کرېکټ: د افغانستان ملي لوبډله له هند او له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله شريلنکا سره لوبه لري

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په لومړي ځل له هند سره د دریېو یو ورځنیو لوبو لړۍ کې مخامخ ده.
ټاکل شوې، چې د دې لوبلړۍ لومړنۍ لوبه نن د هند د هماچل پردېش په درمسلا کې ترسره شي، خو تر دې دمه د باران له کبله ځنډېدلې ده.
د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلو تر دې مخکې له نړیوال او اسیايي جام ورهاخوا په خپلو کې یو ورځنۍ سیالۍ نه دي کړې.
دغه لوبډلې د یو ورځنیو لوبو په نړیوال او اسیايي جام کې څلور ځله سره مخامخ شوې، چې درې یې هند ګټلې او یوه مساوي شوې ده.
د افغانستان او هند د ملي لوبډلو دویمه یو ورځنۍ سیالي د جون ۱۷مه په لکناو او درېیمه د جون ۲۰مه په چینای کې پلان شوې ده.
افغان لوبډله د یو ورځنیو لوبو په تېر نړیوال جام کې چې په هند کې ترسره او دغه هېواد وګاټه، ښه ځلېدلې وه او پاکستان، انګلنډ او شريلنکا ته یې، چې درې واړه پخواني اتلان دي، تاریخي ماتې ورکړې وه.
د یادونې ده چې هند په خپلو تېرو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې درې بایللې، خو افغان لوبډلې بیا له خپلو وروستیو پنځو، څلور لوبې ګټلې دي.
د هند مقابل کې افغان لوبغاړو لپاره د مثبتې روحې یو بل ټکی دا دی چې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې همدا دوه ورځې مخکې په شريلنکا کې په روانې درې اړخیزې لوبلړۍ کې خپلو هندي سیالانو ته ماته وکړه.
د یادونې ده چې د یو ورځنیو لوبو له لړۍ مخکې د هند او افغانستان ترمنځ په نیو چندیګړ کې د کرېکټ یوازینۍ ټیسټ لوبه هم ترسره شوې وه چې هند پکې افغان لوبډلې ته د یو اننګز او ۳۰۰ منډو په خورا لوی توپیر ماته ورکړه.
افغان ابدالیانو د شريلنکا ۱۹ کلنې لوبډلې ته ۲۴۶ منډې هدف ټاکلی

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان تنکي ځوانان نن په دې لوبلړۍ له کوربنې لوبډلې سره مخامخ دي.
د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره یا ابدالیان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ توپوهنه کړې او د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره یې شريلنکا ته د ۲۴۶ منډو هدف ټاکلی دی.
د افغانستان له اړخه حسن عیسی خیل ۴۵، بهیر شاه محبوب ۴۴ او فرمان الله ساپي ۳۵ منډې وکړې.
د یادونې ده چې د دې سیالۍ دویمه پاڼۍ هم د باران له کبله ۴۱ اوورنو ته راکمه شوې ده.

د عکس سرچینه، ACB
د شريلنکا له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلې د باران له کبله د سیالۍ تر ځنډېدو مخکې نسبتآ چټکه لوبه وکړه او ۱۰۰ منډو ته یې په داسې حال کې ځان ورساوه، چې یوازې ۸ اوورنه شوي او دوه لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
شريلنکا دواړه لوبغاړي فرمانالله ساپي سوځولي.
هند د تېرې اوونۍ سېشنبه د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې شريلنکا ته په اتو منډو ماتې ورکړې وه.
د شريلنکا په دمبولا کې روانې دې لړې کې درې واړه لوبډلې یو بل سره دوه دوه سیالۍ کوي او د سر دوه ټیمونه به د جون پر ۲۱مه نېټه په پایلوبه کې سره مخامخ شي.





















