په بدخشان کې د طالبانو د 'خاص قطعې' او جمعه خان فاتح د کسانو تر منځ سخته نښته شوې

نُسی
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د طالبانو د حکومت یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي چې په بدخشان ولایت کې د سیمه‌ییز قوماندان جمعه‌خان فاتح د پلویانو او د طالبانو د استخباراتو ریاست د ځواکونو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه د طالبانو یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دغې سرچینې په وینا، چې نه غواړي نوم یې یاد شي، دا نښته د سې شنبې ورځې پر ماښام د بدخشان ولایت په نُسي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. سرچینې ادعا کړې چې په دې نښته کې د جمعه‌خان فاتح له پلویانو لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په بدخشان کې سیمه‌ییزو چارواکو سیمې ته نور ځواکونه هم استولي او دا مهال په نُسي ولسوالۍ کې وضعیت ''ارام'' دی.

تر دې وړاندې دوو نورو سرچینو، چې یوه یې د طالبانو د حکومت اړوند او بله جمعه‌خان فاتح ته نږدې وه، بي‌بي‌سي ته د بدخشان د نُسي ولسوالۍ په کچه د سختې نښتې خبر ورکړی و.

د هغوی په وینا، دغه نښته د جمعه‌خان فاتح تر قوماندې لاندې کسانو او د طالبانو د دفاع وزارت د استول شویو ځواکونو ترمنځ شوې، چې په سیمه کې د ''قطعه خاص'' په نوم پېژندل کېږي.

سرچینې وايي چې په دې نښته کې له سپکو او درنو وسلو دواړو کار اخیستل شوی دی.

جمعه‌خان فاتح ته نږدې یوې سرچینې هم بي‌بي‌سي ته ویلي چې د طالبانو د ځانګړې قطعې ځواکونو ته په دې نښته کې ''درانه تلفات'' اوښتي دي.

له تاجکستان سره پولې ته نږدې د درواز په سیمه کې د نُسي ولسوالۍ له اوسېدونکو او چارواکو سره ټیلیفوني اړیکه نیول ستونزمن بلل کېږي.

د راپورونو له مخې نښته هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو د ځانګړې قطعې ځواکونو، چې ډېری یې د بدخشان له بهره سیمې ته استول شوي، غوښتل د جمعه‌خان فاتح اړوند کسان تالاشي او پوښتنو ترې وکړي.

نُسي ولسوالۍ د جمعه‌خان فاتح اصلي مرکز ګڼل کېږي او د هغه پلویان او وسله‌وال په همدې ولسوالۍ کې فعالیت لري.

جمعه خان فاتح

جمعه‌خان فاتح د طالبانو یو سیمه‌ییز قوماندان دی چې پخوا یې د زابل ولایت د طالبانو د پولیسو د مرستیال قوماندان په توګه دنده ترسره کوله. د نوموړي له دندې ګوښه کېدو وروسته، په وروستیو میاشتو کې په بدخشان ولایت کې د طالبانو له ځینو سیمه‌ییزو چارواکو سره د هغه د اختلافاتو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

نوموړي په دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د حکومت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو، د وزیرانو شورا له رئیس محمدحسن اخند سره یې هم لیدلي وو.

جمعه‌خان فاتح د بي‌بي‌سي خبریال سره د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) په انګړ کې د یوې ناڅاپي لیدنې پر مهال د زابل له دندې د استعفا او کابل ته د خپل سفر د لامل په اړه ویلي وو:

''ما نږدې یوه میاشت د زابل ولایت د مرستیال په توګه کار وکړ. وروسته د رخصتۍ لپاره بدخشان ته لاړم. ځینې ستونزې وې، یوه دا چې زه په پښتو ژبه ښه نه پوهېدم او د سیمې خلک هم په فارسي نه پوهېدل. د تفاهم او اړیکې نشتوالی، کورنۍ ستونزې، او زما روغتیايي وضعیت هم ډېر ښه نه و. زما کیڼ لاس د مخالفینو پر ضد عملیاتو کې زیانمن شوی او کار نه کوي. همدا لاملونو سبب شول چې بدخشان ته له تګ وروسته استعفا ورکړم. که تفاهم او افهام نه وي، نو خدمت هم شونی نه وي.''

جمعه‌خان فاتح د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال له مرکزي دولت سره جګړه وکړه او د طالبانو له لیکو سره یوځای شو. د طالبانو د پرمختګونو او د پخواني حکومت د سقوط پر مهال یې د درواز سیمې د ولسوالیو په نیولو کې مهم رول لوبولی و.

د راپورونو له مخې، نوموړی اوس هم د درواز سیمې په ولسوالیو کې فعال حضور لري او په دغو سیمو کې یې څو دیني مدرسې هم جوړې کړې دي.

جمعه خان په ارګ کې د بي بي سي له خبریال عبدالله نظامي سره د ناڅاپي لیدنې پر مهال.
د عکس تشریح، جمعه خان په ارګ کې د بي بي سي له خبریال عبدالله نظامي سره د ناڅاپي لیدنې پر مهال.