د یمن حوثیانو ته د پاکستان دفاع وزیر خبرداری: پر سعودي عربستان برید ښايي د مکې دفاعي تړون فعال کړي

د عکس سرچینه، Madoka Ikegami-Pool/Getty Images
پاکستان د یمن حوثیانو ته د خبرداري پر مهال ویلي، د مکې دفاع د نوي جوړ شوي ایتلاف په هر غړي برید، پر دریو واړو غړو برید ګڼل کېدای شي. سعودي عربستان، ترکیه او پاکستان د دې تړون اوسني غړي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف خبرداری ورکړی پر سعودي عربستان د حوثیانو تر بریدونو وروسته، دا تړون علمي بڼه خپلولی شي.
د پاکستان د دفاع وزیر څو ساعته وروسته تر هغه دا څرګندونې کړي، چې په یمن کې د ایران ملاتړو حوثي ځواکونو پر سعودي عربستان د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو لړۍ پیل کړه.
په دغو بریدونو کې ښارونه، اقتصادي او د انرژۍ زیربناوې په نښه شوي دي. د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف ویلي، لږترلږه ۷۳ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر څرګنده کړې، له غړو هېوادونو پر یوه برید، یا سعودي عربستان ته د یمن شخړې خپرېدل به د هغه تړون د ګډې دفاعي لامل شي چې په وروستیو کې په مکه کې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې لخوا لاسلیک شوی.
ښاغلي اصف وویل، "موږ د تړون شرایطو او مقرراتو ته ژمن یو" او زیاتوي، "که اړتیا وي موږ به یې عملي کړو."
هغه ټینګار وکړ، دا تړون دفاعي بڼه لري او درې واړو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي چې په خپل نوښت پر بل هېواد برید وکړي.
د پاکستان د دفاع وزیر وايي، "دا یو تېری کوونکی تړون نه دی چې له مخې یې درې واړه هېوادونه وکولی شي په خپل نوښت پر بل هېواد برید وکړي. خو که له غړو هېوادونو پر یوه تېری وشي، ټول درې غړي هېوادونه به غبرګون ښيي."
هغه د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره هیله څرګنده کړه، خو حوثیانو ته یې خبرداری ورکړ چې د یمن شخړه د هېواد له پولو هاخوا ونه غځوي: "که دوی هڅه وکړي چې دا شخړه صادره کړي، نو له تېري سره د مبارزې په تړاو د دې تړون احکام به پلي شي."

د عکس سرچینه، Mohammed Hamoud/Getty Images
د پاکستان د دفاع وزیر حوثیان "غیر دولتي عناصر" بللي او ویلي یې دي، د ایران او امریکا ترمنځ د روانې شخړې له امله په اسلامي نړۍ کې، د یمن په ګډون له ایران سره خواخوږي شتون لري. په همدې حال کې، هغه خبرداری ورکړ چې دا ډول احساساتو ته باید اجازه ورنکړل شي، چې اوسنۍ دوه اړخیزه شخړه پراخه کړي.
د ښاغلي اصف په وینا، د مکې تړون کولی شي د مخنیوي په توګه عمل وکړي او دا په دې معنی نه ده چې درې هېوادونه به د تېري په ځواب کې له پوځي ځواک کار واخلي.
هغه وویل: "لازمه نه ده چې د یوې خښتې په ځواب کې ډبرې ورغورځوو،" او زیاتوي، د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ګډې پوځي وړتیاوې کولی شي په خپله د مخنیوي لامل شي.
ترکیه په ناټو کې دویم لوی پوځ لري، پاکستان په اټومي وسلې سمبال دی او سعودي عربستان په نړۍ کې د تېلو ترټولو ستر صادرونکی هېواد دی او د مسلمانانو ترټولو مهم ځای، کعبه هم هلته ده.
دریو هېوادونو د اګست په ۷ مه په مکه کې یو تړون لاسلیک کړ، چې د مکې تړون په نوم پېژندل کېږي.
د دې تړون موخه د هر ډول تېري پر وړاندې ډله ییز مخنیوی دی، پر هر یو وسله وال برید به پر دریوواړو برید وګڼل شي، چې د ناټو تړون "ګډې دفاع" پنځمې مادې ته ورته دی.
د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هېوادونو ایتلاف له یوې لسیزې په اوږده موده کې د حوثیانو پر وړاندې د یمن حکومت ملاتړ کوي، چې په نړیواله کچه پېژندل شوی دی. حوثیان د ایران ملاتړ له ځان سره لري.
دې ډلې ویلی، پروني بریدونه یې د یمن په شمال لویدیځ کې د دوی پر تر کنټرول لاندې سیمو د سعودي عربستان د لسګونو وروستیو هوایی بریدونو په ځواب کې وو.
دې ډلې د دوشنبې په ورځ پر سعودي عربستان تور پورې کړ، چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې یې پر یوه زندان بمبارۍ کړي او له امله یې لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.





















