د افغان نجونو پرزده کړو بندېز: "کله چې د خپل عمرهلکان ووینم چې پوهنتونونو ته ځي - د خپل نه فراغت له امله ډېر بد احساس کوم"

    • Author, یوګیتا لیمای
    • دنده, د سویلي اسیا او افغانستان خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

عالیه چې موږ یې د خوندیتوب لپاره نوم بدل کړی، له خپل کور او کلي‌ سلګونه کیلومتره لېرې کابل ته سفر کړی چې له جبري واده وتښتي.‌

هغې چې کله تېر کال له خپلې ترور لور سره دا استثنایي سفر کاوه نو په افغانستان کې د نافذ قوانین له مخې له سر تر پښو پورې پوښلې وه او یوازې سترګې یې ښکارېدي.

دا سفر بې‌خطره هم نه و، ځکه هره ګړۍ دا احتمال موجود و چې دوی له محرم پرته د ښځو پر اوږدو سفرونو د لګېدلي‌ بندیز پلي کېدو لپاره د طالبانو حکومت د څارونکو لخوا ونیول شي.‌

خو ۱۹ کلنه عالیه او د ترور لور یې پر لار د طالبانو په کوم چک‌پواینټ کې ونه درول شوې او پر دې بریالۍ شوې چې ځانونه کابل ته ورسوي. ‌

هغه وايي‌ "ما مې کورنۍ ته پلمه جوړه کړه چې دلته د خپلو ملګرو او پخوانیو ټولګیوالو لیدو ته راځم. خو دا رښتیا نه دي. هغوی [ملګرې او ټولګیوالې مې] دلته نشته. اصلي‌ دلیل دا دی چې که زه په دایکندي‌ کې پاتې شوې وای، نو ودېدو ته اړیستل کېدم."

عالیه کابل ته له یوه پلان سره راغله، دلته یې د انګلیسي‌ ژبې کورس ونیوه.

د دیني‌ زدکړو د مدرسو ترڅنګ د ژبۍ پر زدکړه دغه متمرکز لنډمهاله خصوصي کورسونه، چې یوازې د مالي‌ امکاناتو لرونکي یې نیوی شي، افغانستان کې نجونو لپاره له شپږم ټولګي تر فراغت وروسته د زدکړو د دوام یوازنۍ لار ده.‌

خو نه دغه مدرسې او نه هم کورسونه دومره پرمختللي دي، چې د رسمي ښوونځي بدیل وګرځي.

اوس نږدې ۵ کاله پوره کېږي چې طالبانو له ۱۲ کلنو پورته نجونې له ښوونځي راګرځولې دي او دې لپاره بېلابېل دلیلونه وړاندې کېږي چې دغه بندیز ولې تر اوسه پر خپل ځای دی.‌

په دې موده کې د عالیه په څېر نجونې، چې غوښتل یې او اړتیا یې وه، له زدکړو پرته رالویې شوې.‌

د دغو کلونو په اوږدو کې د نجونو/ښځو پر وړاندې د یوه کاري‌ مسیر د موندلو لار عملآ‌ تړل شوې،‌ غوراوي یې محدود شوي او میلیونونو نجونو ته یوازې یو انتخاب ورپاتې دی: واده.

د عالیه کیسه یوازې د هغې د زړورتیا له کبله نه، بلکې په دې خاطر هم کم‌سارې ده چې نوموړې له یوې داسې کورنۍ ده چې ځوانو نجونو ته د پاتې محدودو فرصتونو تعقیبولو لپاره مالي امکانات لري.‌

په افغانستان کې، چې د ملګرو ملتونو په وینا له هرو څلورو - درې تنه پکې خپلې بنسټیزې اړتیاوې هم نه شي پوره کولی،‌ د دغو امکاناتو لرل نادر دي.‌

دا نه ده چې د عالیه کورنۍ نه غواړي چې هغه دې زدکړې وکړې. هغوی دا منلې چې نوموړې دې په کابل کې پاتې شي او ان اوس د انکلیسي ژبې کورس لپاره پیسې هم ورلېږي، خو دوی بیا هم په افغانستان کې د ژوندانه له حقایقو مجبور دي.‌

هغه وايي: "تر بندیز مخکې مې مور او پلار په ډېره لېوالتیا هڅولم چې ښوونځي ته ولاړه شم. هغوی به راته ویل چې له شک پرته خپلې د پیلوټۍ هیلې ته رسېدای شې. خو اوس راته وايي ما لپاره ښه لاره دا ده چې واده وکړم، ځکه ښوونځي ته نه نشم تلای،‌ پوهنتون نشم لوستی او ان کار هم نه شم کولی."

پر عالیه مرکې ډېرې دي. نوموړې وېرېږي، چې بالاخره ښايي د یوې منلو ته اړه شي او خسرګنۍ به یې د مور او پلار په اندازه ازادي‌ ور نه کړي.‌

هغه وايي "ځینې کورنۍ ډېرې سختګیرې وي. کېدای شي راته ووايي چې له خپلو هیلو تېره شم. په هکله يې ښه احساس نه لرم."

خو هغه پر خپل هوډ ولاړه ده.

نوموړې وايي: "که خپله کورنۍ مې واده ته اړه نه باسي، زه به انتظار وکړم. تر وروستۍ ساه پورې به مقاومت وکړم."

خو مقاومت کول ګران دي.

موږ د کابل په لوېدیځ کې په یوه کوچني او ساده کور کې له شمعې سره وکتل.

هغې راته وویل، "که طالبان واک ته نه وای رسېدلي، نو ما به تر اوسه ښوونځی نږدې پای ته رسولی وای. اوس به خپلې د ډاکترۍ هیلې ته نږدې وای. ما همدا غوښتل."

خو هغه څلور کاله مخکې، چې لا ۱۸ کلنه وه، خپلې مور اړیسته چې واده وکړي. نوموړې اوس دوه کوچنۍ لوڼې لري.

موږ د هغې او د هغې د کورنۍ د غړو نومونه د خوندیتوب لپاره بدل کړي دي.

مور یې کاملې، چې شپږ کاله مخکې یې د خپل مېړه له مړینې راوروسته د صفاکارې په توګه کار کاوه چې د لوڼو د ښوونځي لګښتونه برابر کړي، داسې احساسوله چې بله لار نه ده ورپاتې.

هغې داسې انګېرله چې که د واده عمر ته رسېدلې لور یې همداسې مجرده پاتې شي، نو د خلکو منفي پام به ورواوړي‌ او له ستونزو سره به مخامخ شي.‌

کاملې راته وویل "زه وېرېدم چې هغوی [د طالبانو حکومت سرتېري] به رانه وپوښتي چې ولې مې لور نه ودوم."

نوموړې زیاته کړه: "ما غوښتل چې هغه دې زدکړې، کار او د ټولنې خدمت وکړي. زه خپله نالوستې او د ړوند انسان په څېر یم. خو غوښتل مې چې لوڼې مې زدکړه وکړي. دې [شمعې] ډېرې هیلې درلودې، خو ور ونه رسېده."

د طالبانو حکومت له‌خوا پر زدکړو بندیز لا له وړاندې د بې‌شمېره ښځو او نجونو پر ژوند داسې اغېزه ښندلی چې بېرته نه جبرانېږي.

د ملګرو ملتونو په وینا، که دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي نو "په داسې یوه هېواد کې به، چې لا له وړاندې د ښځو د لوست کچه پکې ډېره ټیټه ده،" له دوو میلیونو زیاتې نجونې تر لومړني‌ ښوونځي له پورته زدکړو بې‌برخې شي.

شمعه وایي "د یوې ښځې یوازنۍ هیله دا نه ده چې مېړه ولري.‌ اړتیا ده چې لومړۍ پر خپلو پښو ودرېږي، خپلواکه شي، بیا کولای شي واده وکړي او کورنۍ جوړه کړي."

هغه زیاتوي "خو زه دې نوي ژوند ته له دې هر څه پرته ننوتم. هیلې مې نیمګړي پاتې شوې."

شمعې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د واده ډېر وړاندیزونه او مرکې رد کړې وې.

هغه وايي: "ما دا ټول ځکه رد کړل چې زدکړې راته تر هر څه ډېرې مهمې وې. څه چې ما د ځان لپاره غوښتل، هغسې نه وو چې هغوی [د مرکې کورنیو] ما لپاره غوښتل."

اوس هغه وايي چې تل له ذهني فشار سره مخ وي، ان تر دې چې کله فلمونه ګوري او په هغو کې ښځې د کار یا زدکړو په حال کې وښودل شي، نو دا یې هم ځوروي.

مېړه له هغې سره ډېر ښه چلند کوي، خو دا خپکان یې لمن نه پرېږدي، چې خپلې هیلې ته د رسېدو فرصت یې بایللی او وړتیاوې یې ضایع شوې دي.

هغه وايي: "دا راته ډېر سخت دي. داسې احساسوم لکه په خپل کور کې چې بندیوانه یم. یوازې د خپلو ماشومانو لپاره ژوند کوم."

اوس یې ۱۸ کلنه خور نورا وېره لري چې ښايي دا هم له همداسې برخلیک سره مخامخ شي.

نورا چې لا یې هم ښوونځي ته د بیا تګ هیله په بشپړه توګه نه ده بایللې، وايي: "زما عمر لا د واده نه دی.‌ غواړم خپلو زدکړو ته دوام ورکړم. داسې ده لکه په زندان کې یئ. د حکومت له وېرې له کوره نه وځم، او په کور کې مې مور راته وايي چې باید واده وکړم."

خو نوموړې باورمنه نه ده، چې د طالبانو تر واک لاندې دې بیا کله ښوونځي ته ولاړه شي.

نورا وايي، "د طالبانو حکومت ویلي و چې د نجونو ښوونځي تر ثاني امره تړلي دي. خو اوس دا دی څلور نیم کاله کېږي. موږ هره ورځ هماغه [د ثاني‌امر] پیغام ته انتظار باسو."

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، دې پوښتنې ته د طالبانو حکومت ځوابونه چې د نجونو ښوونځي به بېرته کله پرانیستل شي، له یوه دلیله بل ته اوښتي او اوس ان له دې موضوع په څنګ تېرېدو او چوپتیا پورې رسېدلي دي.

کله چې د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې موږ د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د هغوی له یوه ویاند سره لومړنۍ مرکه وکړه، نو هغه راته وویل چې د نجونو ښوونځي به پرانیستل شي، او زیاته یې کړه چې "د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره کار کوي."

یو کال وروسته ځواب دا و چې "دیني عالمان ښوونځیو ته د نوجونو د تګ راتګ له خوندیتابه سره ستونزه لري،" خو دوی د دې ستونزې پر حال کار کوي.

په ۲۰۲۴ کال کې، د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت راته وویل چې "موږ د مشرتابه پرېکړې ته انتظار یو."

همدا راونه میاشت ما یو ځل بیا له فطرت سره ولیدل، خو هغه نه غوښتل چې ما ته مخامخ کښینې او له یوې ښځې سره یې عکس واخیستل شي.

ما ترې وپوښتل چې دوی څنګه ښځو لپاره د ثانوي او لوړو زدکړو د بندیز توجیه کولو ته دوام ورکوی شي.

ځواب کې یې د دې یادونه وکړه چې "دمګړۍ شاوخوا اووه میلیونه هلکان او پېنځه میلیونه نجونې پر زدکړو بوختې دي."

هغه زیاته کړه چې "تر شپږم ټولګي پورته پر زدکړې بندیز یوه جلا موضوع ده" او موږ یې "په دې هیله..." پوهنې وزارت ته راجع کړو، چې ښايي "قانع‌کوونکی ځواب راکړي."

کله چې ما لا نور ټینګار وکړ او ورته مې وویل په افغانستان کې ښځو او نجونو موږ ته ویلي، هغوی باور نه لري چې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې به بېرته زدکړې پرانیستل شي، د نوموړي ځواب بیا هم همدا و چې د پوهنې وزارت ته رجوع وکړو.

موږ همدغه پوښتنه له پوهنې وزارته هم وکړه، خو هغوی ځواب را نه کړ.

د طالبانو د حکومت دننه د ښځو د زدکړو په اړه اختلافات شته، چې موږ ته جوت شوي، خو د هغوی مشر (مولوي هبت‌الله اخندازده) تېرو کلونو کې خپل دریځ لا پسې سخت کړی دی.

ښځو او نجونو ته هغه ورځ د همدا پرون په څېر وریاده ده، ښوونځي پرې وتړل شول.‌

عالیه وایي "ما ټوله ورځ او شپه وژړل. تر یوې اوونۍ نه شوم ویدېدای. داسې احساس مې کاوه لکه یو مړی چې ګرځي."

نوموړې زیاتوې "کله چې د خپل عمر هلکان ووینم چې فارغ شوي او پوهنتونونو ته ځي - د خپل نه فراغت له امله ډېر بد احساس کوم، داسې لکه په اور کې چې سوځم."

ښځې له ګڼو نورو محدودیتونو سره هم مخامخ دي چې د طالبانو د مشرتابه له لوري لګول شوي، او په ځینو سیمو کې په کلکه عملي کېږي، خو په ځینو نورو بیا کې لږ څه ازادي شته.

دغه فرمانونه په خلکو کې وېره خپروي.

د حکومت لخوا د پلي کېدونکو او په ځینو مواردو کې د خلکو له خوا پخپله پر ځان د محدودیتونو ګډه اغېزه دا ده چې ښځې له عامه ژوند نږدې چورلټ‌ ورکې شي.

فطرت د خپل حکومت په دفاع کې وايي چې "موږ زرګونو ښځو ته د کاروبار د مخته وړلو جوازونه ورکړي، چې دا یو مثبت ګام دی."

هغه دا ادعا هم وکړه چې د دوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر "۲۰۰۰ زیاتې داسې قضیې حل وفصل کړې چې ښځې پکې له خپل حقي میراثه بې‌برخې شوې وې"، او "۲۵۰۰ داسې ښځو سره یې مرسته کړې چې په زور ودېدو ته اړیستل کېدې یا کم‌عمره وې."

خو د طالبانو حکومت همدې تېره اوونۍ کې داسې قانوني اصول نافذ کړل چې د ماشومو نجونو د ودېدو د قانوني ملاتړ نښه بلل کېږي او دا هم پکې منل شوې چې د یوې کم‌عمره نجلۍ چوپتیا، له واده سره د هغې رضایت تعبیرېدای شي.

د وضعیت واقعي شواهد هم نور څه ښيي. داسې چې د کم‌عمره او جبري ودونو کچه ځکه په لوړېدو ده، چې نجونې له زدکړو بې‌برخې شوې دي.

د هغو ښځو او نجونو ترمنځ چې موږ ورسره خبرې وکړې، احساس داسې دی چې د بنسټیز تبعیض تر ټولو سختو بڼه هم نور د پخوا په څېر حیرانتیا یا غوسه نه راپاروي. هغوی داسې انګېري چې د نړۍ له‌خوا پرېښودل شوې دي.

عالیه وايي: "که موږ هېرې شوې نه وای، نو تر اوسه به خامخا یو څه شوي وای."

نورا وايي: "زه اکثرآ دا فکر کوم، چې موږ ولې په افغانستان کې زېږېدلې یو؟"

مور یې کامله د نړۍ لروبر میندو ته یو پیغام لري:

"په داسې نړۍ کې چې ستاسې لوڼو ته د زد‌کړې او کار اجازه شته، نو پرې یې ږدئ چې دا کار وکړي. پرې یې ږدئ چې خپلواکې شي."

"دلته په افغانستان کې، زموږ لپاره هر څه پای ته رسېدلي دي."

اضافي راپور: د ايموجن اندرسن، محفوظ زبیدي او سنجې ګنګولي لخوا.