
د عکس سرچینه، Getty Images
"غوښتل مې ښوونځي ته لاړه شم، د ښوونځیو دروازې یې وتړلې. هیله مې درلوده د کانکور ازموینه ورکړم او پوهنتون ته لاړه شم، د پوهنتونونو دروازې یې هم وتړلې! کورس ته تلم چې درسونه رانه هېر نه شي، کورس یې هم پر موږ بند کړ. د انځورګرۍ ښوونیز مرکز ته لاړم، هغه یې هم بند کړ! د هیلې هر څرک مې چې وموند، بېخي ژر مې له لاسه ور کړ."
مروه (مستعار نوم) له هغو زرګونو نجونو ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنۍ راهیسې یې ښوونځي ته د تلو فرصت له لاسه ورکړی دی.
دا وايي، د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، تر ډېره وخته وزګاره وه: "خورا سختې ورځې مې تېرې کړې. احساس مې کاوه چې د خپل ژوند یوه لویه برخه مې له لاسه ورکړې ده. زړه مې درد کاوه، ژړل مې، نه پوهېدم چې راتلونکی به څنګه شي؟ اوس انځورګري کوم. هر خپګان، هیله او خبره چې په ژبه یې نه شم بیانولی، پر کاغذ یې رسموم. لا هم هیله لرم. هیلهمنه یم ښوونځي او بیا پوهنتون ته بېرته ستنه شم... هیڅ نجلۍ باید د زدکړو له حقه بېبرخې نه شي... هیله منه یم هغه ورځ راشي چې ټول وکولای شو په ازاده توګه زدکړې او کار وکړو... هیڅ نجلۍ باید د نجلۍ توب له امله خپلې هیلې له لاسه ورنه کړي."
د جمهوریت پر مهال د رسنیو د پراختیا او په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو د شمېر له ډېرېدو سره، ډېر ځوانان او پېغلې په رسنیو کې کار کولو ته لېوال شوي وو. شازیه هم له هغو نجونو یوه وه چې د خبریالې کېدو ارمان یې پاله.