د ناروې د کډوالو شورا: کورنۍ د سقوط په حال کې دي، پرېښودل شوې او له پامه غورځول شوې

د عکس سرچینه، NRC
د ناروې د کډوالو شورا وايي، په افغانستان کې کورنۍ له داسې کړکېچ سره مخ دي چې هره میاشت لا پسې سختېږي. دغې ادارې په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، د بېځایه کېدو، جګړو، اقلیمي ناورینونو او جنسیتي تبعیض له امله د خلکو ستونزې زیاتې شوې دي.
د ناروې د کډوالو شورا یا (اېنارسي) سرمنشي یان ایګلانډ دا اونۍ افغانستان ته سفر کړی او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان په بشپړه توګه پرېښودل شوی او د دې وضعیت تر ټولو بدې پایلې ښځې او نجونې زغمي.
نوموړي ویلي، "د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتې مخکې افغانستان د نړیوالې ټولنې د پام مرکز و، خو له هغه وروسته د نړۍ له اجنډا تقریباً وتلی دی. د ناټو غړي هېوادونه له افغانستانه وتلي او میلیونونه زیانمن افغانان یې د مخ په زیاتېدونکو بشري اړتیاوو سره یوازې پرېښي دي، په داسې حال کې چې نړیواله پاملرنه او مرستې ډېرې کمې شوې دي".
ایګلانډ زیاتوي چې په هر ځل یې چې افغانستان ته سفر کړی، تر تېر ځل یې بشري ناورین لا پسې ژور لیدلی دی: "دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان ته زما پنځم سفر دی. هر ځل چې دلته راغلی یم، بشري بحران لا ژور شوی او تر ټولو ډېر زیان ښځې او نجونې ویني. لوېدیځو هېوادونو ژمنه کړې وه چې هغوی به هېڅکله هېرې نه کړي، خو دا ژمنې یوازې په خبرو پورې محدودې پاتې شوې دي. هغه مرستې چې له یتیمو او بېوسه کورنیو سره باید شوې وای، چېرته دي؟ هغه ډیپلوماتان او استازي چې د افغانانو لپاره نړیوال ملاتړ راجلبولای شي، چېرته دي؟".
"د ماشومانو خوارځواکي په چټکۍ په ډېرېدو ده"

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د هغه په وینا، "داسې میندې مې ولیدې چې خپلو ماشومانو ته د خوړو لپاره هېڅ نه لري او د راتلونکي ژمي په اړه اندېښمنې دي. د ماشومانو خوارځواکي په چټکۍ مخ په زیاتېدو ده او ټولنې تر ټولو سخت حالت ته رسېدلې دي. بشري مرستندوی بنسټونه د اړتیا وړ بودیجې له درېیمې برخې هم کمه بودیجه لري او له همدې امله اړ دي چې سختې پرېکړې وکړي او وټاکي چې له چا سره مرسته وکړي او له چا سره ونه شي."
افغانستان دا مهال د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې په تېرو دوو کلونو کې یې نورو هېوادونو کې تر ټولو ډېر کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستان او ایرانه ۲.۹ میلیونه افغانان بېرته راستانه شوي، او د روان کال له پیل راهیسې له یو میلیون ډېر کسان افغانستان ته راګرځېدلي دي.
د دې ستنېدنو پراخوالی او چټکتیا پر ټولنو، استوګنځایونو، د ژوند پر سرچینو او مخکې له مخکې تر فشار لاندې عامه خدمتونو دروند بار اچوي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ میاشتو میاشتو پراخو نښتو هم د هغو ملکي وګړو ستونزې زیاتې کړې دي چې لا دمخه د خپل ژوند د تأمین توان نه لري.
ایګلانډ وویل: "تېر کال مې د ایران او افغانستان سرحد ته سفر کړی و او بیا مې دا اونۍ په کندهار کې د ټولنې د سرچینو مرکز ته د سفر پر مهال هم له ګڼو بېرته راستانه شویو کورنیو سره ولیدل. هغوی نژدې له هېڅ شي پرته راځي او له ډېرې لږې یا هېڅ مرستې سره مخ کېږي."
هغه زیاته کړه: "ما داسې کورنۍ ولیدې چې په ډېر ابتدایي سرپناوو کې ژوند کوي. ځینې آن چتونه نه لري او د دېوالونو لپاره یوازې له لرګیو او غورځول شویو بستهبندیو ګټه اخلي. دغو خلکو ته باید فرصت ورکړل شي چې خپل ژوند بېرته ورغوي او په عزت د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي."
په ټول افغانستان کې ښځې او نجونې لا هم له سختو محدودیتونو سره مخ دي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې پرې لګېدلي دي. په دغو محدودیتونو کې د زده کړو، کار، تګ راتګ او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي خنډونه شامل دي. دغه ستونزې د هغو ښځو او نجونو لپاره لا سختې دي چې بېرته هېواد ته ستنې شوې دي، ځکه د هغوی کورنۍ ډېر کم یا هېڅ عاید نه لري او اړېږي چې په هغو سیمو کې ژوند وکړي چې روغتیايي او تعلیمي خدمتونه پکې نشته.
د ناروې د کډوالو شورا ټینګار کوي چې مرستندوی هېوادونه باید یوازې بېړنیو مرستو ته نه، بلکې اوږدمهاله پروګرامونو ته هم پانګونه وکړي، چې بېرته راستانه شوي کسان وکولای شي پر بشري مرستو خپله تکیه کمه کړي.

د عکس سرچینه، NRC
ایګلانډ وویل: "نن په افغانستان کې بېرته راستنې شوې کورنۍ په یوه ډېر دردناک وضعیت کې بندې پاتې دي. له افغان چارواکو سره د تعامل پر وړاندې سیاسي محدودیتونه د اوږدمهاله حللارو موندل لا ستونزمني او بشري بنسټونه د ورځ تر بلې زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو په هڅه کې پاتې راځي. نړیواله ټولنه باید له افغان چارواکو سره ماناداره تعامل وکړي، چې دلته خلک د بدلېدونکو جیوپولیټیکو لومړیتوبونو بیه ورنه کړي."
د ناروې د کډوالو شوار د محمد علي په نامه له ایرانه له یوه راستانه شوي افغان سره خبرې کړې دي. دی شپږ ماشومان لري او اوس د هرات ولایت په څنډه کې ژوند کوي، وايي:
"له ایرانه له راستنېدو وروسته په تېرو یوولسو میاشتو کې ما یوازې کله کله بېړنۍ مرستې ترلاسه کړې دي. زه د دغو مرستو منندوی یم، خو دا ډول مرستې د ژوند دوام نه شي تضمینولای. زه کار کول غواړم، خو نه دنده شته او نه هم داسې دوامداره مرسته چې زما او زما د ماشومانو راتلونکی خوندي کړي."
ایګلانډ په پای کې وویل: "مرستندوی هېوادونه له ګڼو نړیوالو لومړیتوبونو سره مخ دي، خو دلته په افغانستان کې د خلکو د دې ډول هېرېدو او پرېښودل کېدو لیدل واقعاً زړهبوږنوونکي دي. د لوړو پوځي لګښتونو او کلونو مداخلې وروسته، ما د هغو ټولنو غږ واورېد چې نړۍ هېرې کړې دي. ډیپلوماتان چېرته دي؟ نړیوال بنسټونه چېرته دي؟ هغه کسان چې په سختو شرایطو کې د مرستې تجربه لري، باید ډېر څه وکړي.
تېرو پنځو کلونو افغانستان د یوه ژور او دردناک زوال لور ته بېولی دی. دا خورا مهمه ده چې د افغانستان ملکي وګړي د نړۍ له سترګو پټ او هېر نه شي."





















