د کرېکټ درې اړخیزه لوبلړۍ: سريلنکا له افغانستانه په ۱۰۳ منډو لوی توپیر لوبه وګټله

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان، هند او سريلنکا الف لوبډلو ترمنځ په روانه درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن سريلنکا الف لوبډلې افغان ابدالیان لوبډلې نه په ۱۰۳ منډو لوی توپیر لوبه وګټله.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپاچونې پرېکړه وکړه.
سريلنکا په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۲ منډې وکړې.
سريلنکا ته اوېشکا فرنانډو تر ټولو ډېر ۱۱۱ رنزونه وکړل، ورپسې نیروشن ډیکوېلا ۶۶ او نووانیډو فرنانډو ۴۵ منډې وکړې.
د افغانستان الف لوبډلې یا افغان ابدالیان له لوري فریدون داودزي د سريلنکا څلور، فرمان الله ساپي درې او محمد ابراهیم شریفي یو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان پاڼۍ

د عکس سرچینه، ACB
له افغان ابدالیان لوبډلې حسن عیسیخېل او لوبډلمشر عمران میر د سر توپوهونکو په توګه لوبغالي ته کوز شول. عمران میر پرته له کومې منډې جوړولو وسوځېد خو حسن عیسیخېل بیا په نننۍ لوبه کې افغانستان ته تر ټولو ډېرې ۷۴ منډې وکړې او وسوځېد. فرمان الله ساپي ۴۵ رنزونه وکړل، بصیر شاه ۳۵ او اعجاز احمد احمدزي ۱۹ منډې وکړای شوې.
د افغان ابدالیان لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۲ اوور کې وسوځېدل او ۲۱۹ منډې یې وکړای شوې. له دې سره یې سريلنکا ته په ۱۰۳ منډو لوی توپير لوبه وبایلله.
د سريلنکا الف لوبډلې لخوا دلاج سموديتا پنځه، کوګاتاس درې، رویندو او ویجیاکانت یو یو افغان لوبغاړی وسوځاوه.
د کرېکټ په دې لوبلړۍ کې سريلنکا تر ټولو مخکې او لومړۍ ده چې له څلورو لوبو یې درې ګټلې او یوه یې بایللې ده او شپږ نومرې لري. هند ورپسې دویم ځای کې دی چې له څلورو لوبو یې دوه ګټلې او دوه بایللې دي. افغانستان بیا درېیم او وروستی ځای لري چې له کړو څلورو لوبو یې یوازې یوه ګټلې ده.
افغان کرېکټ بورډ لیکلي، "له دې سره د سريلنکا په کوربتوب د الف لوبډلو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د افغان لوبډلې سفر په درې ماتو او یوې بریا سره پای ته ورسېد".






















