د روغتيا لپاره ژېړ غوړي غوره دي که عادي غوړي؟

په يوه ښيښي کوتي کې ژېړ غوړي دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ژېړو غوړيو کې له ۶۰ تر ۶۵ سلنې پورې سچورېټېډ غوړ موجود وي
    • Author, شارداوي
    • دنده, بي بی سي تاميلۍ څانګه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د ژېړو غوړيو په اړه موږ ډېری وخت داسې ګڼ شمېر متضادې خبرې اورو لکه:

"د ژېړو غوړيو خوړل وزن زياتوي"

"په تشه ګېډه د ژېړو غوړيو خوړل د بدن غوړ کموي"

"ژېړ غوړي د معدې زخم رغوي"

"ژېړغوړي د زړه حملې لامل ګرځي"

موږ نه يوازې دا خبرې اورو، بلکې ځينې خلک یې په رښتيا هم عملي کوي.

په ژېړو غوړيو کې له ۶۰ تر ۶۵ سلنې پورې "سچورېټېډ یا له لبنیاتو ترلاسه شوي طبیعي غوړ چې د کوټې په عادي تودوخه کې کلک کېږي" غوړ او له ۲۰ تر ۲۵ سلنې پورې "مونو سچورېټېډ یا ګټور طبیعي غوړ چې په وچو میوو کې پیدا کېږي" او له درې تر څلور سلنې پورې "ناسچورېټېډ غوړ یا یو ډول طبیعي مایع ګټور غوړي لکه د کب په غوښه کې چې وي " او ځينې ويټامين شامل دي.

په دې کې د بدن لپاره اړين غوړ هم شته خو ځينې "سچورېټېډ غوړ" هم لري چې په بدن کې د کوليسټرولو په ځانګړي ډول د زيان رسوونکي اې ډيل اېل یا بدو کولسټرولو کچه لوړولی شي.

د ژېړو غوړيو د خوړولو د زيانونو په اړه له ډېرې مودې راهيسې خبرې کېږي، خو اوس یې د ګټو یادونه هم کېږي.

له دې کومې خبرې سمې دي او کومې نه دي؟

د ژېړو غوړيو په اړه د خپرو شويو ناسمو باورونو او سمو معلوماتو په اړه مو له ډاکترانو سره خبرې کړې دي.

ایا د ژېړو غوړيو خوړل وزن زياتوي؟

د څو ډاکترانو په وینا یوازې د ژېړو غوړيو خوړل د وزن زياتېدو لامل نه کېږي.

له بي بي سي سره په خبرو کې د زړه ناروغيو متخصص ډاکتر رفايي شوکت علي ويلي، "هېڅ خواړه دارو یا زهر نه وي. دا په دې پورې اړه لري چې په څومره اندازه خوړل کېږي".

نوموړي وويل، "که وپوښتل شي چې د ژېړو غوړيو خوړل وزن زياتوي یا نه، لومړی ځواب یې 'نه' دی خو که ډېر ژېړ غوړي وخوړل شي، په بدن کې د کولسټرولو د زياتېدو احتمال لري".

ایا د ژېړو غوړيو خوړل د وينې رګونه بندوي؟

ډاګتر رفايي وايي چې د ژېړو غوړيو د استعمال له کبله د بدن زياتېدونکې وازګه د زړه پر روغتيا اغېز کولی شي. دی وايي، "ژېړ غوړي په مستقیم ډول د زړه د وينې په رګونو کې نه راټولېږي. همدارنګه په مستقیم ډول د زړه ناروغي هم نه رامنځته کوي".

دی وايي، "موږ هر ډول خواړه چې خورو، هغه په دې ډول مستقيم د وينې رګونو ته نه رسېږي خو که ژېړ غوړي په زياته اندازه وخوړل شي، په بدن کې د غوړو کچه لوړېدی شي. دا ثابته شوې چې په بدن کې د غوړیو له زياتېدو سره د زړه اړوند ستونزو او د زړه د زيانمنېدو خطر هم زياتېږي".

یو کس په يوه ورځ کې څومره ژېړ غوړي خوړلی شي؟

په غوړيو کې سره شوي خواړه د بدن لپاره ښه نه دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په غوړيو کې سره شوي خواړه د بدن لپاره ښه نه دي

له بي بي سي سره په خبرو کې د تغذيې کارپوهه مېناکشي بجاج وايي، "د ۲۰۲۴ کال د لارښودنو له مخې يو روغ بالغ کس په يوه ورځ کې په ټوليز ډول له ۲۷ تر ۳۰ ګرامه پورې غوړي يا تېل استعمالولی شي."

د امریکا د زړه ټولنې د سپارښتنې له مخې له "سچورېټېډ غوړيو" ترلاسه کېدونکې کالوري باید د ورځې د ټولو کالوريو له شپږ سلنو کمه وي.

په ژېړو غوړيو، کوچو، پنېر، سره غوښه او نورو حيواني خوړو کې په زياته اندازه "سچورېټېډ غوړ" موجود وي.

د تېرو څو لسيزو علمي څېړنو ثابته کړې چې "سچورېټېډ غوړي" کولی شي په بدن کې د اېل ډي اېل یا بدو کولېسټرولو کچه لوړه کړي.

د دې کچې له لوړېدو سره د زړه ناروغيو خطر هم زياتېدلی شي.

هغې د بېلګې په توګه وويل چې که يو کس په ورځ کې ۲۰۰۰ کالوريو ته اړتيا ولري، له دې جملې بايد له ۱۲۰ کالوريو زياتې له "سچورېټېډ غوړيو" ترلاسه نشي.

دا وايي په ژېړو غوړيو کې له ۶۰ تر ۶۵ سلنې پورې "سچورېټېډ غوړ" موجود وي، له همدې کبله د ژېړو غوړيو ډېر استعمال کولی شي په بدن کې د بد کولېسټرول کچه لوړه کړي.

ایا ژېړ غوړي د معدې زخم يا السر رغوي؟

د يوه دولتي روغتون ډاکتر او پروفيسور چندر شېکر وايي، په ژېړو غوړيو کې موجود "ناسچورېټېډ او پولي سچورېټېډ" غوړ د بدن لپاره اړين دي.

دی وايي، "په غوړيو کې لينوليک اسيد، بيوټيريک اسيد او ځينې نور ګټور اسيدونه موندل کېږي. دا کولی شي له هضم سره مرسته وکړي".

خو د زړه ناروغيو متخصص ډالر رفايي شوکت علي خبرداری ورکوي چې ژېړ غوړي باید د درملو په توګه ونه کارول شوي.

دی وايي، "موږ باید دا هېره نه کړو چې په ژېړو غوړيو کې د سچورېټډ غوړو انداز زياته ده. له همدې کبله که څه هم په ژېړو غوړيو کې ځينې ګټور اسيدونه شته خو بیا هم بايد د ژېړو غوړيو استعمال له نيمې کاشوغې زيات نه وي".

تر کومه ځايه چې د دې ادعا خبره ده چې ژېړ غوړي د معدې زخم يا السر رغوي د دې د ثبوت لپاره پياوړي شواهد نشته.

ایا په تشه ګېډه د ژېړو غوړو خوړل د بدن غوړ کموي؟

ژېړ غوړي

د عکس سرچینه، Getty Images

ډاکتر رفايي وايي، دا تصور په بشپړه توګه ناسم دی.

نوموړی وايي، "د ژېړو غوړيو خوړل د بدن غوړ نه کموي. په ژېړو غوړيو کې له ۶۰ تر ۶۵ سلنې پورې سچورېټېډ غوړ شته چې په بدن کې د کولېسټرولو کچه لوړولی شي".

ډاکتر رفايي وايي د دې خبرې د منلو لپاره هېڅ دليل نشته چې ګواکې د ژېړو غوړيو خوړل به د بدن غوړ کم کړي.

ایا ماشومانو ته ژېړ غوړي ورکول ښه دي؟

ډاکتران باور لري چې ماشومانو ته ژېړ غوړي ورکول کولی شي د هغوی په وده کې مرسته وکړي. ډاکتر چندر شېکر وايي، "ژېړ غوړي د ماشومانو د عصبي سيستم د ودې، د پوستکي د روغتيا او هضم لپاره ګټور پرېوتلی شي".

د ډاکتر رفايي په وینا، "د ماشومانو مېټابولېزم د لويانو له مېټابولېزم سره توپير لري. په ژېړو غوړيو کې موجود ځينې ګټور اسيدونه د ماشومانو د معدې د روغتيا لپاره ګټور ثابتېدلی شي".

نوموړی وايي، "په ژېړو غوړيو کې ويټامينونه لکه ويټامين اي (E) او ویټامين کې (K) شته چې دا هم د ماشومانو د ودې او نشونما په برخه کې مرسته کوي."

ایا ژېړ غوړي له عادي غوړيو غوره دي؟

د بدن د روغتیا لپاره د ژېړو غوړیو او عادي غوړیو محدود استعمال اړین دی. ډاکټر رفايي وايي ژېړ غوړي له عادي غوړیو غوره نه شي بلل کېدلی.

د عکس سرچینه، Nasir Kachroo/NurPhoto via Getty Images

د عکس تشریح، د بدن د روغتیا لپاره د ژېړو غوړیو او عادي غوړیو محدود استعمال اړین دی. ډاکټر رفايي وايي ژېړ غوړي له عادي غوړیو غوره نه شي بلل کېدلی.

ډاکتر رفايي وايي، "د عادي غوړيو پر ځای په ژېړو غوړيو کې پاخه شوي خواړه په منظم ډول خوړل د روغتيا لپاره زيانمن ثابتېدلی شي. ژېړو غوړيو کې پخه ډوسه یا اېډلي (هندي خواړه) په څېر خواړه کله ناکله د خوند لپاره خوړل کېدی شي خو په پرلپسې ډول یې خوړل د بدن لپاره زيانمن دي".

د نوموړي په اند، "داسې کره او څرګند شواهد نشته چې دا ثابته کړي چې ژېړ غوړي له عادي غوړيو غوره دي. خو لکه څنګه چې د ژېړو غوړيو استعمال محدود ساتل اړين دي، همدارنګه د عادي غوړيو کارول هم بايد کنټرول شي".

ایا د شکر ناروغان ژېړ غوړي خوړلی شي؟

ډاکتر رفايي وايي د شکر ناروغان، هغه کسان چې د بدن غوړ یې زيات وي او د وينې لوړ فشار ناروغان بايد له ژېړو غوړيو ډډه وکړي.

نوموړی وايي، "د داسې کسانو لپاره دا غوره ده چې ژېړ غوړي په بشپړه توګه پرېږدي. په ژېړو غوړيو کې ځينې ګټور اسيدونه شته خو د هر ډول خوړو ارزونه بايد د هغوی د ګټو او زيانونو دواړه په پام کې نیولو سره وشي".

هغه وايي، "که له همدې پلوه وکتل شي، نو د شکر ناروغان او هغه کسان چې د وينې لوړ فشار لري، بايد ژېړ غوړي استعمال نه کړي".