ولې د ښځو ښکنځل کول بد ګڼل کېږي؟

د یوې غوسه شوې ښځې انځور

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ګیتا پانډې
    • دنده, بي بي سي
    • رپوټ له:, ډیلی
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

په هند کې د یوه لاریون په ترڅ کې د ځوانو ښځو نوي انځورونو چې پکې ښکنځلې کوي، یو غیر معمولي بحث راپورته کړی دی، 'ایا کله چې د ښځو له خولې سپکې خبرې راوځي، بد ګڼل کېږي؟'

په دې بحث کې تازه ورګډ شوی کس، د هند د اپوزیسیون ګوند مشر راهول ګاندي دی، چې د ځوانو ښځو د ښکنځلو په اړه یې د لومړي وزیر نریندرا مودي پر څرګندونو نیوکه کړې، چې دا یې "کلتوري شاک" بللی و.

راهول ګاندي وویل: "که هلکان بدې خبرې وکړي، ستونزه نشته او منل کېږي، خو که یوه نجلۍ ښکنځلې وکړي، دا په کلتوري شاک بدلېږي."

د لاریون کوونکو غوسه پر حکومت وه، او د سپکاوي په ځینې ټکو لومړی وزیر په نښه شوي و. دې موضوع د لومړي وزیر ملاتړي په غوسه کړل، او ان د مودي پر پالیسیو ډېری نیوکه کوونکو وویل، دغه ښځې له منلو کرښو تېرې شوې دي.

د راهول ګاندي څرګندونو په دې په تړاو بیا بحثونه راپورته کړل.

لانجه اصلا تېره میاشت هغه وخت پیل شوه، چې یو شمېر ځوانو ښځو د ښوونیزو سمونونو په اړه په ډیلي او نورو ښارونو کې د بي جي پي ګوند د اونیو لاریونونو په بهیر کې د لومړي وزیر پر وړاندې ناوړه ژبه او ستوغ ټکي وکارول.

ښاغلي مودي په یوه ویډیو کې دا موضوع یاده کړه او ویې ویل، دا "کلتوري شاک" دی چې ځوانې مېرمنې ښکنځل کوي، خو زیاته یې کړه، هغوی یې بخښلي دي.

خو لومړي وزیر د لاریون کونکو پر وړاندې د پولیسو له تاوتریخوالي ډک چلند په اړه څه ونه ویل او نه یې د هغو مېرمنو ملاتړ وکړ چې ویلي یې وو، دوی د بي جي پي لاریونونو کې د ګډون له امله د انلاین له لارې د ځورونې او جنسي تېري ګواښونو سره مخ شوې دي.

د هند پارلمان په ولسي جرګې کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي د هند په لوېدیځ ښار پونا کې د زده کونکو یوې غونډې کې د "کلتوري شاک" په اړه د مودي پر څرګندونو نیوکه وکړه.

هغه ویلي، د ازموینې د پوښتنو د افشا کېدو په اړه د لاریونونو پرمهال نارینه‌وو او ښځو ناوړه ژبه کارولې وه، خو مودي ولې یوازې د ښځو په اړه خبرې کوي؟

د هند حکومت پر ضد ۳۵ ورځنی لاریون

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock

د عکس تشریح، د هند حکومت پر ضد ۳۵ ورځنی لاریون

د هغه دا څرګندونې څو اونۍ وروسته له هغه راغلې چې د لاریون کوونکو ښځو پوسټرونه او ویډیوګانې چې نریندرا مودي ته سپکاوی کوي، په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې.

د هغه څرګندونې وروسته تر هغه مطرح شوې، چې نریندرا مودي ته د سپکاوي پوسټرونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې.

په داسې حال کې چې پولیسو د سپکاوي پېښو په اړه تحقیقات پیل کړل، یوه ۱۵ کلنه نجلۍ د شخړې په منځ کې راګېره شوه، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هغې ته سپکاوی او ګواښونه وکړل.

دې ځوانې نجلۍ یوه ویډیو خپره کړه چې پکې یې د خپلو ټکو کارولو په اړه بخښنه وغوښته. هغې وویل، اصلي ویډیو یې لېرې کړې، خود خلکو غوسه لا هم روانه وه.

د هغې مور، چې د دې ماشومې یوازینۍ سرپرسته ده، سیمه ییزو رسنیو ته وویل، دا لانجه لامل شوې، چې څو ځله خپل د اوسېدو ځای بدل کړي.

د لاریونونو تر پای ته رسېدو وروسته مودي پر انسټاګرام یوه ویډیو خپره کړه چې د پخلاینې لهجه یې درلوده. هغه وویل: "ځینې ځوانانو ډېره سپکه ژبه کارولې چې په یوه متمدنه ټولنه کې ځای نه لري. دوی ما ته سپکاوی وکړ او ان زما مړې شوې مور ته یې یې سپکې سپورې وویلې، دا په ژوره توګه ځورونکې وه."

ښاغلي مودي د خپلو ملاتړو د غوسې په ځواب کې وویل، دی یې غوسه درک کوي. "دا یو کلتوري شاک دی. زموږ نجونې څنګه کولی شي داسې ژبه وکاروي؟ خو زه غواړم ووایم، په ماشومتوب کې غلطۍ کېږي او دا د دوی د سمولو وخت دی."

راهول ګاندي د پونې په غونډه کې وویل، د لاریون کونکو په جنسیت باندې د نریندرا مودي ټینګار د نرواکۍ ریښه لري.

د هند پارلمان په ولسي جرګې کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي د هند په لوېدیځ ښار پونا کې د زده کونکو یوې غونډې کې د "کلتوري شاک" په اړه د مودي پر څرګندونو نیوکه وکړه.

د عکس سرچینه، Congress party

د عکس تشریح، د هند پارلمان په ولسي جرګې کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي د هند په لوېدیځ ښار پونا کې د زده کونکو یوې غونډې کې د "کلتوري شاک" په اړه د مودي پر څرګندونو نیوکه وکړه.
په هند کې لاریونونه د پوهنې وزیر تر استعفا وروسته پای ته ورسېدل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په هند کې لاریونونه د پوهنې وزیر تر استعفا وروسته پای ته ورسېدل

هغه وویل، "دا څه ډول ذهنیت دی چې یوې نجلۍ ته یو ټاکلی ځای ورکوي، خو هلکانو ته بشپړ ازادي ورکوي؟ دوی کولی شي هر هغه څه وکړي چې دوی یې غواړي؛ که دوی غواړي ښکنځل وکړي، ښکنځل کوي ... موږ باید دا نرواکي ماته کړو."

خبریاله نمیتا بهنډاري، چې د هندوستان ټایمز ورځپاڼې کې د جنسیتي مسلو په تړاو کالم کې ډېر لوستونکي لري، بي بي سي ته وویل، د هغه څه برعکس چې ډېری خلک وايي، "په هند کې ښځې سپکې سپورې وايي، دا کومه نوې خبره نه ده."

د هند په شمال ډېرو کلیو کې، د واده مراسمو پر مهال د ناوې کورنۍ مېرمنې په خپلو سندرو کې د زوم د ملګرو هرکلی په ستوغو ټکو او سندرو کوي. دا هغه دود چې هیڅوک یې سپکاوی نه ګڼي.

نمیتا بهنډاري وايي، لاریونونه د کلتوري شاک په توګه بیانول او د ستوغو ټکو لپاره د ښځو ملامتول "دوه ګونی معیار" دی ، ځکه د لومړي وزیر په ګډون د ټولو سیاسي ډلو سیاستوال، کله چې دوی ته مناسب وي د ښځو پر وړاندې د سپکاوی ژبه کارولې ده.

دا ډول ژبه کارول یوازې د سړکونو پر سر لاریونونو پورې محدوده نه ده. په هند کې سپکاوی او شخصي بریدونه په زیاتیدونکې توګه د عامو خبرو برخه ګرځېدلې، ان له ټلویزیوني بحثونو نیولې تر محکمو او تر پارلمان پورې.

نمیتا بهنډاري وايي، لاریونونه د کلتوري شاک په توګه بیانول او د ستوغو ټکو لپاره د ښځو ملامتول "دوه ګونی معیار" دی

د عکس سرچینه، Congress Party

د عکس تشریح، نمیتا بهنډاري وايي، لاریونونه د کلتوري شاک په توګه بیانول او د ستوغو ټکو لپاره د ښځو ملامتول "دوه ګونی معیار" دی

یوه ویډیو چې په دې وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه د هند په یوه دولتي تلویزیون کې یوه ښځینه خبریاله ښيي، چې هڅه کوي یو هندو پادري ارام کړي چې د کانګرس ویاند ته یې سپکاوی کړی و، هغه هم په ورته ټکو ځواب ورکړی و.

په ۲۰۲۳ کال کې، د بهارتیا جنتا ګوند پر غړي رامېش بدوري، د یو مسلمان غړي پر وړاندې د اسلام ضد ژبې کارولو او په پارلمان کې هغه ته د ګواښ کولو له امله سختې نیوکې وشوې. د اعتراضونو تر ډېدېدو وروسته، هغه وروسته وویل، پر خپلو خبرو پښیمانه دی.

ټولنپوه شیو وشواناتان وايي: "د ناوړه ژبې کارول په ډیموکراسۍ کې د ژورې ماتې نښه ده. دا ښیي چې خبرې پای ته رسېدلي او درناوی له منځه تللی دی."

هغه زیاتوي، کله چې سپکاوی پارلمان او محکمو ته ننوځي، "دا ښیي چې ژبه راپرېوزي، استدلال کمېږي او ډیموکراسي کمزورې کېږي."

هغه وايي، لاریون کونکي ناوړه ژبه کاروي، ځکه "کله چې درناوی کمزوری شي، سپکاوی او ښکنځل په یوه غبرګون بدلېږي."