د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي پښتو او دري څانګو ته د خپلواکو پوهنځیو درجه ورکړل شوه

کابل پوهنتون

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان پلازمېنې کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي پښتو او دري څانګو ته د پوهنځیو درجه ورکړل شوې ده. پر سې شنبه د کابل پوهنتون پر وېبپاڼه یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا پرېکړه د لوړو زدکړو عالي شورا په غونډه کې شوې، چې له مخې یې: ''د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او ادبیاتو څانګړې د دوو خپلواکو پوهنځیو کچې ته لوړ شول.''

په اعلامیه کې دا پرېکړه ''لويه علمي او کلتوري لاسته راوړنه'' بلل شوې ده.

چارواکي، د دې چارې هدف د ژبپوهنې او ادبپوهنې برخو ته هغسې چې ښايي له علمي پلوه د امکاناتو برابرول بولي.

دوی وايي، د پوهنځي کچې ته د څانګو درجې لوړول به د لیسانس او فوق لسانس په برخو کې د محصلینو روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د ډپارټمنټونو په چوکاټ کې د ژبې او ادبیاتو تدریس یو ځای ورکول کېده، چې د کابل پوهنتون پښتو ډیپارټمنټ مشر اجمل ښکلي په وینا له علمي او ښوونیز پلوه د ژبې او ادبیاتو یو ځای تدریس ستونزې درلودې، ځکه یې د جلا کولو پرېکړه شوې، چې په جلا توګه د دواړو مسکلونو زدکړه د محصلینو لپاره اسانه شي.

استاد ښکلی وايي، نژدې دوه کاله مخکې پر دې غور وشو، چې په ادبیاتو کې ژبپوهنه او ادبیات یو ځای په داسې حال کې تدریسېږي، چې دا دواړه ګوښي مسلکونه دي. نوموړی زیاتوي:

''پخوا به یا امکانات نه و، یا به مخکیني مشران ورته متوجه نه و، خو دا دوه مسلکونه دي او د یوه محصل لپاره د دې دواړو مسلکونو او په ځانګړې توګه د لیسانس، ماسټرۍ یا دوکتورا په کچه زدکړو کې ډېر سخت دي، په ځانګړې توګه د هغو محصلینو لپاره چې د ادبیاتو زدکړې ته لېوالتیا لري، د ژبپوهنې زدکړه سخته ده او دغه راز برعکس هم او بله دا ده، چې په ورته مهال په دوو مسلکونو کې د یوه محصل روزل له علمي او مسلکي پلوه هم نتیجه نه ورکوله، یانې تر څو چې یو مسلک ورته انتخاب نه شي، څوک نه شي کولای هغومره علم ترلاسه کړي.''

د مسوولینو په وینا په نوې طرح کې د پښتو ادبیاتو پوهنځي کې درې څانګې شاملې دي، چې ژبپوهنه، ادبپوهنه او د ژباړې ډیپارټمنټونه دي.

چارواکي وايي، په دري پوهنځي کې هم درې ډیپارټمنټونه شامل دي، خو په هغه کې د ژباړې پر ځای د لرغونو ادبیاتو او ادبپوهنې ډیپارټمنټ ته ځای ورکړل شوی دی.