نیوزیلنډ کې محکمې د ۵۱ مسلمانانو وژنه کې د ښکېل سړي د بیا کتنې غوښتنه ونه منله

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په نیوزلینډ کې محکمې دهغه توکم پاله سپین پوستي د بیا کتنې غوښتنه رد کړې چې د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې یې پر دوو جوماتونو بریدونو کې ۵۱ کسان وژلي وو.

بریدګر برینټن ټرانټ ته د دې وژنو له امله د عمر بند سزا ورکړل شوې. هغه د ۵۱ کسانو پر وژلو اعتراف کړی و او هم یې منلې وه چې د نیوزلینډ په کرایس چرچ ښار کې یې د نورو ۴۰ لمونځ کوونکو د وژلو هڅه کوله.

محکمې د فبرورۍ په میاشت کې د نوموړي د سزا او جرم د لغوه کولو پر قضيې د بیا غور بحث وکړ. او پر قضې د بیا کتنې له غوښتنې مخکې یې وویل چې " د اعتراف په تړاو زندان کې شکنجې او غیر بشري حالت له امله ده نه شوه کولی چې منطقي تصمیم ونیسي". خو محکمې د هغه غوښتنه له دې امله رد کړه چې "د سزا لغوه کولو لپاره دهغه استدلال په بشپړ ډول سم نه دی او هیڅ قانوني وړتیا نه لري".

دریوو قاضیانو په خپلې ګډې پرېکړې کې داهم ویلي دي چې د ټیرنټ جنایتونه" د مناقشې او بحث وړ نه دي."

په خپله غوښتنه کې ټېرنټ ادعا کړې وه چې د جرم منلو پرمهال یې" حالت ښه نه و، روحي وضعیت یې خراب و".

قاضیانو پرېکړه وکړه چې د هغه ادعاوو کې تضاد دی او نور شاهدان یې وړاندې نه کړای شول چې ګوا کې " هغه اعتراف ته اړ کړل شوای و".

النور جومات او د لېنوډ اسلامي مرکز کې له شوې ډله ییزې وژنې وروسته د وسلو ساتلو قانون سخت شو. د دې بریدونو یوه برخه پر ټولنیزوشبکو په ژوندۍ بڼه ښودل کېده.

ایه العمري چې دې برید کې یې ورور وژل شوی و ویلي، د محکمې پرېکړې سره خوشاله ده، او "یو ځل بیا انصاف وشو".

هغې بي بي سي ته وویل ډاډه وه چې د هغه د بیا غور غوښتنه کې هېڅ پوخ بنسټ نشته، او د محکمې پرېکړې داخبره ثابته کړه.

له دې بریدونو وروسته یوې میاشت کې دننه د نیوزلینډ پارلمان پر پوځي ډوله وسلو درلودو بندېز ولګاوه.

ټیرنټ اسټرالیا کې زېږېدلی و او په ۲۰۱۷ کال کې نیوزیلنډ ته تللی و. څارنوالان وايي همدې وخت کې یې هلته پرمېشتو مسلمانانو د بریدونو پلان جوړونه پیل کړه.

هغه پر انټرنېټي څانګو فعال و، او له برید وړاندې یې یو داسې "منشور" خپور کړ چې د هغه د توکمپالې نظریې ښکارندوي یې کوله.