پاکستان او ترکیې سره له دفاعي تړون وروسته د سعودي پر تاسیساتو د حوثیانو بریدونه

جیزان کې د ارامکو د تېلو د تصفیې تاسیسات

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د یمن حوثي غورځنګ ادعا کوي چې په مخا بندر کې یې د سعودي پر ځواکونو او د وسلو پر زېرمتونونو د بالېستیک توغندیو او ډرونونو برید کړی دی.‌

مخا بندر د سره سمندر په سویل کې پروت دی.

پر دغه بندر تېرو ورځو کې هم بریدونه شوي، خو داسې ښکاري‌ چې دا ځل پراخ او پیاوړي وو، ځکه سیمه‌ییزو اوسېدونکو هم د زورورو چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر ورکړی دی.

حوثیان همدا راز وايي، چې د یمن خاورې ته یې د سعودي ډرونونو د ورننوتلو په غبرګون کې نن (یکشنبه) سهار وختي‌ د پولې بله غاړه په جیزان ښار کې د ارامکو شرکت پر چاڼځي د ډرونونو برید کړی دی.

د دې ډلې پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، چې د سعودي ډرونونو د یمن شمال او شمال لوېدیځ کې د صعدې او حجې ښارونو هوايي حریم نقض او بریدونه کړي وو.

د یادونې ده چې ورمخکې د سعودي د انرژۍ وزارت هم په جیزان کې د ارامکو په اړوندو تاسیساتو کې د اور لګېدنې خبر ورکړی و.

دغه وزارت ویلي وو، اور کنټرول شوی او دا چې دوی یې د لامل معلولو لپاره څېړنې پیل کړې دي.

ریاض زیاته کړې وه چې په دې پېښه کې د ځاني زیان رپوټ نه دی ورکړ شوی.‌

دغه چاڼځای هره ورځ د شاوخوا ۴۰۰ زره بېرله تېلو د چاڼ ظرفیت لري.

پاکستان او ترکیې سره دفاعي‌ تړون او د حوثیانو بریدونه

ایران له ملاتړه برخمن انصار‌الله ډله (حوثیان)

د عکس سرچینه، Getty Images

پر حوثیانو مشهور انصار‌الله غورځنګ د لبنان د حزب‌الله، د فلسطین د اسلامي جهاد او حماس او د عراق د حشد‌الشعبي ملېشې په څېر منځني‌ ختیځ کې د ایران له ملاتړه د برخمن 'مقاومت محور" یو مهم غړی ګڼل کېږي.‌

دغې ډلې چې اکثریت غړي‌ یې زیدي شیعه‌ګان دي، په ۲۰۱۴ کال کې د پلازمېنې صنعا په ګډون د یمن لوېدیزې او شمالي برخې لاندې کړې او د دغه هېواد حکومت یې عدن ته په شا وتمباوه.

تر هغې وروسته د سعودي په مشرۍ اېتلاف کلونه کلونه یمن کې د دې ډلې پر اهدافو بریدونه کول، خو له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د دواړو خواو ترمنځ یو غیر رسمي اوربند نافذ و.

په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له ډېرېدو سره د حوثيانو او سعودي ترمنځ هم ترینګلتیا بیا ډېره شوې او دواړه خواوې وخت ناوخت پر یو بل بریدونه کوي.

دې ډلې تېره میاشت د سعودي عربستان سمندري کلابندي اعلان او ورپسې په سره‌سمندر کې د دغه هېواد په څو بېړیو بریدونه وکړل.

د دې ډلې اقداماتو د انرژۍ نړیوال کړکېچ لا پسې سخت او ایران ته دا وړتیا وربښلې چې دغه موضوع له امریکا سره په مذاکراتو کې د فشار د اهرم په توګه وکاروي.

د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان دوه ورځې مخکې مکې ښار کې د پاکستان او ترکیې له مشرانو سره دفاعي تړون لاسلیک کړ

د عکس سرچینه، Reuters Via SPA

د عکس تشریح، سعودي عرب دوه ورځې مخکې له پاکستان او ترکیې سره دفاعي تړون لاسلیک کړ

د ایران له ملاتړه دې برخمنې ډلې د تېرې جولای میاشتې په وروستیو کې هم د سعودي پر جیزان چاڼځي برید کړی و، چې پایله کې یې هغه مهال د دغو تاسیساتو چارې په لنډمهاله توګه درېدلې وې.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، دې ډلې پر جیزان سربېره د سره سمندر غاړې ته د سعودي په پراته ینبع ښار کې هم د تېلو پر تاسیساتو بریدونه کړي وو.

خو حوثیان دا ځل د سعودي د تېلو پر تاسیساتو دا بریدونه داسې حال کې کوي، چې دغه هېواد همدا دوه ورځې مخکې له ترکیې او پاکستان سره یو ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړي.

دغو هېوادونو په دې تړون کې ژمنه کړې چې که پر هر یوه برید کېږي، نور به یې دفاع ته وردانګي.

لا روښانه نه ده چې که د حوثیانو بریدونو دوام مومي، نو د ریاض دغه نوي پوځي متحدان به څه کوي.‌