غزه کې د اسرائیل په برید کې د حماس د پوځي څانګې نوی مشر وژل شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د حماس د پوځي څانګې قوماندان محمد عوده، د سې‌شنبې پر ورځ د غزې تړانګې په یوه برید کې وژل شوی دی.

د سیمه ‌ییزو روغتیايي کارکوونکو او عیني شاهدانو په وینا، په دغه برید کې د محمد عوده په ګډون لږ تر لږه درې فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

دغه برید د غزې ښار یوه بوخت بازار ته نږدې سیمه کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ شوی دی.

د اسرائیلو پوځ او د شین‌بت امنیتي ادارې ویلي، له څو میاشتو څار وروسته مو هغه ودانۍ په نښه کړې، چې د محمد عوده د پټېدو ځای و.

حماس تر اوسه په دې تړاو رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې، خو یوې سیمه ‌ییزې سرچینې او د عوده خپلوانو ویلي چې هغه له خپلې مېرمن او زلمی زوی یې یو ځای وژل شوي دي.

سره له دې، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ په اکتوبر کې د اوربند هوکړه شوې وه، خو په غزه کې نږدې هره ورځ د تاوتریخوالي پېښې کېږي.

همدا راز د لبنان په سوېل او ختیځ کې هم د سې ‌شنبې پر ورځ د اسرائیل په سختو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول.

دا بریدونه وروسته له هغه شوي، چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه، چې د حزب‌الله پر ضد به پوځي عملیات زیات کړي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي، چې څو ماشومان هم په کې دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، د حزب‌الله له ۱۰۰ ډېر بنسټونه او جنګیالي یې په نښه کړي دي.‌

دا د اپرېل په نیمایي کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند له هوکړې راوروسته لبنان کې تر ټولو سخت بمبار بلل شوی.

د اسرائیلو پوځ د چارشنبې سهار وختي په یوه اعلامیه کې وویل، چې د اسرائیل شمال کې تر هغې وروسته د خطر زنګونه ووهل شول، چې له لبنانه یو توغندی ور وتوغول شو.

د اسرائيل پوځ زیاته کړه، چې توغندی په بېدیا کې لګېدلی او د چا د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.