر لږه شلو بهرنیو مسلکي کارګرانو چې ډېر یې د پاکستان وو، کار کاوه.
د دې فابریکې مشر وايي، اوس ور سره یوازې دوه بهرني مسلکي کارګران پاتې دي چې د ماشینونو په تخنیکي برخه کې په کار بوخت دي.
له کابو یوه کال راهیسې په دغه کارخونه کې د بهرنیو کارګرانو ځای هغو افغان مسلکي کارګرانو نیولی چې په دې وروستیو کې له ایران یا پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
محمد صادق چې له څلورو نورو کسانو سره یې په پاکستان کې د څپلیو او بوټونو جوړولو په یوه لویه فابریکه کې کار کاوه، اوس په کابل کې په دې کارخونه کې محوري او مهم رول لري:
"په پاکستان کې مې د چپلکو جوړولو په فابریکه کې کار کاوه او څلور کاله وخت یې واخیست چې دا کار زده کړم. کله چې افغانستان ته راستانه شوو، په اسانۍ مو کار پیدا کړ. پنځه کسان یوځای راغلو او اوس د چپلکو جوړولو په فابریکه کې یوځای کار کوو. د هغه عاید پرتله چې پاکستان کې مو تر لاسه کاوه، دلته شاوخوا ۳ زره افغانۍ ډېرې اخلو او خوښ یوو. که په پاکستانۍ کلدارو یې حساب کړو، زموږ عاید د هغه ځای پرتله ډېر زیات شوی دی."
د مسلکي کارګرانو کمښت
په جلال اباد کې د اخلاص د جامو تولیدولو کار خونې مشر بلال احمدیار بي بي سي ته وویل، د مسلکي کارګرانو له جدي کمښت سره مخامخ و، خو د کډوالو په راستنېدو یې دا ستونزه حل شوې او اوس له ۲۰ ډېر ماهر راستانه شوي افغانان ور سره په کار بوخت دي:
" ټول هغه اجناس چې د خیاطۍ مربوط وي، هغه موږ یې په دې کارخونه کې تولیدوو. مخکې به د مسلکي کارګرانو له کمښت سره مخامخېدو، خو له پاکستان او ایران څخه د کډوالو د ایستلو د لړۍ په چټکېدو سره موږ پر خواله رسنیو د مسلکي راستنو شویو کارګرانو د جذبولو اعلانونه خپاره کړل او اوس را سره له ۲۰ ډېر داسې مسلکي کسان کار کوي چې په دې وروستیو کې له پاکستانه راستانه شوي دي."
اسدالله او امانالله خان هغه مسلکي کارګران دي چې په پاکستان کې یې د جامو تولید په صنعت کې کار کاوه او اوس په جلال اباد کې په اخلاص کارخونه کې په کار بوخت دي.
دوی وايي، تر راستنېدو وړاندې دې خبرو چې په افغانستان کې کار نه شته او ښايي ونه کولای شي د ژوند لګښتونه پوره کړي، سخت اندېښمن کړي وو:
"څو میاشتې مخکې له پاکستانه راغلو. ستونزې ډېرې زیاتې وې، کار او بار نه و. اوس مې په اخلاص فابریکه کې کار پیدا کړی دی. د مکتب بکسونه، خولۍ او بېلابېلې جامې ګنډو او کار مو ښه دی."
امانالله زیاتوي: "یو کال کېږي چې له پاکستانه راغلي یوو. خلکو ویل په افغانستان کې کار نه شته. اوس په دې کارخونه کې د جمپرونو په ګنډلو بوخت یم. لویه کورنۍ لرم او د لګښتونو مسوولیت زما پر غاړه دی. شکر دی په همدې شغل ژوند تېرېږي."
"مسلکي کارګرانو ته د هغوی له مهارت او مسلک سره برابر اسناد ورکوو"
د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، له ګاونډیو هېوادونو د راستانه شویو مسلکي کارګرانو د موندلو او د هغوی د مشخصاتو د ثبتولو لړۍ یې پیل کړې ده.
د دغه وزارت ویاند مولوي محمد صدیق بي بي سي ته وویل، ماهر او مسلکي کارګران په شخصي تولیدي فابریکو او دولتي شرکتونو کې په دندو ګومارل کېږي:
"د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ریاستونو له لوري په سرحدي ولایتونو کې د مسلکي راستنېدونکو کډوالو د ثبتولو او د وړتیاوو د تثبیت ریاست ته د هغوی د ور معرفي کولو لپاره، کاري ډلې ګومارل شوې دي.
او د وړتیاوو د تثبیت ریاست دغو مسلکي کارګرانو ته د هغوی له مهارت او مسلک سره برابر اسناد ورکوي او د کار بازار ته یې وړاندې کوي. دغه مسلکي راستانه شوي کډوال بیا د هرات په صنعتي پارکونو، خصوصي سکټورونو او امارتي شرکتونو کې په ګومارل کېږي."
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت هم وايي چې له پاکستان او ایران څخه ځینو راستنو شويو کډوالو چې په هغو هېوادونو کې په صنعتي او تولیدي فعالیتونو بوخت وو، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې له ۸۰ میلیون ډالرو ډېره پانګونه کړې او خپل فعالیتونه یې پیل کړي دي.
د دغه وزارت په وینا، هر افغان صنعتکار چې هېواد ته راستون شوی، له ځان سره یې افغان ماهر او مسلکي کارګران هم راوستلي دي:
"بې له شکه زموږ فابریکه لرونکي چې هېواد ته را ځي، د پوهې او مهارت له یوې ټولګې سره بېرته راستنېږي. هره کارخونه کولای شي په منځنۍ کچه، له ۵ تر ۱۰ تخنیکي او مسلکي کار کوونکي ولري."
د افغانستان په تولیدي صنعت کې د خصوصي برخې مسوولان وايي، تولیدي فابریکې اوس د خپلو ماشینالاتو د فعالولو او کارولو لپاره بهرنیو مسلکي کارګرانو ته اړتیا نه لري.
د دوی په وینا، هغه فابریکې به هم چې د جوړېدو او فعالېدو په حال کې دي، د مسلکي کسانو له کمښت سره مخامخې نه شي.
د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې له ایران، پاکستان او د سیمې له نورو هېوادونو څخه راستانه شویو صنعتکارانو او پانګه والو ته په صنعتي ښارګوټو کې له ۳۶۰ جریبو زیاته ځمکه سپارل شوې چې د فعالیتونوپه پیلېدو سره به یې د هېواد په کچه کارګرانو ته نور کاري فرصتونه هم برابره شي.