تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان پارلمان به د خیبر پښتونخوا بېړنی حالت "تصویب" کړي او باړه کې څه روان دي؟
له هغه وروسته چې د پاکستان ولسمشر له لوري په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او واليواکمني یا ګورنر راج نافذ شوی، ټاکل شوې نن دا پرېکړه د تصویب یا تایید لپاره په قامي اسمبلۍ او سنا مجلس کې وړاندې شي.
د دواړو مجلسونو د غونډو په اجنډا کې په دې اړه د جلا جلا پرېکړهلیکونو وړاندې کول شامل دي.
د بيبيسي اردو د خبر له مخې، د پارلماني چارو فدرالي وزیر طارق فضل چودري به د تېرې اکتوبر میاشتې پر ۱۱ په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان ولسمشر له لوري د بېړني حالت د نافذولو اعلان د دغه هېواد "د اساسي قانون د ۲۳۲ مادې د لومړۍ فقرې له مخې د تصویب/منظورۍ لپاره پارلمان ته وړاندې کړي".
بل لور ته ټاکل شوې چې په دې اړه د پارلمان ګډه غونډه سبا پنجشنبه (تله ۲۳/اکتوبر ۱۵) سهار وشي.
په باړه کې څه روان دي؟
د پېښور له باړې بازاره رپوټونه وايي چې نن هم هلته هټۍ تړلې پاتې دي.
په پېښور کې د بيبيسي خبریال عزیز الله خان د یوه ځايي سوداګر له خولې ویلي چې، "په باړه کې نن سهار ځينې دوکانونه خلاص وو خو پولیسو هغه هم بند کړل".
د یادولو ده چې هلته تېره ورځ د تاوتریخجنو مظاهرو خبرونه ورکړل شول. پولیسو ادعا کوله چې، "ورانکارو عناصرو د ناامنۍ خپرولو هڅه وکړه چې پولیسو یې مخنیوی وکړ او شاوخوا ۵۰ ورانکاري یې ونیول".
د پېښور پولیسو دعوه کړې چې اوس په باړه کې حالت "قابو" دی او "هېڅ کوم پولیس نه دی تښتول شوی".
د پېښور د پولیسو ویاند خبرداری ورکړی چې "دولتي ځایونو ته تاوان رسوونکو او امنیت خرابوونکو شرپسنده عناصرو سره به د ترهګرۍ او ورانکارۍ ضد قانون له مخې سخت چلند کېږي".
په باړه کې په خیبر پښتونخوا کې د واليواکمنۍ نافذېدو پر ضد دا "مزاحمت" په داسې حال کې کېږي چې حکومتي چارواکي بیا د خپل دریځ دفاع او ملاتړ کوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د دې پرېکړې تر اعلانه وروسته ویلي وو چې د دغه هېواد مرکزي حکومت ته "بله لار نه وه ورپاتې". ځینو نورو چارواکو بیا د خیبر پښتونخوا تېر حکومت د دې هر څه لامل بللی.
کونډي: د خیبر پښتونخوا چارې به له "کابل، کندهار او جلال اباده" سمبالېدې
د خیبر پښتونخوا واکمن والي د دغه ایالت بېواکه شوی حکومت تورن کړی چې چارې به یې "له کابل، کندهار او جلال اباده" سمبالېدې او نور دوی ته د منلو نه و.
فیصل کریم کونډي چې د پاکستان حکومت له لوري په خیبر پښتونخوا کې تر بېړني حالت او واليواکمنۍ نافذېدو سره اوس د دغه ایالت واکمن دی، دا ادعاوې پرون سېشنبه (تله۲۱/اکتوبر ۱۳) په یوه خبري غونډه کې کړې دي.
ښاغلي کونډي ویلي، "اوس هغه زمانه لاړه چې د مرکزي او ایالتي حکومتونو ترمنځ به همغږي نه وه، موږ به له بل ایالت سره په جګړه وو؛ اوس هغه خبرې نه شته او زموږ او د مرکزي حکومت ترمنځ به یوه همغږي وي. زموږ تګلارې به له اسلام اباده راځي او له کابل، جلال اباد او کندهاره به نه راځي".
د خیبر پښتونخوا دغه واکمن د دغه ایالت بېواکه شوی حکومت چې د تحریک انصاف سهیل اپریدی یې اعلی وزیر و، له هغو ډلو سره په "خواخوږۍ او اسانچارۍ" تورن کړی چې دی د "ترهګرو ډلو" نوم ورته اخلي.
ښاغلي کونډي دا خبره د هغې نیوکه په ځواب کې وکړه چې خبریال وپوښت، ولې یې یو "جمهوري حکومت" ړنګ کړ. ده په ادعا کولو سره وویل، "هغوی تل د ترهګرۍ ملاتړ کړی، ترهګرو ته یې اسانچاري کړې، دلته به د خلکو وینې بهېدې، جنازې به اوچتېدې او دوی به ویل چې هغوی ته څه مه وایئ او خبرې ورسره وکړئ؟".
غبرګون ورته شته؟
د یادولو ده چې د بېړني حالت په ترڅ کې د سهیل اپریدي په ګډون د تحریک انصاف ګڼ غړي نیول شوي او د ځينو پر کورونو د چاپو خبرونه هم ورکړل شوي دي. نو له همدې کبله معلومه نه ده چې دغو تورونه ته به یې ځواب څه وي.
خو ښاغلي اپريدي او د خیبر پښتونخوا ګڼو نورو چارواکو، فعالانو او ځايي خلکو په تېر کې په دغه ایالت کې له پوځي عملیاتو سره مخالفت ښودلی و او د خبرو له لارې یې د مسئلې د حل سپارښتنې کولې.
تېره اوونۍ چهارشنبه (تله ۱۵/اکتوبر ۷) هم ښاغلي اپریدي په خیبر پښتونخوا کې د "لانګ مارچ" لاریون ګډونوالو ته په وینا کې ویلي وو چې په خپل ایالت یا صوبه کې به د "هر ډول نوو پوځي عملیاتو" مخه ونیسي خو اندېښنه یې څرګنده وه چې "ځینې کړۍ" غواړي چې د پوځي عملیاتو ملاتړ باید وشي خو د ده په وینا، هېڅکه به د دې چارې برخه نه شي.
هغه عملیات چې په تېر کې پکې ملکي خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتو رپوټونه ورکړل شوي.
تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د ښاغلي کونډي دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.
خو تېره ورځ یې ویاند ذبیح الله مجاهد د کوم چارواکي د نوم له اخیستلو پرته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا د پاکستانیو چارواکو "ناکام سیاست" دی چې "بېځایه تورونه لګوي، د مذاکراتو بهیرونه سبوتاژوي او لوړپوړي چارواکي یې د ستونزو حل پر ځای پر پروپاګند تمرکز کوي."
مجاهد ویلي چې په پاکستان کې روان سیاسي، امنیتي، ټولنیز او اقتصادي مشکلات د اندېښنې وړ دي چې پر ټوله سیمه منفي اغېز لري او له دغه هېواده یې غوښتي چې د ستونزو د حل لپاره رغنده ګامونه واخلي او د خپلو سیاسیونو او ولسونو مشورو او حقونو ته درناوی وکړي.
د ښاغلي مجاهد دا غبرګون له هغه وروسته راغی چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې وه چې په افغانستان کې تر ۲۰ زرو ډېر سختدریځي او د ټيټيپي تر شپږو زرو ډېر جنګیالي مېشت دي او هلته روزل کېږي.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت د پاکستانیو چارواکو داسې تورونه لګول کومه نوې خبره نه ده چې هغوی تل رد کړي دي، خو دا لومړی ځل برېښي چې د خیبر پښتونخوا یو والي دې د خپل ایالت پر یوه ټاکل شوي یا منتخب حکومت داسې سخت تورونه وتپي؛ هغه هم په داسې حال کې چې مقابل لوری یې اوس بېواکه او زنداني وي.