تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مجتبی خامنه يي: امریکا به نور په سیمه کې خپلو اډو ته هېڅ خوندي ځای و نه مومي
د ایران مذهبي مشر مجتبی خامنه يي په یوه لیکلي پيغام کې ویلي چې د سیمې هېوادونه به نور امریکايي اډو ته ډال پاتې نه شي.
ښاغلی خامنه يي چې په تېره مارچ میاشت کې د خپل وژل شوي پلار تر ځای ناستي ټاکل کېدو وروسته په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی، نننی لیکلی پیغام یې د ایران دولتی تلویزون خپور کړی دی.
هغه د حج په مناسبت په دغه پیغام کې ویلي، "یقیني خبره دا ده چې د وخت د ساعت ستن شا ته نه راګرځي او نور به د سیمې ملتونه او ځمکه د امریکايي اډو لپاره ډال/سپر و نه اوسي".
د ایران د مذهبي مشر په وینا، "د دې ترڅنګ چې امریکا به نور د خپلو شيطانیو او د پوځي اډو جوړولو لپاره په سيمه کې هېڅ خوندي ځای و نه لري، [دغه هېواد] ورځ تر بلې له خپل پخواني دریځه د لرې کېدو په حال کې دی".
مجتبی خامنه يي په خپل لیکلي پیغام کې اسرائيل ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې، "لړزانده صهیونیستي رژيم او سرطاني دانه اسرائیل هم د خپل مردار/منحوس ژوند وروستي پړاو ته نږدې شوی دی".
هغه په پیغام کې د خپل پلار علي خامنه يي لس کاله پخوانۍ څرګندونې تکرار کړې او ویلي یې دي چې اسرائيل به "له ننه ۲۵ کاله وروسته تاریخ و نه ګوري".
ښاغلی خامنه يي داسې مهال دا خبرې کوي چې د امریکا پوځ ویلي، د ایران په جنوب کې یې نوي بریدونه کړي او د ایران د توغنديو مرکزونه او هغه کښتۍ یې په نښه کړې دي چې د دوی په وینا "د ماينونو اېښودلو هڅه" یې کوله.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) د سې شنبې په شپه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا بریدونه د "خپلې دفاع" په چوکاټ کې ترسره شوي او موخه یې "د ایراني ځواکونو له ګواښونو د امریکايي ځواکونو ساتنه" وه.
د سېنټکام ویاند ټېم هاوکېنز ويلي، د امریکا پوځ "سره له دې چې د اوسني اوربند پر مهال زغم ښيي، بيا هم د خپلو ځواکونو دفاع ته دوام ورکوي."
سپاه پاسداران: له اوربند د هرراز سرغړونې غچ اخلو
د ایران سپاه پاسداران ځواک د امریکا تر دغو بریدونو وروسته په خپله تازه خبرپاڼه کې ګواښ کړی چې له اوربنده د هر ډول سرغړونې غچ به اخلي.
د دغو ځواکونو د عامه اړیکو څانګې په اعلامیه کې ویلي چې دوی د امریکا پوځ له لوري له اوربنده د هر ډول سرغړونې غچ اخیستل خپل "مشروع او یقیني" حق ګڼي.
که څه هم په خبرپاڼه کې د امریکا پرونیو تازه بریدونو ته نېغپهنېغه اشاره نه ده شوې خو پکې راغلي چې د امریکا پوځ "په سیمه کې د خپلې لاسوهنې او تېريګر چلند په دوام په فارس خلیج کې د ایران هوايي حریم ته ننوتی او د سپاه پاسداران دفاعي واحدونو زموږ د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره تر محتاطې استخباراتي څارنې وروسته [د امریکا] اېمکیو-۹ ډرون پېژندلی او ویشتی دی".
دغو ځواکونو دا خبره هم کړې چې ګواکې (ارکیوـ۴) ډرون او (اېف-۳۵) جنګي جېټ یې په ډزو سره "دې ته اړ کړي چې وتښتي او [د ایران له فضايي] ځمکني حاکمیته ووځي".
سپاه پاسداران د دغو بریدونو کره وخت او ځای نه دی په ډاګه کړی.
د امریکا مرکزي قومندانۍ د تازه بریدونو خبره داسې مهال کوي چې د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي ويلي چې له امریکا سره په خبرو کې ځينې پرمختګونه شوي خو ويلي یې دي چې د شخړو پايته رسېدو لپاره هوکړې ته "نه دي ورلنډ شوي".
ډونلډ ټرمپ هم د دوشنبې په ورځ د سيمې ټولو هېوادونو ته له 'ابراهیمي تړون' سره د يو ځای کېدو او له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو سپارښتنه وکړه او همدارنګه یې د ایران د "بډايه شويو يورانيمو د له منځه وړلو" يادونه وکړه.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوونۍ په پای کې ويلي وو چې دواړه خواوې یوې هوکړې ته نژدې شوې دي خو وروسته یې اعلان وکړ چې مذاکره کوونکو ته یې لارښوونه کړې چې هوکړې ته د رسېدو لپاره "بېړه و نه کړي".
د امریکا او ایراني ځواکونو تر منځ د تېرې اپرېل له اتمې راهيسې اوربند پلی دی. ایران لا هم د هرمز تنګي له لارې د کښتيو د تګ راتګ کنټرول په لاس کې لري او د امریکا سمندري ځواکونو د ایران بندرونه کلابند کړي دي.
تهران ښاروالي: په جګړه کې زیانمن شوي ۹۷ سلنه کورونه بېرته ورغول شول
د دواړو لورو ترمنځ د بریدونو ترڅنګ مذاکرات هم روان دي خو تر اوسه یې کومه داسې پایله نه ده راوتلې چې جګړه پرې پایته ورسېږي.
په همدې حال کې د تهران ښاروالۍ ویلي دي چې په پلازمېنه کې یې هغه کورونه تر ډېره رغول شوي چې په جګړه کې زیانمن شوي وو.
د تهران ښاروالي ویاند عبدالمظهر محمدخاني ویلي، پر ایران د امریکا او اسرائيل په بریدونو کې چې په تهران کې کومو ۳۹ زره ۶۵۰ استوګنیزو ځایونو ته برسېرن زیان رسېدلی و، له ډلې یې اوس ۹۷ سلنه بېرته رغول شوي دي.
تهران ښاروالي کورونو ته اوښتي هغه زیان برسېرن یا جزيي بولي چې "ښيښې، دروازې او یا یې کړکۍ ماتې شوې وي" خو ویلي یې دي چې ۷۵ سلنه هغه کورونه هم بېرته جوړ کړای شوي دي چې د "منځنۍ کچې" زیان ور اوښتی و.